لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اندېښنو سره سره د پاکستان او طالبانو تر منځ ډزبندي په ځای ده


اسلام اباد ــ د نهې- سې شنبې په ورځ پينځلس ورځې پوره شوې چې د حکومت او لاقانونه ګرځول شوي تحريک طالبان پاکستان په منځ کې د يوې مياشتې ډزبندي تر ډېره حده په ځای ده او ورسره ورسره افغان طالبان د دواړو غاړو لخوا د امن په ممکنه لوظنامه کې منځګړتوب کوي.

پاکستاني طالبان چې په ټي ټي پي هم مشهور دي د نزدې دوه درځنه وسله والو ډلو يو اتحاد دی چې د کلونو راهسې په ولسي خلکو او امنيتي ځواکونو مرګوني بريدونه کوي.

ويل کيږي د لاقانونه ډلې مشران او جنګي کسان د پاکستاني پوځي عملياتو- چې د افغانستان سره په پوله پرتو سيمو کې شوي- په نتيجه کې افغانستان ته اوړېدلي وو.

پاکستاني چارواکي وايي ټي ټي پي اوس هم د افغانستان د پټو ځايونو نه پاکستان ته يو لوی خطر پېښوي نو ځکه هم پاکستان د خبرو اترو د پاره افغان طالبانو ته د منځګړتوب ويلي دي.

د طالبانو نګران وزير خارجه امير خان متقي اسلام اباد ته په خپله دوره کې منلي وو چې د افغان طالبانو په منځګړتوب او کوربتوب يې د پاکستان او طالبانو تر منځ د يوې مياشتې ډزبندۍ عارضي تيږه ايښودې ده خو د ډزبندۍ د شرطونو په اړه يې نور تفصيل نه دی ويلی.

البته متقي هيله څرګنده کړې دا هڅې به څه نه څه روغې جوړې ته ورسي. څه پاکستاني چارواکي چې په دغو ناستو کې موجود وو ګڼي دا لا ډېره د وخته خبره ده چې د روانو مرکو د پرمختګ یا د نتیجو په حقله څوک څه قوي نظر څرګند کړي.

يو امنيتي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او ای ته ويلي حکومت دا ازمېښت کوي چې وسنجوي طالبان وسله وال د پاکستان ايين ته تسليميږي او که نه، خپل معلومات د ملک د اعداد و شمار ادارې نادرا ته ورکوي او که نه چې قامي شناختي کارډ ترلاسه کړي او بله دا چې وسله ږدي او که نه؟

چارواکی وايي “دا هغه سرې کرښې دي چې پرمختګ پرې روان دی”.

طالبانو د پاکستان نه غوښتنه کړې چې د پخوانۍ فاټا زوړ حيثيت دې په ځای کړی شي چې يو وخت د بهرني ترهګرو ډلو سره سره د افغان طالبانو هم يو مظبوط مرکز پاتې شوی.

پاکستاني طالبان د خپل نظر اسلامي نظام په پاکستان کې غواړي چې د عملي کولو د پاره يې وسله وال جنګ کوي.

خو پاکستاني چارواکي وايي دا د منلو نه ده چې په ملکي ايين معامله وشي لا په پخوانۍ فاټا کې د پوځ د ګمارلو په سر څه سودا وشي او لا د پخوانۍ فاټا حيثيت د بيا بدلولو خبره وشي چې وسله والو ډلو ته يې پټ ځايونه ورکړي وو.

د پاکستان د امنيتي چارو سلاکار معيد يوسف ميډيا ته ويلي “د يوې مياشتې د ډزبندۍ مقصد دا دی چې وکتل شي طالبان په دې اړه جدي دي او دا عمل په مخکې وړل غواړي؟ خو د خبرو اترو په اړه په دې وخت کې هيڅ څه داسې مهم نشته چې سره يې شريک کړو”.

معيد يوسف وايي “سرې کرښې ډېرې رڼې دي او هغه دا چې هيڅوک به دې ته نه پرېږدي د پاکستان ايين وننګوي، د خپلې خوښې نظام لا قانون په ځای کړي او د تشدد لړۍ ته دوام ورکړي”.

د پاکستان د حکومت دريځ دی هغه ترهګر چې په بشري جرمونو کې ککړ دي سزا شي او هغه واړه رتبه وسله وال پخلا کړل شي چې بيرته ټولنې ته راشي او ځانته يو نوی ژوند پيل کړي.

البته د روانو خبرو اترو په اړه د ټي ټي پي وياند محمد خراساني په يو ويډيو بيان کې د ميډيا دا دعوې رد کړي چې د ډلې 100 بنديان حکومت د جېل نه پرېيښي او دا يې هم رد کړې چې طالبانو کومې خاصې غوښتنې حکومت ته وړاندې کړي.

هغه وايي “د خبرو اترو په مېز لا کېناستلي نه يو نو دا به د وخت نه مخکې خبره وي چې په شرايطو څه ووايو. طالبانو لا هيڅ شرطونه نه دي ايښي”.

د وي او اې انګرېزي څانګې دا رپوټ د وي او اې ډیوه همکار بهروز خان پښتو کړی دی.

XS
SM
MD
LG