لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیګار: د طالبانو بیا واکمنېدل د نجونو د تعلیم لپاره یو خطر دی


واشنګټن ـــ د افغانستان د بیارغونې لپاره امریکایي اداره سیګار وایي، د بهرنۍ مرستې باوجود د افغانستان د تعلیم وزارت په وروستیو کلونو کې د ظرفیت د ستونځو او پرله پسې ناامنۍ له کبله د تعلیم د ښه کولو لپاره هڅه کړې خو وایي بیا هم ډېره زده کوونکي خصوصاً نجونه له سکولونو بهر دي او د طالبانو بیا واکمنېدل د نجونو د تعلیم لپاره یو بل غټ خطر دی.

د سیګار د تازه رپوټ له مخې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې په مجموعي توګه د تعلیم په څانګه او زدکړو ته د نجونو د رسایۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

رپوټ وایي د 2001 او 2018م کلونو تر منځ اوولس کلنه موده کې په سکولونو کې د زده کوونکو داخله لس چنده زیاته شوې ده، وایي شمېر یې له تقریباً یو میلین څخه ۱۰ میلینه ته زیات شوی وو، چې وایي په دې کې 3.5 میلینه (35 لکه) نجونه وې، خو وایي په نسبت یې د طالبانو په تېر حکومت کې له 1996م تر 2001م کال پورې هیڅ یوه نجلۍ سکول ته نه تله.

سیګار پخپل رپوټ کې وایي په اګست میاشت کې د طالبانو بیا واکمنېدل په افغانستان کې د سکولونو د پرله پسې ودې او پراختیا خصوصاً د نجونو د تعلیم لپاره یو خطر دی او دا د تعلیم په برخه کې د امریکې سرمایه کارۍ ته زیان رسوي چې له 2002م کال راهیسې یې 1.3 اربه ډالر لګولي.

رپوټ وایي طالبان چې واکمن شوي ډېرې تعلیمي ادارې بندې شوې دي، وایي که څه هم ځینې پوهنتونونه پرانیستل شول خو وایي رپوټونه ښیي چې زیات زده کوونکي یې د امنیتي اندېښنو له کبله خپل تعلیم ته بیرته نه دي ور ستانه شوي.

سیګار دا رپوټ په داسې وخت کې خپور کړی چې طالبانو له څه کم درو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د منځنیو او لوړو زدکړو د نجونو سکولونه بند ساتلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نومبر پر 25مه رسنیو ته ویلي، نجونې دې ډاډه اوسي د دوی حکومت یو پلان جوړوي چې نجونه څنګه له اسلامي اصولو سره سم تعلیم وکړي خو مجاهد دا نه دي ویلي چې سکولونه به کله بیرته خلاس کړي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونیسف وايي، په تېرو درې میاشتو کې یې افغان ماشومانو ته د زدکړې 5,350 ټولګي برابر کړي چې وایي په دې سره په ټول افغانستان کې یو لک 42 زره اووه سوه ماشومانو ته د زدکړو امکانات برابر شوي دي.

خو یونیسیف دا هم وایي چې په افغانستان کې اوسمهال تر څلور میلینه زیات ماشومان له زده کړو محروم دي چې نیمايي یې نجونې دي.

سیګار وایي د طالبانو د لوړو زکړو وزیر په تېره ستمبر میاشت کې اعلان وکړ، په سکولونو کې ور ښوول کېدونکو مضامینو ته به کتنه کوي چې د دوی له نظریې سره برابر دي که نه.

وایي طالبانو په پوهنتونونو او کالجونو کې نجونې او هلکان په ټولګیو کې سره جلا کړل او اعلان یې وکړ چې په کومو ځایونو کې ممکنه وي نجونو زده کوونکو ته به ښځینه استادانې زدکړه ورکوي او ټولې نجونې، د هغوی استادانې او نورې د سکول کارکوونکې ښځې به حجاب کوي.

سیګار د ملګرو ملتونو د ادارې یونیسیف د رپوټ له مخې وایي، د افغانستان په درو کې یواځې یوه برخه ښځینه استادانې دي چې وایي په کلیوالو سیمو او اعلی تعلیمي ادارو کې بېخي لږ دي، ځکه نو دا ګرانه ده چې د نجونو جلا سکولونه ټولې ښځینه استادانې ولري.

په تېره ستمبر میاشت کې چې طالبانو د نجونو سکولونو ته د بیا پرانیستو اجازه نه ده ورکړې، له هغه راهیسې په افغانستان او نورو هېوادونو کې افغانانو خصوصاً ښځو ګڼ شمېر احتجاجونه کړي او د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار غوښتنه یې کړې ده خو طالبانو یې لا غوښتنه نه ده منلې.

د طالبانو حکومت چې تر اوسه د نړۍ هیڅ یو هېواد هم لا په رسمیت نه دی پېژندلی، یوه وجه یې د نجونو تعلیم او د ښځو سیاسي او د کار حقونه دي چې د نړیوالو په وینا د طالبانو حکومت یې لا تر اوسه په ورکولو کې پاته راغلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG