لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فواد چودري: د پاکستان حکومت او ریاست د انتهاپسندۍ پرضد جګړې ته نه دی تيار


د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري ويلي، په پاکستان کې ترهګري نه وه خو د ځينې سياسي او بهرنيو علتونو له امله د داسې عناصرو جوړولو پرېکړه وشوه د کوم له سببه چې پاکستان نن د غټې خطرې سره مخ دی.

د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (18نومبر) په اسلام اباد کې يوې دستورې ته په وېنا کې فواد چودري وویل، "ډېر خلک ګڼي چې د پاکستان اوسني کوم اصلاحاتي اقدامات دي هغه بيخي ناکافي دي، خو رښتيا دا دي چې نه حکومت او نه ریاست د انتهاپسندۍ پرضد جګړې ته دومره تیار دی، څومره چې پکار ده".

هغه وویل "د تحریک لبېک په قضيه کې مونږ وليده چې څنګه ریاست په شا شو".

په وروستيو کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تندروه تحریک لبېک ډلې د لاهور نه اسلام اباد ته د لاريون په مهال مذاکرات کړي، او ویل شوي وو د تشدد د مخنيوي دپاره د ټي اېل پي سره مذاکرات کولی شي.

د ټي اېل پي د لاريون په مهال د پوليس سره نښتې شوې وې، پوليس او لاريون کوونکي پکې وژل شوي او ژوبل شوي او دولتي ودانيو ته پکې تاوانونه اړول شوي وو.

خو د مذاکراتو وروسته حکومت منلې وه چې دغه ډله به د لاقانونه ډلو د نوملړ څخه اوباسي، په انتخاباتو کې د برخې اخستو اجازه به ورکوي او مشر يې سعد رضوي به د بند نه ازاد کړي.

د حکومت په دغه پرېکړه مخالفه ګوندونو سختې نيوکې کړې وې او ويلي يې وو د تحریک انصاف حکومت يوې تندروه ډلې ته ټيټ شو.

عوامي نيشنل ګوند په حکومت نیوکې کړې او ویلي يې وو د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير د ايين او قانون لاندې په بيان ورکولو په جېل کې اچول شوی او د تندروه ډلې سره مذاکرات وشو.

په پاکستاني مطبوعاتو کې د حکومت دغه کار ته د پاکستان دوه مخې پاليسي ويل شوې وه، چې د پښتنو د يو پرامنه غورځنګ او بل طرفته د یوې تندروه د تشدد څخه ډکې ډلې سره مذاکرات کول توپيري چلند دی.

فواد چودري ویلي، "په پاکستان کې د تندروۍ اصل علت مدرسې نه دي بلکې د تندورۍ انتهاپسندۍ اصل علت سکولونه او کالجونه دي، چرته چې د 80 او 90 په لسيزه کې د يو پلان لاندې داسې استازان ګمارل شوي وو چې به بنيادي توګه به یې د تندروۍ زده کړې ښودلې، او دلته چې څومره غټې پېښې شوي هغه د مدرسو زده کوونکو نه دي کړي بلکې د سکولونو نه راوتو کړي دي".

هغه زياته کړه چې داسې ټولنه جوړه کړی شي چې هغه د بل نقطه نظر ته سمدست کفر اووايي نو بل نظر بيا څنګه وړاندې کېدی شي.

هغه وويل "د نرمې رويې دپاره ماحول پکار دی، که چرته رياست د يو عام تن د ژوند ساتنه نه شي کولی، بل نقطه نظر ستا په وړاندې راتلی نه شي، نو نرمه رويه څنګه راتلی شي".

فواد چودري وویل"څو پورې چې رياست خپله عملداري نه وي په ځای کړي او د خلکو ژوند خوندي نه کړي، مولانا حسن جان چې لوی عالم وو په دې ووژل شو چې هغه يواځې دا فتوه ورکړې وه چې ځانمرګي بريدونه په اسلام کې جايز نه دي، دغه شان غټ پوهان په پاکستان کې قدم نه شي اېښودی، جاوېد غامدي پاکستان پرېښودی په امريکا کې ناست دی".

هغه دا هم وويل په پاکستان کې اصل علما ويريږي هغه خبره نه شي کولی. هغه زياته کړه مسله د مذهبي تعليماتو نه وي مسله د تعليماتو د تشريح کوونکي وي چې هغه یې څنګه وړاندې کوي.

د فواد چودري په وېنا په پاکستان کې د انګرېز د وخت پوليس نظام تباه کړی شوی او د هغې په ځل بل نظام هم نه دی راوړل شوی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG