واشنګټن ـــ په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خپل سفر په مهال له پاکستاني چارواکو سره پرېکړه کړې چې پاکستان به د افغان هوایي چلند کارکوونکو ته د خپل کار په برخه کې زدکړه ورکوي.
د پاکستان حکومت، د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان او په کابل کې د پاکستان سفیر منصور علي خان تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
افغان سفارت د نهې- سه شنبې په ورځ پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه یو بیان خپور کړی چې پکې یې ویلي پاکستان ژمنه کړې چې د افغانستان د هوایي چلند کارکوونکو ته د اوروژنې، خوندیتوب، د ټرېفیک د کنټرول، هواپوهنې او د هوایي ډګر د انتظام په برخو کې لازمې مسلکې زدکړې برابرې او تر سره کړي.
د افغانستان سفارت لیکلي چې پاکستاني چارواکو دغه ژمنې اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر امیرخان متقي د سفر په مهال کړې دي.
امیر خان متقي له یو اعلی پلاوي سره تېره اوونۍ پاکستان ته په درې ورځني سفر تللی وو، چې له وزیراعظم عمران خان، خارجه وزیر شاه محمود قرېشي او نورو چارواکو سره یې لیدلي او پر دوه اړخیز تجارت او نورو مسایلو یې ورسره خبرې کړې وې.
په اسلام اباد کې افغان سفارت وایي پرېکړه شوې چې له دې وروسته به د کابل او اسلام اباد تر منځ په اونۍ کې لس پروازونه کېږي او د مسافرو د سیټونو شمېر به د یو زر 1000 پر ځای 1,500 وي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوې الوتنې به په لویو الوتکو او پاته اته نورې الوتنې به په وړو الوتکو کې عملی کیږي. وایي افغان چارواکو له پاکستانه غوښتي چې دوی ته د کوټې پر ځای د کراچۍ هوایي ډګر ته د الوتنو اجازه ورکړل شي:
"پاکستان چې د هر هوایي ډګر نه وغواړي د افغانستان د کابل، مزار شريف او کندهار هوايي ډګرونو ته الوتنې کولای شي او په مقابل کې د افغانستان لوری هم د افغانستان د هر هوایي ډګر نه چې وغواړي د پاکستان اسلام اباد، پېښور او کوټې هوايي ډګرونو ته الوتنې کولای شي".
د اسلام اباد په افغان سفارت کې دا مهال د طالبانو استازي کار کوي. څه موده مخکې پاکستاني چارواکو منلې وه چې طالبانو د اسلام اباد سفارت او د پېښور، کوټې او کراچۍ کونسلګریو ته خپل ډیپلومېټان لېږلي دي.
د اګست پر 15مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د کابل، کندهار او مزارشریف هوايي ډګرونو ته کورني او نړیوال پروازونه بند شول، خو تر څه مودې وروسته طالبانو د دغو هوايي ډګرونو د بیرته فعالېدو خبر ورکړ.
د پاکستان پي ای اې له لومړنیو بهرنیو هوايي شرکتونو څخه وو چې د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته یې افغانستان ته تجارتي پروازونه پيل کړل، خو په اکتوبر کې یې کابل ته خپلې چارټر شوې الوتنې بندې کړې چې د دوی په وینا د طالبانو حکومت د دوی په چارو کې لاسوهنه وکړه.
خو طالبانو بیا له پي ای اې غوښتي وو خپل ټکټونه دې را کم او د دوی تر حکومت وړاندې عادي حالت ته یې راولي. پي ای اې د کابل او اسلام اباد تر منځ ټکټونه له پینځلس سوه څخه تر 2,500 ډالرو پورې لوړ کړي وو.