لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کېم کرداشیان په مالي مرسته د افغان ښځینه فوټبالرانو ډله برتانیې ته ورسېده


واشنګټن – د افغانستان د ښځینه فوټبالرانو ډله د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له پاکستان څخه برتانیې ته ورسېدله.

دغه سفر د برتانیې د فوټبال (ساکر) کلب، کېم کرداشیان ویسټ او د نیویارک رابي په مرسته ترسره شوی.

د ریالېټي سټار لخوا په دغې چارټر شوې الوتکه کې تر ۳۰ زیات ښځینه لوبغاړې د هغوی له کورنیو سره چې ټولټال ۱۳۰ کسان کېدل لندن ته څېرمه په سټېنسټېد هوايي ډګر کې کوزه شوې ده.

دغه افغانان به مخکې له دې چې په برتانیه کې نوی ژوند پیل کړي لس ورځې د کورونا لپاره قرنطین کېږي.

د انګلستان پرمیر لیګ کلب لیډز یونایټېډ ویلي چې ددغو لوبغاړو ملاتړ به کوي.

برتانیې او نورو هېوادونو د اګسټ راهیسې کله چې طالبانو په کابل قبضه وکړه په زرګونو افغانان له افغانستان څخه ویستلي دي. زیات افغانان لا تر اوسه په ګاونډیو هېوادونو کې لویدیځ ته د رسېدو په هیله بند پاتې دي.

د ښځو ورزش د طالبانو له سیاسي دریځ سره په ټکر کې دي نو ځکه د طالبانو له بېرته راتګ سره په سلګونو ښځینه لوبغاړې له افغانستان څخه وتلې دي.

طالبانو له راتګ سره سم د ښځو په تعلیم او ازادیو باندې بندیزونه لګولي دي.

خالده پوپل چې د افغانستان د ښځینه ملي ټیم پخوانۍ کپټانه ده وايي، هغه له افغانستان څخه د ښځینه لوبغاړو په وتلو باندې خوشحاله ده او اوس د ارام احساس کوي چې جونې او ښځې له خطر څخه خوندي دي.

اغلې پوپل اسوسېټېډ پریس ته وویل، "اکثرو دغو کورنیو د طالبانو له راتګ سره خپل کورونه پريښي وو. د هغوی کورونه سوځول شوي دي."

هغې دا هم ویلي دي، چې "د هغوی د کورنیو ځینې غړي د طالبانو لخوا نیول شوي او وژل شوي هم دي. نو ځکه فشار او خپګان ډېر زیات وو نو ځکه دا ډېره مهمه وه چې په چټکۍ سره دوی له افغانستان څخه وباسي."

استرالیا هم د افغانستان د فوټبال د ښځینه لوبغاړو یو شمېر له افغانستان څخه ویستلې وې چې بیا په پورتګال کې دېره شوي دي.

اکثره دغه لوبغاړې د غریبو کورنیو دي او په سختۍ سره یې تر پاکستان پورې ځان رسولی او هلته په دې توانېدلي چې د برتانیې ویزې واخلي په داسې حال کې چې وخت پرې تنګ او لنډ‌ وو او د پاکستان د ویزې د پای ته رسېدو نېټې یې نېږدې وې.

دغو لوبغاړو سره د زېډېک په نامه یوې خیریه امریکايي ډلې مرسته کړې چې تر دې وړاندې یې له افغانستان څخه د یهودانو په ویستلو باندې پېژندل شوې ده.

ددغې ډلې بنسټګر رابي موشي مرګریتان چې د ریالېټې ټي وي له ستورې کرداشیان ویسټ سره یې په امریکا کې په جرمي عدالت باندې کار کړی وايي چې له کرداشیان څخه یې وغوښتل چې که برتانیې ته د افغان ښځینه لوبغاړو د چارتر الوتکې لپاره پیسې ورکړي.

هغه زیاتوي، چې "تقریبا یو ساعت وروسته ماته مسیج وشو چې کېم غواړي د ټولې الوتکې د کرایې پیسې ورکړي."

د کرداشیان ویس ویاندې دا تایید کړې چې دغې ستورې او د هغې برېنډ د چارتر الوتکې پیسې ورکړي.

XS
SM
MD
LG