لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له اروپا پرته ټوله نړۍ کې دکرونا وایرس زور مات شوی دی


د صحت نړیوله اداره (ډبلیو ایچ او) وایي تیره اوونۍ په اروپا کې د کرونا وایرس له امله دخلکو مړینه کې ۱۰فیصدي زیاتوالی لیدل شوی اؤ دا دنړۍ هغه یوازینۍ سیمه ده چې دکرونا وایرس څخه دکیدونکو مړینو شمیره پکې په چټکتیا سره په بره تللې ده.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې د روغتیا نړیوالې ادارې د کرونا وبا په هکله خپل اوونیز رپورټ کې ویلي چې تیره اوونۍ ټوله نړۍ کې د کرونا ۳۱لکه پېښې مخې ته راغلي اؤ په دې کې ۱۹ لکه پېښې اروپا کې رامنځته شوي دي.

امریکا ، برتانیه،روس اؤ جرمني د نړۍ هغه هیوادونه دي چې دکرونا پېښې پکې تر ټولو زیاتې ثبت کیږي.

په دې رپورټ کې راغلي چې دکرونا وایرس له امله کیدونکو مړینو کې څلور فیصدي کموالی لیدل شوی خو په اروپا کې بیا دا کموالی نه دی ریکارډ شوی.

تیره اوونۍ د صحت دنړیوالې ادارې د اروپا ډایریکټر ډاکټر هنس ګلوکی ویلي وؤ چې اروپا یو وارې بیا دنړیوالې وبا کرونا په مرکز بدلیږي اؤ خبرداری یې ورکړی ؤ چې که ددې دمخنیوي دپاره ګامونه وانه خستی شول نو سیمه کې دفرورۍ دمیاشتې پورې نور پینځه لکه کسان هم په دې وایرس مړه کیدای شي

پاکستان کې هم روانه اوونۍ د کرونا دمثبتو پېښو کچه تر یو فیصدي په ښکته تللې وه خو په دغه هیواد کې دکرونا دچارو دڅار دولتي ادارې این سي او سي د جمعې په ورځ ویلي چې تیر یو شوارزو کې دا کچه بیا 1.07 فیصدي ته لوړه شوې ده.

تر اوسه پاکستان کې 28547 کسان په کرونا وایرس مړه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG