لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو دحکومت خارجه وزیر امیر خان متقي دپاکستان سفر کوي


د افغانستان دلنډمهاله کابینې خارجه وزیر امير خان متقي به سبا له د نومبر په لسمه نېټه د پاکستان رسمي سفر کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امير خان متقى پاکستان ته د سفر پخلی کړی او ویلي یې ديهغه د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اقتصادي بحران او د وېزو په چارو خبرې کوي.

د اګست په 15 نېټه په افغانستان له واکمن کیدو وروسته به دا دکوم افغان چارواکي د پاکستان لمړۍ رسمي دوره وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته دا سفر په داسې حال کې کوي چې پاکستان لا هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی منلی او څېړونکي وايي د امير خان متقي پاکستان ته دا تګ ښيي چې پاکستان د افغان طالبانو د حکومت په رسميت پېژندګلو ته نزدې شوی.

مطبوعات وايي د نومبر په يوولسمه نېټه په اسلام اباد کې د ټراېکا پلس هېوادونو د فورم غونډه هم کېدونکې ده چې په کې به د افغانستان لپاره د امریکا، چین، روس او پاکستان ځانګړي استازي ګډون کوي او دا احتمال هم ښودل کیږي چې کېدی شي ددې فورم په غونډه کې د افغانستان خارجه وزیر امير خان متقي هم ګډون وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر امير خان متقي سبا له د نومبر په لسمه نېټه پاکستان ته د سفر پخلی کړی او ویلي یې دی په دې سفر کې به د پاکستان او افغانستان ترمينځ په دوه اړخیزه اړيکو خبرې کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل بيان کې ويلي امير خان متقي به د خپل سفر په مهال د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اوسني اقتصادي بحران او د وېزو په اسانۍ هم خبرې وکړي.

ورځپاڼه ډان د پاکستان د خارجه وزارت د يو چارواکي له قوله وايي دا به مهه دوره وي ځكه چې امير خان متقي د طالبانو د حکومت مهم غړی دی.

پاکستان د افغان طالبانو حکومت لا هم په رسميت نه دی منلې خو واکمن طالبانو په اسلام اباد کې د افغان سفارت په ګډون په پېښور، کوټه او کراچۍ کې د افغانستان قونصل خانو خپل چارواکي ګمارلي دي.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قريشي تېره میاشت د کابل دسفر په مهال امير خان متقي ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې وه.

څېړونکي د افغان طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر دا سفر مهم ګرځوي او وايي دا سفر ښيي چې د پاکستان حکومت د طالبانو د دولت په رسميت پېزندګلو ته نزدې شوی دی.

د افغانستان په چارو نظر لرونکی خبريال او څېړنکار طاهر خان ډيوه سره خبرو کې وايي په دې دوره کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو او نورو مهمو چارو خبرې کېږي.

هغه وايي د پاکستان او افغانستان ترمينځ نورې هم ډېرې مسلې دي. د پاکستان افغانستان ترمنځ ټرانزټ نوې لوظنامه نه ده شوې. هغه لمړۍ د دريوؤ مياشتو لپاره غځیدلې وه.

هغه وايي ددې ترڅنګ د ټراېکا پلس هېوادونو د فورم غونډه هم مهم ده.

دنوموړي په وینا امریکا طالبانو سره د قطر لوظنامه عملي کول غواړي او بېا چين هم دی چې د افغانستان سره شريکه پوله لري. چين اقتصادي اړخ ته توجو ورکړې او په دې وروستیو کې د چین خارجه وزیر په قطر کې د طالبانو د خارجه وزیر سره هم ليدلي وو.

خبریال طاهر خان زیاتوي د چین او افغانستان ترمنځ امنیتي مسلې هم شته. چين په افغانستان کې د چينايي مسلمانو تندروه ډلو په فعاليتونه اندېښنې لري او ددې ترڅنګ د روس او پاکستان دپاره په افغانستان کې داعش فعاليتونه هم د اندېښنو وړ دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي د پاکستان دا سفر په داسې حال کې کوي چې مطبوعاتو رپورټونه وايي د نومبر په يوولسمه نېټه د ټراېکا پلس هېوادونو غونډه هم اسلام اباد کې کېږي چې پکې به د افغانستان لپاره د امریکا، چین، روس او پاکستان ځانګړي استازي ګډون کوي او مطبوعات وايي کېدې شي چې ددغه فورم په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي هم ګډون وکړي.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشید ډيوه ته وايي امکان دی چې پاکستان به د فورم د برخوالو څخه د افغانستان لپاره د اقتصادي او بشري امداد غوښتنه وکړي.

هغه وايي پاکستان په خپله دومره اقتصادي توان نه لري چې د طالبانو مرسته وکړی شي.

هغه غونډه چې په اسلام اباد کې کېږي هغې کې به پاکستان نړیوال هېوادونو ته د افغانستان د ګنګل شوو شتمنو د بحالولو خواست وکړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان سفير منصور احمد خان هم د تېر اتوار په ورځ کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي سره ليدلي وؤ او په دغه ليدنه کې د پاکستان او افغانستان ترمينځ د دوه اړخیزه او ټرانزټي تجارت او د خلکو د تګ راتګ په اړه ګامونو پورته کولو باندې خبرې شوې وې.

امریکا او نړیوالې ټولنې هم د افغان طالبانو حکومت په رسميت نه دی منلی او وايي باید چې طالبان ټول شموله حکومت او د بشري حقونو ترڅنګ د ښځو د تعلیم او نورو حقونو په بابله نړۍ سره کړي لوظونه پوره کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG