لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:په امنیتي ځواکونو برید کې دوه عسکر وژل شوي


دپاکستان پوځ وایي په دبلوچستان ایالت کې دترهګرو په ضد دامنیتي ځواکونو دعملیاتو په مهال د وسله والو برید کې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

دپوځ په بیان کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو دپټو اطلاعاتو په اساس دبلوچستان هوشاپ سیمه کې دترهګرو په ضد عملیات کول چې په دغه مهال پرې ترهګرو ډزې کړې دي.

دپوځ په وینا دترهګرو برید کې دوه امنیتي سرتیري لانس نائیک لیاقت اقبال اؤ سپاهي رمضان وژل شوي دي.

پوځ دا دعوه هم کړې ده چې سیمه کې یې دکومو ترهګرو دشتون اطلاع لرله هغوئ ته دبهر څخه مرسته ترلاسه وه خو نه یې ده په ډاګه کړې چې دغه ترهګر څوک اؤ دکومې ډلې مربوط وؤ اؤ دبهر نه ورته دچا ملاتړ ترلاسه ؤ.

پوځ دعوه کړې چې امنیتي ځواکونو په دغو عملیاتو کې ترهګرو ته دروند زیان اړولی دی خو ددغه زیان تفصیل یې هم رسنیو ته نه دی ښودلی .

دپوځ وینا ده چې امنیتي ځواکونه هیواد دښمنه عناصرو ته دماتي ورکولو دپاره هوډمن دي اؤ پرې به نه ږدي چې بلوچستان کې څوک دامن،ثبات اؤ پرمختیا عمل اغېزمن کړي.

په دې وروستیو کې چې دبلوچستان دننه په امنیتي ځواکونو څومره ترهګریز بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه دپاکستاني طالبانو تنظیم ټي ټي‌ پي یا هم بلوڅ وسله والو ډلو پغاړه اخستې خو دخالي په ورځ بلوچستان کې دګډوډۍ دوه پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي چې ټي ټي پي اؤ پاکستان خپلو کې دیوې میاشتې اوربند اعلان کړی دی.

دبلوچستان دپېښو ترڅنګ پرون دخیبر پښتونخوا باجوړ سیمه کې هم په یوه بمي چاودنه کې دپولیسو دوه عسکر وژل شوي وؤ دا دپاکستاني طالبانو اؤ حکومت ترمنځ د اوربند په مهال وړومبی برید ؤ.

څېړونکي وایي پاکستاني طالبانو سره چې کله هم حکومت د روغې جوړې تړونونه کړي نو هغه تندروه ډلو دخپل ځان دپاره د فرصت ښه موقعه ګڼلې اؤ ځانونه یې نور هم پیاوړي کړي د

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG