لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو له واکمنۍ وروسته داعش دافغانستان ترڅنګ پاکستان کې هم خپل فعالیتونه چټک کړي


په افغانستان دطالبانو له واکمنۍ وروسته نړیوالې رسنۍ وایي چې پاکستان کې هم د داعش خراسان ډلې فعاليتونو کې زياتوالی راغلی دی.

د امريکا معتبره ورځپاڼه واشنګټن پوسټ په خپل يو رپورټ کې وايي چې طالبانو په ننګرهار ولايت کې دداعش خراسان پرضد د تازه جګړې لپاره خواوشا 1300 واسله وال لېږلي دي۔

دڅېړونکو وینا ده چې داعش خراسان په پاکستان کې دومره منظم نه دی خو که مخنيوي يې ونه کړل شو نو په خپلو فعالیتونو کې چټکتیا راوستی شي۔

څو ورځې وړاندې دپاکستان سره په پوله پروت دافغانستان دختیز ولایت ننګرهارڅخه په کډه بل يوهېواد ته تللې فاطمه صبا نومې خبرياله وي او ای ډيوه ته وايي ددغې سيمې وضيعت ورځ تر بلې خرابېږي چې له امله يې د خلکو ټولنيز ژوند ډېر اغېزمن شوی دی۔

" په عمومي توګه په ټول افغانستان کې د امن وضع سمه نه ده خو بيا په ننګرهار کې يوه خاصه ډله وجود لري او زه نه پوهېږم چې دا ډله د چا پورې مربوط ده"

هغه وایي هره ورځ دلته د وژلو يوه نوې پېښه مخې ته راځي او يو داسې ماحول جوړ شوی چې "مونږه مجبوره شو خپل هېواد مو پرېښودو او بل هېواد کې مسافر شو"

د ځايي سرچينو ترمخه په دغه وژل کیدونکو کسانو کې زياتره مدني او سياسي فعالان، د سلفي مسلک غړي او د پخواني حکومتي کارمندان شامل دي،

خو سرچينې وايي د دې مرموزو وژنو مسوليت د کومې وسله والې ډلی لخوا نه اخستل کېږي۔

امريکا وايي دداعش په افغانستان کې خواوشا 2000 جنګيالي موجود دي،

د رپوټونو ترمخه په پېل کې دغه ډلې د افغانستان ننګرهار او بيا کونړ او نورستان ولايتونو کې شتون لرلو خو اوس د هېواد نورو سيمو کې هم د دوئ شتون او فعاليوتونه ښکاره شوي دي۔

په پېښور کې مېشت د افغانستان دننګرهار ولايت زده کوونکی شاهد خان وي او ای ډيوه ته وايي داعش ډله اول ددغې ولایت يو څو ولسواليو پورې محدوده وه خو اوس يې خپله شبکه نورو سیمو ته هم غځولې ده۔

" د اشرف غني حکومت کې د دوئ شتون چې ؤ هغه د ننګرهار اچين ولسوالۍ، چپريال، کوټ او هم داسې شينوارو، سپين غر او ده بالا سيمو کې وؤ، اوس چې د طالبانو دا نوی حکومت راغلو نو د دوئ موجوديت چې دی هغه وغځېدو او اوس د ملګرو ملتونو چې کوم رپورټ دی نو هغه وايي چې دا ډله د افغانستان په ټولو سيمو کې شتون لري"

داعش خرسان د افغانستان ترڅنګ په پاکستان کې هم ديو شمېر بريدونو او هدفي وژنو ذمه واري منلې ده۔

څيړونکی او خبريال مشتاق يوسفزی وایي دداعش لخوا پاکستان کې هم د بريدونو ذمه واریو اخستو کې زياتوالی راغلی دی او دا دپاکستان د حکومت د پاره هم د تشويش وړ خبره ده۔

نوموړي وي او ای ډیو ه ته ویلي چې کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي نو په افغانستان او پاکستان دواړو کې د داعش فعاليتونه زيات شوي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لوړپوړې سفارتکارې په دې وروستيو کې ويلي وؤ چې داعش په افغانستان کې د بې ثباتۍ څخه ګټه پورته کوي۔

سفارتکارې دا هم ويلي وو چې داعش روان کال 334 بریدونه کړي او په کال 2020 کې دغه وسله والی ډلې 60 بريدونه کړي وؤ۔

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو دڅانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته وايي چې داعش خراسان په پاکستان کې دومره منظم نه دی خو که مخنيوي يي و نه کړل شو نو په خپلو فعالیتونو کې چټکتیا راوستی شي۔

" د پاکستان په لويو ښارونو کې دوی (داعش) شته دی، دوی په کوېټه کې شته، دوئ په پېښور کې هم داسې ښکاري چې خلک يې وي به او دوئ په کراچۍ کې هم کاروايانې کړي دي او هلته به يې هم خلک وي"

نوموړي زياته کړه: " د دوئ دا دوه قسمه څيزونه په پاکستان کې ښکاره شوي دي يو خو دوی ځای پر ځای حملې وکړي او ذمه واريانې یې واخلي او بل ځائ په ځای ښارونو کې وال چاکنګ وکړي لکه په پېښور او کراچۍ کې چې یې کړی ؤ"

د امريکې د بهرنیو چارو وزارت دنومبر په دویمه دداعش خراسان ديو لوړ پوړي مشر ثنا الله غفاري ترڅنګ ددغې ډلې دنورو مشرانو سلطان عزيز اعظم او مولوي رجب نومونه دترهګرو ځانګړي نوملړ کې شامل کړي وؤ.

د دې ترڅنګ د امریکې د خزانې وزارت په عصمت الله خالوزي هم بندېزونه لګولي او ويلی شوي هغه د داعش خراسان لپاره د مالي مرستو بندوبست کوي۔

د وي او ای ډيوه لخوا د راټولو کړل شوؤ معلوماتو ترمخه داعش ډلې د نومبر په مياشت کې په خېبر پښتونخوا کې د پينځوؤ بریدونو او د يو بريد ذمه واري په پنجاب صوبه کې منلې ده۔

د نومبر دمياشتې په وړومبیو کې د يو پوليس ای ايس ایي په پيښور کې د هدفي وژلو، په باجوړ کې د دوؤ ليويز اهکار بمي بريد کې د وژلو،په وزيرستان کې په جرګه دلاسي بم دبرید، په باجوړ کې د قاري الياس د هدفي وژلو، د پنجاب صوبې په راولپنډۍ کې د يو شيعه تن د وژلو او په وروستيو کې په پېښور کې د دوؤ پوليس عسکرو د وژلو ذمه واري په غاړه اخستې ده۔

دې نه وړاندې يې په باجوړ، کوهاټ، وزيرستان، پېښور، کرمه او بلوچستان کې هم د بمي چاودنو او هدفي وژنو ذمه وارۍ پغاړه اخستې دي۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG