لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اميرخان متقي: په افغانستان کې داسې ډلې نشته چې د پاکستان پرضد فعاليتونه لري


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي چې د اسلام اباد په سفر دی، ويلي يې دي د پاکستان مخالفه ډلې په افغانستان کې نشته او د افغانستان ټولې سيمې پاکې کړی شوي دي.

نن د جمعې په ورځ (12 نومبر) په اسلام اباد کې په غېر دولتي اداره انسټيټيوټ اف سټريټیجک سټډيز کې په وېنا کې متقي د پاکستان د حکومت او لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان ترمنځ په خبرو خوښي ښودلې ده.

هغه ویلي دوی به هڅې کوي چې دغو خبرو ته وده ورکړي اوربند او مذاکرات دايمي شي، د دې کم نور عوامل پاتې نه شي چې سبا کومه ستونزه رامنځته کړي.

متقي په افغانستان کې د پاکستان مخالفه ډلو د نشتوالي خبره په داسې حال کې کړې چې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستانيو چاوراکو د کابل سفر کړی او بيا بيا يې دغه خبره کړې چې د طالبانو سره خپله اندېښنه شريکه کړې چې د پاکستان مخالفه ډلې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد ونه کاروي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر په خپله وېنا کې د امریکا سره د طالبانو د موافقې يادګېرنه کړې او ویلي يې دي د طالبانو حکومت د انتقام په تګلاره باور نه لري، او د افغانستان خاوره به د بل يو هېواد پرضد هم کارېدو ته نه پرېږدي.

هغه د طالبانو د حکومت د بهرنيو تګلاره په اړه ويلي، دوی نه غواړي چې حکومت يې د غټو قوتونو د ټکر او مقابلو قرباني شي.

متقي زياته کړې د پاکستاني چارواکو سره يې خبرې شوي چې د پاکستان لارې هغه که د ګوادر، واهګه او کراچۍ وي، چې د افغان تجارانو دپاره خلاصې شي.

د سياسي چارو کار پوهان وايي د طالبانو په وېنا او عمل کې تضاد دی.

څيړونکی ډاکټر خورشيد وايي د اميرخان متقي وېنا پروپېګنډا ښکاري.

هغه وويل "مطلب مې دا دی چې دنيا دې ته نه ګوري چې طالبان په خپله څه وايي، دنيا دې ته ګوري چې طالبان په ګراونډ (افغانستان) کې څه کوي، او دنيا دې ته ګوري چې تاسو (طالبانو) په عملي توګه کوم ګامونه اخستي دي، دنيا د دوی عبوري حکومت ته ګوري چې ټول خلک پکې نه دي شامل، صرف د طالبانو حکومت دی".

متقي ویلي، په افغانستان کې د تير حکومت د چارواکو پرضد انتقامي ګامونه نه اخلي، په خپل حکومت کې د ټولو قومونو څخه استازي شامل کړي او نړۍ دوی ته د هغو کړنو سزا ورکوي چې دوی کړي هم نه دي.

په افغانستان کې طالبان په 15 اګست په واک کې راغلي، او نړۍ ترې غوښتنه کوي چې ټولشموله حکومت جوړ کړي، د ښځو حقونو او په ځانګړي ډول جينکو ته د تعليم ترلاسه کولو ازادي او اسانتيا برابره کړي.

د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته امریکا او نورو غربي هېوادونو د افغانستان نزدې لس اربه ډالره تړلي دي.

طالبانو چې عبوري حکومت جوړ کړی، تراوسه يو هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دې پېژندلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG