لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او توندروه وسله والو ډلو په منځ کې شوې لوظنامې ولې امن نه راوړي؟ 


واشنګټن- “دا نه ختمېدونکې بد امني زمونږ او د ولس د ټولو لوی سوال دی” دا د عوامي نيشنل ګوند صوبايي جنرل سيکرټري سردار حسين بابک وي او اې ډيوه ته د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ د پټې لوظنامې په هکله پوښتنې ته په ځواب کې وویل.

هغه وايي “دا ترهګرې ډلې د دوی (پوځ) اوزار دی. دومره خلک يې وژلي او دا دوی څنګه سروايول [بقا] کوي؟ دا څنګه قوت جوړ شو؟ دا قوت چا جوړ کړو؟ دا زمونږ پوښتنې دي او غواړو دا دې په پارلمان کې راپورته شي چې دا معاهده پارلمان منظوروي او کنه”.

د پاکستان په پوځي استخباراتي ادارو په نړيواله کچه تور لګول کيږي چې ترهګرې ډلې په سيمه کې د خپلو سټريټيجېکو ګټو د پاره روزي او کاروي او د ترهګرۍ د جنګ د ملاتړ مفکوره د خارجه پاليسۍ په توګه مخکې بيايي.

پاکستان وايي، د ترهګرۍ خلاف په جنګ کې يې د 80,000 نه زيات وګړي وژل شوي.

سردار بابک وايي “داسې د بندو کمرو فيصلو خو دا ملک دې ځای ته راورساوه چې اقتصادي بندېزونه ولګېدل، هېڅ سرمايه کاري نه کېږي، هدفي وژنې روانې دي، بته خوري ده او سرمايه دار د خپلې خاورې نه وتلي دي. د ټولو لويه پوښتنه دا ده چې د وژلو شوو خلکو د وارثانو نه چا پوښتنه کړی چې دوی دا لوظنامې کوي؟.

عوامي نيشنل ګوند د کال 2008 په انتخابونو کې د صوبې په کچه زيات سيټونه ګټلي وو او د پيپلز ګوند سره يې ګډ حکومت جوړ کړی وو چې لومړنی چيلنج ورته د ملاکنډ نه د راپورته شوي تندروه اسلامي وسله والې ډلې تحريک نفاذ شريعت محمدي د مشر مولانا صوفي محمد او د هغه د زوم مولانا فضل الله په مشرۍ د تحريک طالبان سوات سره د امن خبرې اترې او لوظنامه وه چې ډېرې نيوکې پرې هم شوې وې.

د حکومت او پوځ د تندروه ډلو سره لوظنامې

د مولانا فضل الله له تحريک سره د امن لوظنامه د ای اين پي او پي پي پي په حکومت کې په دوه غټو شرطونو ومنل شوه او لاس ليک شوه چې حکومت به په ملاکنډ ډوژن کې شرعي عدالتونه جوړوي او وسله وال به وسله ږدي او د رياست واکمني به مني.

د يادې لوظنامې د خبرو اترو د تفصيل او د لاس ليک يو مهم غړي افراسياب خټک چې هغه وخت د ګوند په مهمو مشرانو کې وو، وي او ای ډيوه ته وويل “مونږ کوښښ وکړو چې د جنرل مشرف جنګ ختم کړو خو زمونږ د لوظنامې نه طالبان په يوه هفته کې وتښتېدل. زمونږ او د فاټا په معاهدو کې ډېر فرق دی. مونږ دوی په سوات کې بربنډ کړل چې طالبان د پوځ يو پراجکټ دی”.

ښاغلی خټک وايي، د طالبانو مسله په سوات ملاکنډ کې د کال 1994 نه راروانه وه د ای اين پي اختيار خو پکې د يوې لنډې مودې پورې و خو زياتوي “طالبان د سيکيورټي سټيټ پراجېکټ دی او دا د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د افغان او پښتون ملي شناخت ورکولو ته جوړ شوی. د افغان طالب نه هغه خوا کار اخلي او د تحريک طالبان پاکستان نه دې خوا ته”.

د وژل شوې وزير اعظمې بينظير بهټو په دويم حکومت کې د صوفي محمد سره په ملاکنډ ډويژن کې د شريعت د نفاذ لوظنامه وشوه خو ونه چلېده او وخت په وخت وسله وال احتجاجونه روان وو او تر دې ورسېدل چې د مذهبي ګوندونو د اتحاد متحده مجلس عمل (ايم ايم ای) په حکومت کې په کال 2007 کې په ټول ملاکنډ کې پوځ وګومارل شو.

پوځ موده وړاندې ګومارل شوی وو خو د ايم ايم ای حکومت دې ته تيار نه و چې د دوی په واک کې په مذهبي ډلو لاس واچول شي او خبره د ای اين پي او پي پي پي تر دور راورسېده چې پکې د رياست نه د بغاوت کونکو خلاف پوځي اپريشن وشو.

د اپريشن په نتيجه کې دواړه ياد ګوندونه د ترهګرو په هدف شول په خاصه توګه ای اېن پي چې د ګوند د مشرانو مطابق د ترهګرۍ خلاف جنګ کې يې نزدې 1200 مشران او د ګوند ملګري د لاسه ورکړي.

د پيپلز ګوند مشره او پخوانۍ وزير اعظم بېنظير بهټو هم په کال 2007 کې په راولپېنډۍ کې په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شوه چې پوځي حکومت يې تور په تحريک طالبان ورواچولو خو د ګوند مشرانو او قامپاله مترقي سياسي ګوندونو يې جنرل مشرف ذمه وار وباله.

د کال 2007 د وزيرستان په سفر کې چې نزدې دوه درځنه نور پاکستاني او خارجي ژورنالېسټان هم راسره ملګري وو د تحريک طالبان پاکستان بنيادګر بيت الله محسود ته بوتلل شوي وو نو ما د ښاغلي محسود نه په پرېس کانفرنس کې پوښتنه وکړه ايا د جنرل مشرف دا دعوه ريښتيا ده چې بينظير بهټو تاسو وژلې نو هغه موسکی شو او راته يې ويل “مونو دومره وس او وسايل نه لرو چې بينظيره مړه کړو. بينظير بهټو هغه چا مړه کړې چا چې يې پلار وژلی چا چې وروڼه وژلي”.

پوځ او د وسله والو ډلو سره پټې لوظنامې

د پاکستان د پوځ او پاکستاني طالبانو تر منځ لومړنۍ پټه لوظنامه د هغه وخت د پېښور کور کمانډر جنرل صفدر حسين په مشرۍ کې د وزيرستان د طالبانو د مشر کمانډر نېک محمد وزير ترمنځ شوې وه.

نېک محمد په کال 2005 کې د امريکايي ډرون حملې له کبله ووژل شو او دغه ډول نورې پټې لوظنامې په سويلي وزيرستان کې د مولوي نظير وزير ګروپ او وروسته د بيت الله محسود سره او د حافظ ګل بهادر د ډلې سره په قطبي وزيرستان کې وشوې چې تر ننه يې تفصيل مخې ته نه دی راغلی.

په خيبر ايجنسۍ کې د وسله والې ډلې چې د کمانډر منګل باغ افريدي په مشرۍ وه او د باجوړ د مولانا فقير محمد سره هم پټه لوظنامه شوې وه خو دا لوظنامې نه وچلېدې او نه يې شرايط د ولس سره شريک کړل شول.

د پاکستان د لاقانونه ګرځول شوي تحريک لبيک پاکستان سره هم پټه مهاهده شوې چې په ښکاره يې حکومت فريق دی خو د اپوزيشن ګوندونه وايي حکومت هسې مخې مخې ته کيږي او د لوظنامې اصلي فريق بل څوک دی چې اشاره يې د پاکستان استخباراتي ادارو ته ده.

د پاکستان حکومت د ټي ايل پي سره د لوظنامې په ترڅ کې د ډلې نه لا قانونه ګرځولو شرط ختم کړی او حکومتي چارواکي وايي د عمران خان حکومت د ترهګرې ډلې تحريک طالبان سره لوظنامه لاس ليک کولو ته نزدې دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG