لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان منلې چې افغانستان ته د هند مرستندويه 50زره ټنو غنمو لېږلو ته په واهګه پوله لار ورکړي، رپورټ


د هند حکومت افغانستان ته د واهګه پولې د لارې د 50زره ټنه غنمو لېږلو خواست کړی خو د اووه اوونیو تيرېدو باوجود ورته پاکستان ځواب نه دی کړی، خو بيا افغان چارواکو ويلي پاکستان رضا شوی چې غنمو لېږلو ته لار ورکړي.

نيويارک ټايمز په خپل خبر کې ويلي، هندي چارواکي تور لګوي چې کېدی شي پاکستان د دې نه شاته شي، خو د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت وياند سليمان شاه بلومبرګ خبري ادارې ته ويلي چى اسلام اباد د واهګه پولې د لارې د غنمو افغانستان ته لېږلو باندې رضا شوی دی.

په 15 اګست چې طالبانو افغانستان نيولی، د هند لخوا دا لومړۍ مرستې دي چې افغانستان ته يې لېږي، له دې وړاندې هند د افغانستان د تیر حکومت په وخت کې په دغه هېواد کې په اربونو ډالره لګولي دي.

د پاکستان وزير اعظم عمران خان تيره اوونۍ د پاکستان په سفر راغلي د طالبانود حکومت سرپرست د بهرنيو چارو وزير امير خان متقى ته يقين ورکړی وو چى پاکستان به په بشري توګه د واهګه پولې په لار افغانستان ته د غنمو لېږلو د هند خواست ومني.

د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په افغانستان کې اقتصادي مشکلات او د خوراکي توکيو د کمي سره د ګرانېدو خبرونه هم مخې ته راغلي، او د خوراک نړيوالې ادارې پخپل تازه رپورټ کې ويلي چى دافغانستان 60 فيصده ابادي د خوراک د کمي سره مخ ده او دا وخت دغلته دوه کروړه او60 لکه خلک د خوراک د کمي ښکار دي.

ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی چې د روان کال اخره پورې دغلته 97فيصده ابادي به د غربت د کرښې نه لاندې په ژوند تيرولو مجبوره شي او په جنګ ځپلي هېواد کې 32 لکه ماشومان د خوراک د سخت کمي سره مخ کيدلې شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوالې ادارې (يو اېن اېچ سي ار) ويلي، چې په افغانستان کې دا وخت نزدې 60 لکه خلک پخپل هيواد کې دننه کډوال دي او په سختو حالاتو کې ژوند تيروي او ورته د مرستو سخت ضرورت دی.

امريکه او غربي هيوادونه د طالبانو په حکومت ټينګار کوي چې يو ټولشموله حکومت جوړ کړي او د ښځو حقونه باوري کړي.

د نړۍ يو هيواد هم لا تر دې دمه د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی او شل شتمنه هيوادونويا جى ټونټى افغانستان سره د يو اعشاريه دوه بلينه ډالرو د مرستو ژمنې کړي خو ويل کیږی دا مرستې لا افغانستان ته نه دي ورکړی شوي.

د افغانستان او افغانستان د سوداګرو د ګډ چېمبر مشر مشر خان جان الکوزي په مشرۍ کې د افغان تاجرانو يو پلاوي هم د اميرخان متقي د سفر نه يو ورځ وړاندې پاکستان ته ورغلی وو، او د پاکستاني چارواکو او تاجرانو سره یې ليدلي وو.

وى او اې ډيوه سره خبرو کې خان جان الکوزي تاييد کړې وه چې د هند لخوا افغانستان ته د واهګه پولې په لار د غنمو لېږلو کوم خواست شوی وو افغان چارواکو هم دغه خواست د پاکستان د وزیراعظم سره تکرار کړې او دواړه هيوادونه په دې موافقه شوي دي.

نوموړى وويل پاکستان د افغانستان نه د هر قسم ميوې د واهګه پولې د لار هند ته وړلو باندې هم رضا شوی دی او د پېښور او جلال اباد او وروسته د کوټې او کندهار تر مينځ بسونه چلولو باندى هم رضامندي ښکاره کړی شوې ده؟

د الکوزي په وينا د پاکستان او افغانستان په پولو باندې او تاجرانو ته د يو بل هيوادونو کې ورپيښو مشکلاتو ختمولو باندې هم سلا شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG