لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندي کشمیر ځواکونه د اورپکو پرضد بریدونو کې د ملکیانو په وژنه تورن شوي


واشنګټن – په هندي کشمیر کې پولیسو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د هغو دوو وژل شویو کسانو خپلوان نیولي چې د دوی په ډزو کې وژل شوي وو.

د وژل شویو کسانو کورنیو او خپلوانو د دې پېښې له امله په سرینېګر کې د پولیسو پرضد احتجاج کړی وو او له پولیسو یې غوښتل چې د هغوی د وژل شویو کسانو مړي دي د جنازې دودیزو مراسمو لپاره وسپاري.

امریکا غږ په یو راپور کې لیکلي، دغه دوه ملکي وګړي د هغو څلورو کسانو په ډله کې وو چې د حکومتي امنیتي ځواکونو په ډزو کې د دې اونۍ په سر کې وژل شوي وو او د هغوی کورنۍ حکومتي سرتیري په دې تورونوي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه دروغ وايي.

پولیسو ویلي وو چې دغه کسان د حکومتي سرتېرو او یاغیانو ترمنځ ډزو کې وژل شوي وو. خو عیني شاهدان او د کورنۍ غړي وايي، هندي سرتیرو له دغو ملکي وګړو څخه د شخړې پر وخت د ډال په توګه کار اخیستی.

پولیسو د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي وو چې د یادې لانجمنې سیمې په مرکزي ښار کې څلور کسان د دوی په برید کې وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا په دغې نښته کې د حیدر په نامه یو بهرنی ترهګر له خپل مرستیال امېر احمد او دوه نورهمدردکسان مدثر ګل او التاف احمد بټ وژل شوي.

په کشمیر کې د پولیسو انسپېکټر جنرل وېجې کومار خبریالانو ته وویل، پولیسو په سیمه کې د ترهګرو د شتون په اړه معلومات درلودل.

"د پولیسو او پوځ سیمه کلابنده کړې وه او د لټون عملیات یې کول او کله چې حکومتي ځواکونو د هغې کوټې دروازه وټکوله چې دغه ترهګر پکې وو نو ترهګرو پرې ډزې وکړې او سرتېرو هم بیا د خپل ځانه په دفاع کې په هغوی ډزې وکړې."

دغه وسلواله نښته په یو درې پوړېز شاپېنګ مال کې شوې وه چې بټ یې مالک وو. بټ د سمېټو او کنسټرکشن کاروبار درلود او یوه ټېلېفون خانه هم وه چېرې چې احمد ګمارلی وو.

د جګړې په اړه معلومات:

د محمد شفیع په نامه یو عیني شاهد وايي، "زه باور لرم چې ډزې وشوې او زیاتوي چې پولیسو خپل بیانونه څو ځله بدل کړل."

شفیع د پولیسو هغه ادعا رده کړه چې په وژل شویو څلورو کسانو کې یو بهرنی ترهګر هم وو.

هغه دا هم وویل، "له ډزو وروسته ما ولیدل چې پولیسو د جګړې له ځایه یواځې درې مړي وویستل. زه حیران یم چې دا څلورم کس څوک وو؟"

یو بل عیني شاهد د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چې ده هم یواځې درې مړي‌ ولیدل چې د ده ګاونډی او ټولګیوال بټ هم پکې وو او دی باور لري چې درې واړه وژل شوي کسان ملکیان وو.

عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي، چې پولیسو اول په دغه ځای کې ټول خلک یوې خواته کړل او بیا یې له بټ او ګل څخه وغوښتل چې د بټ ودانۍ ته ننوځي او هغوی هم ورسره ومنله.

پولیس دغې ودانۍ ته څو ځله ننوتل او راووتل تر څو چې یې د ګل کارکونکی احمد هم دغې ودانۍ ته ننوست.

له دې ژر وروسته نېږدې ولاړو کسانو ډزې واورېدې. وروسته بیا د بټ په ګولیو د غلبېل مړي انځورونه د فیسبوک پر پاڼو باندې خپور شو او پولیسو ټویټ وکړ چې اورپکي یې په جګړه کې وژلي دي.

د بټ ورېره صایمه بټ په پولیسو تور لګوي چې د هغې له تره څخه یې د انساني ډال په توګه کار اخیستی.

"تاسو زما بې ګناه تره محمد التاف بټ په سړه سینه وژلی دی. تاسو له هغه نه د انساني ډال په توګه کار اخیستی او اوس وایي چې ترهګر وو. د هغه مړی مونږ ته راوسپارئ."

د بټ ورور عبدالمجید امریکا غږ ته ویلي دي، چې چارواکو د هغه ورور باندې په غلطه له ترهګرو سره د مرستې تورونه لګولي دي.

مجید وویل، "ما د پولیسو انسپېکر جنرال چلنج کړ چې دا ثابته کړي چې د هغه ورور ترهګر وو."

هغه زیاتوي، که پولیسو د ترهګرو د شتون په اړه معلومات درلودل نو دوی باید په خپله عملیات ترسره کړی وای بې له دې چې ملکي خلکو ته زیان ورسېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG