لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: قطر کې امریکا سره خبرې کوو چې د ستونځو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي


واشنګټن ـــ د طالبانو او امریکې د اعلی چارواکو په مشرۍ پلاوي راتلونکې اوونۍ په قطر کې سره ویني او د افغانستان د کنګل شویو پیسو په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې کوي. طالبانو له امریکا سره د دغو دوه اړخیزو ناستو د بیرته پیلېدو هرکلی کړی خو وایي امریکا باید د افغانستان د ستونځو د حل په برخه کې عملي ګامونه واخلي.

طالبان په داسې وخت کې بیا له امریکایي چارواکو سره خبرې کوي چې د واکمنۍ په سل ورځو کې یې حکومت هیڅ هېواد لا په رسمیت نه دی پېژندلی.

د امریکې او طالبانو دواړو د بهرنیو چارو وزارتونو خبر ورکړی چې پلاوي یې راتلونکې اوونۍ د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان او امریکې پر ګډو موضوعاتو خبرې پیلوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي د امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی به د نومبر له له 27 تر 29مې په دوحه کې د یورپي ټولنې، امریکایي استازو او نورو اړخونو سره خبرې کوي. بلخي پر خپل ټویټر لیکلي چې په دې سفر کې به ورسره د پوهنې، روغتیا، مالیې، امنیت او د افغانستان بېنک استازي هم شامل وي. ښاغلي بلخي لیکلي:

"[دوی به] پر سیاسي موضوعاتو، کنګل شویو پیسو، بشري مرستو، تعلیم، صحت، په کابل کې د سفارتونو پر امنیت، د هغو پر خلاصون او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وکړي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس هم پرون رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی ټامس ویسټ به د دوو اوونیو لپاره قطر ته ځي او له طالبانو سره به خبرې کوي.

نیډ پرایس وایي "دوی به په افغانستان کې زموږ د مهمو ملي ګټو په اړه خبرې وکړي، په دې کې له ترهګرۍ سره مبارزه، د امریکایي وګړو او د هغو افغانانو- چې موږ ورته ژمن یو- خوندي را ایستل، بشري مرستې او اقتصادي حالات څېړل شامل دي".

په قطر کې د طالبانو یو ویاند سهېل شاهین له امریکې سره د خبرو د بیا پیلېدو ګام ستایلی او هرکلی یې کړی دی. سهېل شاهین وي او اې ته وویل طالبان تیار دي چې له امریکې سره خپل ټول مسایل د خبرو اترو له لارې حل کړي:

"موږ غواړو له امریکې سره مثبتې اړیکې پیل کړو، دا اوس په امریکې پورې اړه لري او همدا وخت دی چې امریکا له موږ سره د اړیکو د سمولو او ټولو مسایلو په حل کولو کې عملي ګامونه واخلي".

امریکا او طالبان په داسې وخت کې خبرې کوي چې په افغانستان کې خلک د غربت، ګرانۍ او بې روزګارۍ له کبله له بشري ناورین سره مخ دي او ملګري ملتونه وایي د دې هېواد 23 میلینه وګړي یا د ټولې ابادۍ 60 فیصده خلک له سختې لوږې کړېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره اوونۍ د امریکې له کانګرس څخه په یو خط کې غوښتنه کړې وه چې د افغانستان د کنګل شویو پیسو په ازادولو کې دې مرسته وکړي خو امریکې یې دا غوښتنه رد کړې ده.

د اګست له پینځلسمې وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شول امریکې پخپلو بېنکونو کې د افغانستان شاوخوا نهه نیم اربه ډالره کنګل کړې دي. د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ وي او اې ته په ځانګړې مرکه کې ویلي، امریکا اندېښمنه ده چې په افغانستان کې بشري ستونځې په ډېرېدو دي:

"له بده مرغه د اګست په نيمایي کې تر بدلون وړاندې هم افغانستان له بشري ستونځو سره مخ وو او څه چې مونږ وليدل دا حالت نور هم هله خراب شو چې نړيوالې مرستې ختمې شوې چې له شلو کالو راهیسې د افغانستان اقتصاد پرې روان وو".

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی ټامس ویسټ وایي، د افغانستان د کنګل شویو پیسو ازادول امریکې ته دومره اسان کار نه دی څومره چې طالبانو فکر کړی دی. وایي د دې ډېرې پېچلې قانوني، عدالتي او نورې وجې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG