لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:د ړنګو کورونو جوړونې دپاره ځایي خلکو ته دمرستې دویش لړۍ پیل کیږي


د قبایلي ضلعې جنوبي وزيرستان د ورانو شوؤ کورونو د جوړولو دپاره حکومت ځايي خلکو ته دمرستو 150 چیکونه ورکوي.

د جنوبي وزيرستان لدها سب ډویژن مرستيال کمشنر فرحان خان وي او ډیوه سره په خبرو کې ويلي د ورانو شوؤ کورونو دجوړولو دپاره د مرستو لړۍ به پوليټکل کمپاونډ ټانک کې د نومبر د 16م نیټې نه پیل کیږي چې پکې به جنوبي وزيرستان د لدها او سرویکۍ سب ډویژن سیمې خلکو کې د مرستو 150 چیکونه ویشل کيږي.

د نوموړي په وینا خلکو ته د ورانو شوؤ کورونو دپاره دمرستو دغه لړۍ به روانه وي او ورسره په سيمه کې د ورانو کورونو سروی هم روانه ده.

هغه وايي دا دحکومت جوړه پاليسي ده چې په بشپړ ډول ورانو شوؤ کورونو دپاره څلور لکه روپۍ او د نيم وران کور دپاره يو لک شپېته زره روپۍ ورکولی شي.

په جنوبي وزيرستان کې په کال ۲۰۰۹م کې د تندلارو وسله والو پرضد د راه نجات په نوم پوځي عمليات شوي. او د قدرتي افتونو په وخت د انتظام اداره پي ډي ایم اې وايي په جنوبي وزیرستان کې د ورانو شوؤ کورونو دسروی عمل روان دی او په دې سروی کې تر اوسه د 90 زره نه زیات وران کورونه لیکل شوي دي.

پي ډي ایم ای د دغو مرستو اعلان تر هغې وروسته کړی چې د جنوبي وزیرستان خلک له تېرو دوؤ کالو د خپلو نړېدلو کورونو او دوکانونو د معاوضو لپاره احتجاجي مظاهرې کوي.

داحتجاج کوونکو د رسنیو مرستیال حیات پرېغل وایي، په دې شمیره خلکو ته مرستې ورکول کمې نه بلکې د نشت برابرې دي .

هغه وایي هلته تر پنځوسو زرو زیاتو کورونو ته دا مرستې نه دي‌ ورکړل شوي.

پي ډي اېم ای وايي د ورانو شوو کورونو د سروی او مرستو عمل د کال 2016م نه پېل شوی دی او د مرستو نزدې 40000 چیکونو په خلکو کې ویشل شوي.

نوموړی زیاتوي د خلکو د مرستو او سروی عمل يو ځای روان دی، خو د مرستو په ترلاسه کېدو کې زيات وخت ځکه ولګي چې اوس سروی کيږي بيا د هغې جاج اخستل کيږي او بيا د نور عمل نه تېرېدو وروسته مرستې ورکول کيږي.

دهغه په ویناسيمه کې اوس هم د مالي مرستو په لړ کې د بېنک چيکونه ورکول کيږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG