لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي افریقا کې د کرونا نوی ډول، برتانيې د شپږو هېوادونو نه د پروازونو په ورتګ بندېز لګولی


په جنوبي افريقا کې د کرونا وايرس نوی ډول مالوم شوی، چې په اړه یې ويل کيږي د کرونا وايرس دغه ډول ډېر په چټکتيا سره خوريږي.

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن په جنوبي افریقا کې د کرونا وایرس نوي ډول ته د جمعې په ورځ د "اومي کرون" نوم ورکړی او ويلي يې دي دا د اندېښنې وړ ده چې دا وایرس د نورو ډولونو نه په زیاته چټکتیا خپرېدلی شي.

د اې پي خبري ادارې ترمخه د جنوبي افریقې د صحت وزیر جوپاهلا ويلي، چې په ملک کې د کرونا پېښې په چټکتيا سره مخې ته را روانې دي.

هغه ويلي په جنوبي افريقا کې په تيرو څلورو پينځه ورځو کې د کرونا پېښې څو چنده سېوا شوي دي.

د راپورونو ترمخه په جنوبي افریقا کې به د ورځې په سر د کرونا 200 کېسونه مخې ته راتلل، خو د شورو په ورځ دغه پېښې سېوا شوي او شمار يې 1200 ته رسېدلی او د زيارت په ورځ دا پېښې نورې سېوا شوي او د 2400 نه اوړېدلي دي.

د وي او اې اردو ترمخه د برتانيې حکومت اعلان کړی چې د جنوبي افریقې په ګډون د شپږو هېوادونو نه يې د الوتکو په ورتګ بندېز لګولی دی.

د برتانیې د صحت وزير ساجد جاوېد ويلي، چې د کرونا د نوي ډول په اړه د وړاندې نه اندېښنې موجودې وې، چې دا د ډيلټا ډول په مقابله کې په زياته چټکتيا سره خورېدونکی ډول کېدی شي.

کرونا وايرس چې د کال 2019 په دسمبر کې په لومړي ځل په چين کې مالوم شوي، وروسته په ګرده نړۍ کې خواره شوي دي.

د صحت د کارپوهانو په وېنا کرونا وايرس څو ډولونه بدل کړي او زيات خطرناک ډول يې چې د ډېلټا نوم ورته ورکړی شوی وو په هند کې مخې ته راغلی وو کوم ته چې ډېر خطرناک ويل شوي وو.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا وايرس تراوسه پورې په نړۍ کې د 26 کروړه نه زياتو خلکو ته لګېدلی، او 51لکه 89زره نه زيات خلک يې مړه کړي دي.

د کرونا ضد ويکسين د نړۍ په زياترو ملکونو کې لګول کيږي. خو د برتانیې د صحت وزير ويلي، اندېښنه ده چې د کرونا د نوي ډول په ضد به د ويکسينو اثر هم کم وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG