پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په پېښور، کوټه او کراچۍ کې احتجاجي مظاهرې کړي او د غورځنګ د مخکښ او قومي اسمبلۍ غړي علي وزیر او نورو بنديوانو غړو د خوشي کولو غوښتنه يې کړې ده.
د پېښور پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهرې ته په وېنا کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين وويل، په پاکستان کې چې چا ټوپک راخستی او د قانون سرغړونه يې کړې حکومت ورسره خبرې کوي، خو پښتانه چې د قانون ترمخه خپل حقونه غواړي په جېلونو کې اچول کیږي.
نوموړي د پي ټي اېم د غړو د خوشي کولو غوښتنه کړې او ویلي يې دي که غړي يې راخوشي نه کړی شو اسلام اباد ته به لاريون کوي.
هغه وويل په 26 دسمبر به پي ټي اېم د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهي او که په لسو ورځو کې د پي ټي اېم قېديان خوشي نه شو نو بيا د کراچۍ نه تر کوټې پورې، او د هغه ځای نه به په ټوله پښتنه سيمه بټګرام او مانسهره به راتاويږو او اسلام اباد ته به لاريون کوو.
هغه وويل دا کار دا وطن به په شريکه ګټو شريک وطن مو دی.
د پېښور د احتجاجي مظاهرې ملاتړ عوامي نيشنل ګوند، مزدور کسان پارټۍ او پيپلز ګوند کړی او مشرانو يې پکې ګډون او وېناګانې کړي دي.
په اتم نومبر منظور پشتين د پي ټي اېم د بندي غړو د خوشي کولو دپاره په 14 نومبر په پېښور، کوټه او کراچۍ کې د احتجاجي مظاهرو او بيا په 26 نومبر په کوټه، په پينځم دسمبر ټانک خېبرپښتونخوا او په 19 دسمبر په کراچۍ کې د جلسو اعلانونه کړي وو.
پي ټي اېم په کوټه او کراچۍ کې هم احتجاجي مظاهرې کړي، د عوامي نيشنل ګوند سره پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نېشنل پارټۍ، نېشنل ډېموکرېټک مومنټ او د بلوڅو زده کوونکو سازمان (بي اېس او) سره د مدني ټولنې فعالو هم په دغو احتجاجي مظاهرو کې ګډون او ملاتړ کړی دی.
پي ټي اېم په 26 دسمبر په کراچۍ کې د سيند اسمبلۍ مخې ته د احتجاجي پرلت او د هغې وروسته د لاريون اعلان په داسې حال کې کړی چې د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی او د پي ټي اېم مخکښ علي وزیر د تیر کال د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.
دغه مقدمه چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر 2020 د جلسې وروسته درج شوې، په ياده مقدمه کې تور لګولی شوی چې جلسې ته وېنا کوونکو د رياست او رياستي ادارو پرضد د کرکې او شر ډکې وېناګانې کړي دي.
په دغه مقدمه کې يواځې علي وزیر په زندان کې دی او عدالت پکې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين او د قامي اسمبلس غړی غاو د قومي جمهوري ګوند (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ او دوه نور کسان اشتهاري ګرځولي دي.
په ياده مقدمه کې د علي وزير د ضمانت خواست اول د ترهګرۍ د مقدمو اورېدونکي عدالت د روان کال د فرورۍ په میاشت کې، بيا د سيند هايکورټ په لومړي جون د هغه د ضمانت خواست رد کړی او وروسته د جون په 26 د سپريم کورټ د کراچۍ رجسټرۍ ته د علي وزير د ضمانت خواست شوی، خو سپريم کورټ په دغه خواست د اورېدنې دپاره تراوسه کومه نېټه نه ده ټاکلې.
د علي وزیر نه علاوه د پي ټي اېم په نورو بنديوانو غړو کې اوېس ابدال په بلوچستان کې، رحمت شاه مسيد په جنوبي وزيرستان، فهیم او حنیف پشتين په بنو کې بنديوان دی.
په درېم نومبر د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان ويلي وو، د علي وزير د خوشي کولو دپاره تګلاره جوړوي، او زياته کړې يې وه که لاره دا جوړه کړی شوي وي چې رياست به په کومو حالاتو کې خبره مني، نو دوی کولی شي چې د علي وزیر د خوشي کولو دپاره هغه حالات جوړ کړي، او نړۍ ته به وښايي چې په پاکستان کې اوس هم د خلکو سره توپيري چلند کيږي.
نوموړي د حکومت لخوا د تحریک لبېک ډلې سره د خبرو او معاهدې په تړاو ويلي وو يوې ډلې چې دولتي ودانيو ته يې زیان اړولی په پولیسو يې تشدد کړی رياست هغو ته ټيټ شو خو بل لور ته په پرامنه ډول مبارزه کوونکي په جېل کې اچوي خبرې ورسره نه کوي.