لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډانلډ ټرمپ په پخواني سلاکار اسټیو بینن فرد جرم لګول شوی


دامریکې دانصاف دمحکمې له مخې دپخواني صدر ډانلډ ټرمپ په پخواني سلاحکار۶۷کلن اسټیوبینن دکانګریس دسپکاوي په تور فرد جرم لګول شوی دی .

په هغه دا فرد جرم په دکانګریس په ودانۍ د ورختلو دپېښې دپلټنې کمیټې ته دنه وړاندې کیدو اؤ کمیټې ته دځېنو دستاویزانو ورکولو څخه دانکار په تور کې لګول شوی.

دخبري ادارې ای پي د رپورټ‌ له مخې قانون پځائ کوونکي چارواکي وایي هیله ده چې بینن به د راتلونکې دوشنبې په ورځ ګرفتاري ورکړي اؤ بیا به هم په دغه ورځ محکمې ته وړاندې کولی شي.

په دې پلټنو کې بینن دویم تن دی چې کمیټې ته یې د وړاندې کیدو څخه انکار کړی ؤ

تر دې وړاندې دسپینې ماڼۍ چیف اف سټاپ یا دمامورینو دڅانګې مشر مارک میډوز هم دپلټنو کمیټې ته دمخ کیدو نه انکار کړی ؤ.

دپلټنو دکمیټې مسر بیني تهامپسن وایي چې د مارک میډوز په ضد به دسپکاوي دتور په اساس فرد جرم راتلونکې اوونۍ کې ولګول شي.

دهغه له مخې که چرې دمارک میډوز په ضد رایې مخې ته راشي نو دغه رایې به دفرد جرم دپاره دانصاف محکمې ته لیږل کیږي.

دپلټنو دکمیټې مشر د ډیموګریټک ګوند بیني تهامپسن اؤ دهغه مرستیال د ري پبلکن ګوند لزچینی په یو بیان کې ویلي دي چې دا کمیټی دشپږمې جنورۍ په اړه دامریکایي وګړو دپوښتنو ځوابونه لټوي اؤ دمارک میډوز اؤ اسټیوبین په ګډون نور خلک ددې ځوابونو دلټون هڅې نه شي ودرولی.

رپورټ کې ویل شوي چې په عین حال کې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ هم په شپږمه جنورۍ دشوؤ حملو،دستاویزاتو اؤ ګواهۍ ورکولو دمخنیوي لپاره خپل قانوني جنګ چټک کړی دی.

د روان کال په پیل کې په شپږمه جنورۍ دامریکې دپخواني صدر ډانلډ ټرمپ په سوؤنو پلویان دکانګرس په ودانۍ ورختلي وؤ چې په دغه مهال دکانګریس غړي دپېښو ګواښونو نه دځان ژغورنې په خاطر دکانګریس له ودانۍ په تېښته مجبور شوي وؤ.

ددغه اړي ګړي په مهال پینځه کسان وژل شوي وؤ اؤ د ورانکارۍ په لړ کې په په ۶۰۰کسانو تورونه لګول شوي وؤ چې څلویښت پکې اوس په زندان کې پراته دي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG