لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر د امریکا نه د تړل شوو پېسو خوشي کولو غوښتنه کړې


Amir Khan Muttaqi
Amir Khan Muttaqi

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي امریکا ته يو پرانستی خلط ليکلی، د امریکا د کانګرس نه يې غوښتي د افغانستان تړلې پېسې دې خوشي کړي.

امير خان متقي نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (17 نومبر) امریکا ته په ليکلي پرانستي خط کې ویلي،

"مونږ په دې باور یو چې د افغانستان د پیسو کنګل کول ستونزه نه حل کوي او نه هم دا د امریکا د ولس غوښتنه ده نو ځکه باید ستاسي حکومت یاده پانګه خوشې کړي. مونږ اندېښمن یو چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، د افغانستان حکومت او ولس به له ستونزو سره مخ شي، بلکې په سیمه او نړۍ کې به د پراخي کډوالۍ لامل شي. او نړۍ ته به بشري او اقتصادي مسئلې رامنځته کړي".

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير دغه خط په داسې حال کې ليکلي چې طالبانو په 15 اګست افغانستان نيولی دی. او بيا امریکې او غربي هېوادونو نزدې لس اربه ډالره تړلي دي.

متقي په خط کې امريکا ته د افغانستان او امريکا د 100 کالو اړيکو او تير کال د امریکا سره د کړې توافقنامې يادګېرنه هم کړې ده.

هغه ويلي د پېسو تړل يې د دوحې د موافقنامې مخالفه کار دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير ويلي، که امریکا د دوی پېسې ازادې نه کړي او نړيوال يې مرسته ونه کړي، هېواد به يې د سختو مشکلاتو سره مخ دي.

هغه ويلي، "د پېسو نشتوالی به نړۍ ته به بشري او اقتصادي مسئلې رامنځته کړي. د پیسو له کنګل کیدو او اقتصادي بندیزونو سره د افغانستان د روغتیا، معارف او نورو ملکي خدماتو هغه سیستمونه زیانمن کیدای شي چې عام ولس تري ګټه اخلي. د دغو زیربناوو په زیانمنیدو سره یوازې د افغانستان عام ولس ته زیان رسیږي او دا به له امریکا څخه د افغان ولس تر ټولو بده خاطره وي".

متقي د خط په اخره کې ویلي، "د خپلو څرګندونو په پای کې غواړم د امریکا د متحده ایالاتو له حکومت څخه وغواړم چې په افغانستان کې د دغه بشري او اقتصادي بحران په حل کې مسئولانه ګام پورته کړي ترڅو زمونږ د راتلونکو اړیکو دروازې خلاصې شي او د افغانستان د مرکزي بانک ذخایر خلاص او زمونږ له حسابونو څخه بندیزونه لرې کړي".

د طالبانو په افغانستان د واکمنېدو درې مياشتې پوره شوي خو تراوسه په نړۍ کې يو چا هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی منلی.

بل لور ته ملګري ملتونه بيا بيا په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحران خبرداری ورکوي او وايي که د افغانستان مرستې ونه شوې، د ژمي يخ موسم راغلو سخت بشري بحران به رامنځته شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG