لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا امریکا به دافغانستان کنګل شوې پیسې طالبانو ته ور ایله کړي؟


طالبانو که هرڅو دافغانستان دکنګل شوؤ پیسو ایله کولو دپاره خپلې هڅې چټک کړي خو خو څېړونکي وایي امریکا به دنړیوالو فشارونو له امله دا پیسې طالبانو ته ایله نه کړي.

په افغانستان کې دطالبانو دحکومت له لوري د ليکل شوي هغه پرانستي لیک په اړه چې پکې دامريکا کانګرس نه دکنګل شوؤ پنګو دبیاخوشي کولو غوښتنه شوې، په پاکستان کې څېړونکي وايي چې تر کومه افغان طالبانو د ځايي اولس باور نه وي ترلاسه کړی طالبان به ونه توانیږي چې دغه پنګې را ایله کړي.

دڅېړونکو په اند په افغانستان کې دانساني ناورين مخنيوي لپاره بايد شتمن هېوادونه، نړيوال بینک او ايي ايم ايف د مرستندويه ادارو په لاس د ځايي اولس مرستې وکړي ځکه چې په دغه هېواد کې د انساني بحران زياتېدو سره نه يوازې د کډوالو بوج او قاچاقبري ګاونډي هېوادونه اغېزمن کولی شي بلکې داعش د افغانستان ترڅنګ په نزدي هیوادونو کې هم خپل فعالیتونه لا نور چټک کولی شي.

د نومبر په 17مه د طالبانو حکومت کې دبهرنيو چارو وزير اميرخان متقي امریکا ته يو پرانستی خط ليکلی او د امریکا د کانګرس نه يې غوښتنه کړې چې د افغانستان تړلې پېسې دې خوشي کړي۔

په دې هکله د پېښور پوهنتون د صحافت د څانګې استاد او څېړونکی ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي چې دغه پېسې د افغان ولس دي او ترکومه چې طالبانو د ځايي خلکو اعتماد نه وي ګټلی نو د نړيوال فشار له امله امريکا به ونه کړل شي چې دغه پېسې خوشي کړي۔

" دنيا به ورته وايي چې دا پېسې دې حقدارو ته ورسي او هغه د افغانستان ولس دی"

دښاغلي اشرف په وینا "دا يو امتحان دی دافغان طالبانو لپاره چې خلکو ته دا باور ورکړي چې مونږ ستاسو د پاره دلته يو او مونږ خلک مړه کول نه غواړو، دا خلک چې کوم د افغانستان نه تښتي او په پولو باندې دوئ سره کوم ناروا سلوک کېږي پکار ده چې طالبان په ګاونډي هېوادونو فشار واچوي چې دوئ (افغان ولس) سره سم سلوک کوي نو هله به د خلکو په طالبانو بار وشي"

نوموړي زياته کړه په افغانستان کې د انساني ناورين مخنيوي لپاره بايد نړيوالې ادارې او هېوادونه د مرستندونيه ادارو په لاسو د خلکو مرسته وکړي۔

هغه وایي امریکا که افغانستان ته کنګل شوې پېسې نه ورکوي نو لږ تر لږه دهغه نور امداد خلکو ته د رسد مخه باید ونه نیسي کوم چې دايي ايم ايف،نړيوال بینک اؤ نورو هیوادونو له لوري کیږي.

هغه وایي اړینه ده چې لږ ترلږه دغه مرستې دملګروملتونو يا نورو هغو هېوادونو په لاس دمنځګړي په توګه دافغانانو په ښېګړه مصرف کړل شي چې په افغانستان کې خېراتي ادارې چلوي.

د طالبانو د حکومت دبهرنیو چارو وزير امير خان متقي کانګرس ته په پرانستي خط کې ویلي د افغانستان د پیسو کنګل کول ستونزه نه حل کوي او نه هم دا د امریکا د ولس غوښتنه ده نو ځکه باید امریکا یادې پانګې خوشې کړي.

نوموړي په خط کې اندېښنه څرګنده کړې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، د افغانستان حکومت او ولس به د ستونزو سره مخ شي، بلکې داعمل به په سیمه او نړۍ کې هم دافغانانو د پراخې کډوالۍ لامل شي.

دهغه په وینا که چرې دغسې وشول نو دا به نړۍ ته بشري او اقتصادي ستونزې رامخې ته کړي.

د مردان عبدالوالي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو دڅانګې استاد ډاکټر عبدالشکور وايس اف امريکا ډيوه ته وايي د افغانستان اقتصادي وضعيت که نور هم خراربېږي نو د کډوالۍ او قاچاقبرۍ ترڅنګ به ناامني هم ګاونډي هېوادونه اغېزمن کړي۔

" داعش خراسان په افغانستان کې د طالبانو خلاف خپلې کاروايانې تېزې کړي دي، او زما په خيال که طالبانو سره د پېسو کمی او اقتصادي مسلې وي نو بيا په افغانستان کې داسې صورت حال جوړېدلی شي چې هغې کې به يو ځل بيا د نړۍ نورو ملکونو او امريکا ته د راتلو ضرورت پېښږي، او د اسلامي دولت چې کومې کاروايانې دي نو دا به په ګاونډي هېوادونو هم خراب اثر لري ځکه چې هغه به يوازې د افغانستان پورې محدود نه وي"

په 15 اګست د طالبانو لخوا د افغانستان د واک ترلاسه کولو وروسته امریکا په سمدستي توګه د افغانستان بانک څه دپاسه د نهو اربو ډالرو شتمنۍ کنګل کړې چې څېړونکي وايي اوس دغه پیسې په افغان طالبانو د فشار د وسيلې په توګه کاروي۔

بل لوري ته ملګري ملتونه بيا بيا په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحران خبرداری ورکوي او وايي که د افغانستان مرستې ونه شوې، نو د ژمي يخ موسم کې به په دغه هیواد کې سخت بشري ناورین رامنځته شي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG