لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوه میاشت کې دارمي پبلک اسکول ذمه واران معلوم کړئ،حکومت ته دسپریم کورټ حکم


پاکستاني رسنۍ وایي دپېښور په ارمي پبلک اسکول دشوي برید په قضیه کې دپاکستان سپریم کورټ حکومت ته امر کړی چې په یوه میاشت کې دننه ددغه پېښې مسولین په ګوته کړي اؤ د وزیراعظم عمران خان نه یې رپورټ هم غوښتی دی.

کال ۲۰۱۴م کې دپېښور په ارمي پبلک اسکول دشوي برید د قضیې په اوریدنه کې نن د عدالت په رابللو پخپله وزیراعظم عمران خان سترې محکمې ته وړاندې شوی اؤ محکمې ترې پوښتنه کړې ده چې ددغه پېښې نه وروسته دهغه حکومت څه ګامونه اخستي دي؟

دپېښور په ارمي پبلک اسکول شوي برید کې ۱۴۸کسان وژل شوي وؤ اؤ پړه یې دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې وه چا سره چې دعمران خان حکومت دا مهال د روغې په خبرو بوخت دی.

پاکستاني رسنۍ وایي د قضیې اوریدنې په مهال دسپریم کورټ یو جج قاضي امین وزیراعظم ته ویلي چې دمیډیا د رپورټونو له مخې تاسو خو هم دهغه خلکو سره خبرې کوئ.

په دغه مهال دسپریم کورټ مشر قاضي ښاغلي ګلزار احمد ویلي چې دپاکستان د دستور ترمخه د ولس ساتنه د ریاست ذمه واري خو ریاست دې پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو والدینو ته دانصاف ورکولو لپاره څه کړی دي؟

هغه وزیراعظم ته ویلي چې ته خو په اقتدار ناست یې ،دمجرمانو محکمې ته راکش کولو دپاره دې څه وکړل ؟اؤ په پېښه د دومره کلونو تیریدو باوجود تر اوسه مجرمان ولې معلوم نه کړی شول.

وزیراعظم عدالت ته ویلي موږ دنائن الیون سره هیڅ تړاؤ نه درلودو ،موږ ته معلومه هم نه وه چې دوست مو څوک دی اؤ دښمن مو څوک دی ،هغه مهال مې ویلي وؤ چې دا دامریکې جګړه ده ،موږ ته پکې مداخله نه ده پکار، اتیا زره خلک په دې جګړه کې مړه شول.

دمحکمې جج قاضي امین په دغه موقعه وزیراعظم ته ویلي ماضي ته د تللو ضرورت نشته ،ته وزیراعظم یې دا وښایه چې دپېښې نه وروسته دې تر اوسه څه ګامونه اخستي.

دمحکمې په دغه وینا عمران خان ویلي چې کله دپېښور ارمي پبلک اسکول پېښه رامخې ته شوه نو ترهغې وروسته مونږ نیشنل ایکشن پلان جوړ کړو ،موږ دا جګړه ځکه وګټله چې چې ټول قام د پوځ ترشا ولاړ پاتې شو،

هغه ویلي موږ د استخباراتي تماسونو ملي کمیټه جوړه کړې ده چې دې معاملې ته کتنه کوي .

وروسته سپریم کورټ امر وکړو چې په څلورو اوونیو کې دې ددې پېښې مسولین په ګوته کړل شي اؤ وزیراعظم نه یې رپورټ هم وغوښتو.

محکمې مرکزي حکوت ته دا امر هم کړی چې باید دپېښې د مسولینو په ضد دګامونو اخستو عمل کې د ماشومانو والدین هم شامل کړی

په ۱۶م دسمبر کال ۲۰۱۴م کې دترهګرو لخوا په یاد اسکول شوي دې خونړي برید کې لږ تر لږه ا۴۸ کسان وژل شوي وؤ چې زیات شمیر پکې ددغه اسکول دماشومانو ؤ.

دبرید پړه دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې وه چاسره چې اوس دپاکستان حکومت دسولې مذاکرات پیل کړي اؤ دیوې میاشتې د ډزبندۍ تړون یې ورسره هم کړی دی.

دپاکستان حکومت وایي که چرې دپاکستاني طالبانو دتحریک اړوند وسله وال خپلې وسلې وغورځوي اؤ دپاکستان ایین منلو ته غاړه کښیږدي نو حکومت ورته په بخښنې ورکولو غور کولی شي.

خو په دغه برید کې د وژل شوؤ ماشومانو دیووالي دسازمان مشر فضل خان ایډوکیټ وي او ای ته ویلي چې هغوئ دخپلو اولادونو قاتلانو سره دهیڅ رقم حکومتي تړون منلو ته تیار نه دي.

فضل خان ایډوکیټ وایي نن هم د وژل شوؤ ماشومانو میندې اؤ پلرونه په ویر اخته دي ځکه چې نه تراوسه پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو وینو سره انصاف وکړل شو اؤ نه ددې برید ترشا اصل کردارونه مخې ته راوړل شول

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG