لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي اېف يو جی: پاکستان کې په جرنلسټانو د بريدونو د پلټنو دپاره دې عدالتي کمېشن جوړ شي


په پاکستان کې د جرنلسټانو د حقونو دپاره کار کوونکي تنظیمونه وايي، په ملک کې په صحافيانو د تشدد پېښې ورځ تر بلې سېوا کيږي، په جرنلسټانو د بريدونو د پلټنو دپاره دې عدالتي کمېشن جوړ شي.

په پاکستان کې د جرنلسټانو مرکزي تنظیم فېډرل يونين اف جرنلسټ (پي اېف يو جی) عمومي سېکتر ناصر زېدي وايي، په پاکستان کې د 100 نه زیات جرنلسټان وژل شوي او په ډېرو تشدد شوی خو تراوسه پورې په جرنلسټانو بريد کوونکي نه دي نيول شوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، یو لوړ پوړی عدالتي کمېشن جوړېدل پکار دي او په تيرو 20 کلونو کې چې څومره پېښې شوي او قضيې را روانې دي د هغې پلټنې دې وکړی شي.

هغه وويل دا کمېشن دې با اختياره او دومره واک لري چې څه فېصلې وکړي هغه دې بيا ومنل شي.

نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړې چې د ملک په پلازمينه اسلام اباد کې په دوه جرنلسټانو ابصار عالم او اسد طور باندې د بريدونو د قضيې اورېدنه شوې ده.

د پاکستان سپريم کورټ يا سترې محکمې په جرنلسټانو د بريدونو او تشدد د زیاتېدونکو پېښو از خود نوټس اخستی او پرون د جمعې په ورځ يې اورېدنه کړې ده.

سږ کال د اپرېل په مياشت کې په ابصار عالم په اسلام اباد کې نامالومو کسانو ډزې کړې چې هغه پکې سخت ژوبل شوی وو، او بيا وروسته په جرنلسټ اسد طور باندې په کور دننه نامالومه کسانو تشدد کړی وو.

د اسلام اباد پوليسو لخوا عدالت په وړاندې کړی شوي رپورټ کې ویل شوي چې د کال 2020 د ستمبر نه تر د کال 2021 د ستمبر د میاشتې پورې په جرنلسټانو د تشدد 16 مقدمې درج شوي او د 32 کسانو پرضد قانوني چلند شوی په چا چې په جرنلسټانو د بريدونو شک وو.

په رپورټ کې ويل شوي د څلور مقدمو اوس هم پلټنې روانې دي، او په ابصار عالم او اسد طور باندې بريدونو کې ککړ کسان تراوسه نه دي مالوم شوي.

په يادو دواړو جرنلسټانو د بریدونو سمدست وروسته د کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد ويلي وو، دغه کسان به زر ونيول شي.

د پولیس په رپورټ کې عدالت ته ويل شوي په کوم ځای چې په اسد طور او ابصار عالم بريدونه شوي د هغه ځايونو د سي سي ټي وي کېمرو ريکارډنګ پاک نه دی ځکه د تورنو کسانو پېژندګلو نه ده شوې.

خو اسد طور وايي د لاقانونه ګرځول شوې ډلې جماعت الدعوه په مشر بريد کيږي نو ملزمان په څو ساعتونو کې مالوم شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي ويلي، دوی ته هغه وخت مالومه وه چې دا خلک به نه نيول کيږي، چا چې خپله پېژندګلو کړې وه، او د هغو نه نيول کېده او پېژندګلو يې نه کېده دا ثابتوي چې دوی هم هغه خلک وو چا چې خپله پېژندګلو څنګه کړې وه.

اسد طور د بريد وروسته ويلي وو، په هغه چې چا بريد کړی وو هغو ويلي وو چې دوی د پاکستان د استخباراتي اداې (ايي اېس ايي) غړي دي.

سږ د مې په مياشت کې د پاکستان مرکزى کابينې په هېواد کې د صحافيانو او د میډيا د کارمندانو د تحفظ او په زوره د خلکو د بې درکۍ عمل د جرم ګرځولو په اړه دوه مهمې قانون مسودې منظورې کړې وې..

دا خبره د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري پخپله ټوېټر پاڼه خپور کړي يو بیان کې کړې وه.

رپورټرز وداوټ بارډز، اراېس اېف، چې د خبریالانو د تحفظ دپاره په نړیواله کچه کار کوي وايي د وزیراعظم عمران خان په اقتدار کې د راتګ وروسته په پاکستاني مطبوعاتو د پوځي اسټېبلېشمنټ اثر زیات شوی دی.

خو د پاکستان وزيراعظم عمران خان د وړاندې نه په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه ویلي، چې په پاکستان کې مطبوعات د ځینو مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري او پوځ په مطبوعاتو د فشار اچولو خبره ردوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG