لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:د وسله والو ډزو کې دوه پولیس عسکر وژل شوي


پولیس وایي دا پېښه تیره شپه دپېښور حیات اباد سیمه کې هغه مهال رامخې ته شوې کله چې دغلته پولیسو د مخرورانو دنیولو په موخه عملیات وکړل.

دپېښور پولیس دیو بیان له مخې د وسله والو په ډزو کې د ریاض خان په نوم یو اسسټننټ سب انسپکټر ریاض خان اؤ یو سپاهي وژل شوي .

دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر ښاغلي معظم جاه رسینو ته ویلي چې پولیسو دپېښې په تړاؤ اووه تنه نیولي اؤ دهغوئ د ولکې څخه یې وسلې هم ترلاسه کړي دي.

خو ایي جي ددغو نیول شوؤ کسانو نوره پېژندګلو نه ده په ډاګه کړې.

پېښه کې د وژل شوؤ عسکرو دجنازې نمونځ د چهارشنبې په سهار دپېښور په پولیس لاین کې شوی چې دغلته دصوبې دپولیسو ایي جي معظم جاه اؤ نورو لوړ رتبه پولیس چارواکو د وژل شوؤ‌ عسکرو مړو ته سلامي هم ورکړې ده.

تر دې وړاندې هم پېښور اؤ دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې د ترهګرو په بریدونو،بمي چاودنو اؤ هدفي وژنو کې په زرګونو پولیس عسکر اؤ لوړ رتبه چارواکي وژل شوي .

پاکستان کې په پولیسو د کیدونکو زیاترو بریدونو پړه دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخلي خو دا مهال چې دپاکستان حکومت اؤ ټي ټي پي ترمنځ د یوې میاشتې اوربند اعلان شوی،پاکستاني طالبانو په دې نزدې وختونو کې په پولیسو د شوؤ بریدونو پړه پغاړه نه ده اخستې.

اوړمه ورځ دپېښور په خزانه سیمه کې د امجدخان په نوم یو پولیس ای ایس ایي هم نامعلومو وسله والو په یو برید کې وژلی ؤ .

تر دې وړاندې په ۱۳م نومبر قبایلي ضلع باجوړ کې دوه پولیس عسکر د ریموټ کنټرول بم په چاودنه کې وژل شوي وؤ.

داکتوبر په ۲۰مه نیټه هم دباجوړ په وړاه ماموند تحصیل تیر بانډه ګۍ سیمه کې دسړک دغاړې یوې بمي چاودنه کې څلور عسکر وژل شوي وؤ چې ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG