لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: فېسبوک هېکرانو د افغانستان له ګډوډۍ په ګټې اخیستو د افغانانو اکاونټونه په نخښه کړي


اسلام اباد ـــ فېسبوک وايي يو شمېر پاکستاني هېکرانو په افغانستان کې هغه فېسبوک کاروونکي په نخښه کړي چې په تېر افغان حکومت کې یې پوځي یا نورې امنیتي دندې درلودې خو دا یې نه دي ویلي چې د پاکستاني هېکرانو د حملو مقصد څه وو.

په پاکستان کې خبريال او د ټولنيزو رسنيو د چارو شنونکی اسد جان وي او اې ډيوه ته وايي په دې لړ کې هغه تر هغې د پاکستان د رياست یا ادارو د کرادر په اړه ځکه څه نه شي ویلی تر څو چې د فېسبوک یا بل لوی تنظیم غوڅه خبره نه وي مخې ته راغلې:

"دا امکانات بلکل موجود وي چې په داسې کارونو کې رياست او یا د هغه کسان ککړ وي. داسې کارونه که په امریکا،‌ چين، پاکستان او هند کې وي نو په دې کې په انفرادي توګه او د ګروپ په شکل کې هېکران ککړ وي".

ښاغلی اسد جان وايي د هېکرانو درې مقصدونه وي، يو دا چې رياست مضبوط کړي او په مخکې بوځي که هغه هر رياست وي، دويم دا چې کله په يو هيواد کې اړی ګړی پيدا شي نو لکه د غلو په دغه شان ورچول ماحول کې هم هېکران د خلکو مالومات او د بېنک اکاونټونه غلا کوي.

اسد جان زیاتوي چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي که په افغانستان یا پاکستان کې وي پکار ده د خپلو ایمېلونو او ټولنیزو رسنیو د اکاونټونو پاسورډز باندې تهري ټایمز د تصدیق بټنه «آن» وساتي او پاسورډز د ساده پر ځای پېچلی جوړ کړي.

همدا ډول په پاکستان کې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو د حقونو فعال او غېر دولتي ادارې بايټس فار آل سينېر پروګرام منېجر هارون بلوچ وي او اې ډيوه ته وايي هېکنګ يو نړيوال رجحان دی او داسې حملې مونږ د امریکا د پخواني صدر ډونلډ ټرمپ په لومړيو انتخاباتو کې هم ليدلي دي:

"هېکران اکثره د موقعې په لټه کې وي او دا اوس چې افغانستان کې څه وشول د هغې علت هم هلته د طالبانو د واکمنۍ ترلاسه کولو په مهال راغلی الغاو تلغاو وو. هېکران خبر وي چې په داسې ماحول کې د خلکو له تېروتنو ګټه پورته کړي او د هغوی ډېټا غلا کړي".

هارون بلوچ د فېسبوک وروستي رپوټ ته په اشارې وایي دا به کتل وي چې په دې حمله کې د پاکستان رياست ککړ وو که په دې کې رياست ککړ وو نو د هغې به جلا رنګ وو خو په ظاهره پکې د پاکستان د رياست کردار نشته او دې کې شخصي ډلې ککړې ښکاري.

د 2019م کال په اپریل میاشت کې فېسبوک ویلي وو داسې 103 وېبپاڼې یا اکاونټونه یې تړلي چې د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د ادارې ای اېس پي آر سره یې تعلق لرلو.

رويټرز خبري ایجنسۍ هغه وخت د فېسبوک د چارواکو له قوله ویلي وو چې په دغو پاڼو باندې د پاکستان د سياست او سياسي مشرانو، د هندوستان د حکومت او د پاکستان د پوځ اړه مالومات شريکېدل.

فېسبوک ویل که څه هم دغو کسانو خپل شناخت پټ ساتلی وو خو د دوی له تحقیق ښکاره شوې وه چې دغه پاڼې او اکاونټونه له ای اېس پي آر سره تړلې دي.

روېټرز خبري ایجنسۍ تېره ورځ د فېسبوک د خطرو د پلټنې څانګې له خولې د پاکستاني هېکرانو له خوا د افغان فېسبوک کاروونکو په اړه رپوټ کې ویلي وو، دا کار په تېرو څو میاشتو کې د افغان حکومت د کمزوري کېدو او بالاخره نړېدو سره يوځاى روان وو.

ویل کېږي چې پاکستاني هېکرانو د جينکو په نامه اکاونټونه خلاص کړي وو او په ناز نخرو به یې خلک متوجه کول او اعتماد به یې پېدا کاوه. فېسبوک وايي د پاکستان هېکرانو دا ډله د انټرنيټي امنیت په دنيا کې د سایډ کاپي په نوم پېژندل کېږي.

د فېسبوک کمپنۍ وايي د پاکستاني هېکرانو دا حملې داسې ښکارېدې چې په ښه پرېمانه وسایلو سنبال او پرله پسې وې. د فېسبوک د امنیتي برخې چارواکو ویلي، نه پوهېږي هغه کسان څوک دي چې هېکرانو په نخښه کړي دي او دا هم نه شي وېلی چې ددې کار وروستۍ نتيجه څه وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG