لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې د طالبانو سره د حکومت په خبرو اندېښنه څرګنده شوې


Senate of Pakistan
Senate of Pakistan

په پاکستان کې د قامي اسمبلۍ نه پس د دغه هېواد په برني اېوان سېنېټ کې هم مخالفه سياسي ګوندونو د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د پارليمان څخه بالا د روغې جوړې په خبرو اندېښنې ښودلي او ویلي يې دي د پارلیمان د باور پرته په دغو خبرو کې د کېدونکي پرمختګ پاېلې به پارلیمان وه نه مني.

د شورو/ چهارشنبې په ورځ په سېنېټ کې د مخالفه پيپلز ګوند سېنېټر رضا رباني وویل حکومت د ترهګرو ډلو سره د خبرو هيڅ اختيار نه لري او د لا قانونه تحریک طالبان پاکستان سره خبرې کول يوازې د پارليمان اختيار دی.

هغه په حکومت نيوکې وکړې او وې ویل چې د قامي سلامتيا په اړه ټولې پرېکړې نه خو د پارليمان له پلېټ فارم څخه کېږي او نه په دې لړ کې پارلیمان په اعتماد کې اخستي شي.

د نوموړي په وېنا، که د پارليمان څخه بهر د پاکستاني طالبانو سره خبرو کې څه پرمختګ کېږي نو پارلیمان به ددې توثيق نه کوي.

رباني وویل حکومت د ترهګرو ډلو سره د خبرو هيڅ اختيار نه لري ځكه چې دا د پارليمان اختيار دی او که پارلیمان دا اختيار ورکړي نو هله خبرې کېدې شي.

د نومبر په اتمه نېټه د پاکستان حکومت اعلان کړې وو چې د يوې لوظنامې له مخې د طالبانو سره د يوې مياشتې په ډزبندۍ سلا شوې ده.

ددې خبرو تاييد بيا د نومبر په نهمه نېټه د اطلاعاتو او فرهنګ وزير فواد چوهدري وکړو او ویلي وو چې په هېواد کې د امن لپاره يې د دغه ډلې سره خبرې پېل کړي دي.

د نومبر په اتمه نېټه د لا قانونه تحریک طالبان پاکستان وېاند محمد خراساني مطبوعاتو ته په خپور کړي بيان کې د نومبر د نهمې څخه د دسمبر تر نهمې د ډز بندۍ کولو ويلي وو.

د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ په پټو خبرو نه يوازې د هېواد بشري حقونو ډلې بلکې په قامي اسمبلۍ کې هم د مخالفه سياسي ګوندونو غړي نيوکې کوي او خپلې اندېښنې پرې ښيي.

په قامي اسمبلۍ کې د د نېشنل ډېمو کرېټک مومنټ ګوند مشر محسن داوړ ډيوه ته وايي پارلیمان د اولس د سوچ او نظرياتو نماینده دی.

هغه وايي د ترهګرۍ په شل کلن جنګ کې خلکو ژوند د لاسه ورکړی او قبيلې پکې اغېزمنې شوي دي.

هغه د طالبانو سره د خبرو اختيار نه خو د وزير اعظم عمران خان سره او نه دا اختيار د پوځ سرلښکر جنرل باجوه دی او نه د پوځي اسخباراتي ادارو سره دی.

نوموړی وايي دا واک يوازې د پاکستان د پارليمان سره ځکه چې هغه د ټول ملک نماېندګي کوي. او پارلیمان چې څه فيصله کوي باید چې هغه حتمي وګڼل شي.

د پاکستان حکومت وايي چې رياست له تېرو شلو کلونو راهیسې د وسله والو پرضد عملیات وکړل او اوس وخت راغلی دی چې د خبرو د لارې يو حل ته ورسېږي.

د سياسي چارو کارپوه ډاکټر سرفراز خان ډيوه سره خبرو کې وايي د هېواد د دستور له رويه پارلیمان سپريم دی او پارلیمان چې د يوې پرېکړې منظوري نه ورکوي هغه نشي کېدې.

هغه وايي د تحريک طالبان پاکستان سره غېر منتخب خلک مذاکرات کوي. دا هغه خلک دي چا چې دغه ترهګر ډلې جوړې کړې دي. دا نشي کېدې چې دغه غېر منتخب خلک د منتخب سياسي ګوندونو د مرضۍ پرته پرېکړې وکړي.

هغه د هېواد عسکري چارواکو ته په اشاره وايي دا هغه خلک دي چې غېر رياستي عناصر پېدا کوي او دغه عناصر چې کوم تاوان وطن ته رسوي د هغې پړه بيا د پارليمان او د منتخب سياسي حکومت په سر راځي.

تحريک طالبان پاکستان په دې ورستو کلونو کې د پېښور د ارمي پبلک سکول په شمول د ګڼو ترهګرو حملو پړه منلې. په کال 2014 کې په ارمي پبلک سکول باندې ترهګر برید کې د 144 پورې کسان وژل شوي وو چې پکې زياتره د سکول ماشومان وو.

په دغه سکول کې د وژل شويو ماشومانو کورنۍ هم د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د مذاکراتو مخالفت کوي او ددې پرضد يې پېښور او اسلام اباد کې احتجاجونه هم کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG