لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دطالبانو له اجازې پرته دافغانستان ځېنو ولایتونو کې انجونو دخپلو زده کړو لړۍ پیل کړې


دکونړ ولايت نګينه چې يو دولتي مکتب کې داستاذې په توګه دنده ترسره کوي،ډیوه ته یې تاید کړې ده چې د افغانستان بلخ ولايت کې د جينکو مکتبونو کې د طالب چارواکو د امر پرته جينکو زده کوونکو ته درسونه ورکول پيل شوي دي۔

په افغانستان کې دطالبانو په واک کې له راتلو وروسته دجينکو دپاره تعليمي ادارې تړل شوي اؤ په کورونو کې کښینول شوې خزينه استاذانې وایي چې که دجينکو د تعليم لړۍ بیا پیل شي نو دوئ چمتو دي چې بيرته راشي او خپلې تعليمي هلې ځلې پیل کړي.

دوئ وایي دطالبانو حکومت بايد دجینکو دتعلیمي ادارو پرانستو په اړوند خپلې ژمنې سرته ورسوي.

ډیوه سره خبرو کې دنګینه په نوم دغه افغان معلمه وایي‘‘داسي ويل شوي چې د هيواد په بلخ ولايت کې تر دولسم ټولګې د جينکو مکتبونو کي د درس عمل شورو شوی دی خو د کابل په اړه راته معلومات نشته ، او دلته په کونړ ولايت کي اوس صرف د شپږم ټولګي پورې دتعليم ورکولو لړۍ دوام لري دشاګردانو نه ازموينې هم واخستل شوې‘‘

د ای ایف پي خبري ادارې ترمخه طالبانو ویلي د اسلامي تعلیماتو په رڼا کې جینکو لپاره د جدا تعلیم او د امنیت دانتظام برابرولو وروسته به جینکۍ مکتبونو ته تګ پیل کړي۔

طالبانو له واک اخستو وروسته په افغانستان کې د 18م سپتمبر نه یوازې هلکانو زده کوونکو او نارینه استادانو ته سکولونو ته د بیرته ورتګ اعلان کړی ؤ۔

په افغانستان کې دطالبانو په 15م اګست له واکمن کېدو وروسته لا هم د اووم ټولګي نه تر دولسم ټولګي پوري جينکو ته دخپل تعليم جاري ساتلو اجازه نه ده ورکړل شوې۔

ګل رخ پلازمينه کابل کې له ډېرې مودې راهسې معلمه ده، وایي طالبانو پخپل وړاندې حکومت کې هم جونې د تعليم نه بې برخې ساتلې وې او اوس هم امکان نه لري چې دطالبانو حکومت به جينکو ته دتعليم اجازه ورکړي .

نوموړې وایي طالب چارواکي وایي يو څه او کوي بل څه.

‘‘دنجونو سره دوئ څه مشکل درلود چې دوئ یې په کورونو کښینولي دي، څلور مياشتې یې دوئ په کورونو کې کښینولې نو اینده هم څه امکان نه لري چې د طالبانو حکومت به نجونو ته اجازه ورکړي چې خپلو سکولونو ته لاړې شې، دوئ رسنيو ته وایي يو څه ،کوي بل څه‘‘

ګل رخ زياتوي، افغانستان کي نجونې د هلکانو برابر ابادي لري نو ځکه هغوئ هم پوره حق لري چې د هيواد په ابادۍ کې دخپلې برخې کردار و لوبوي او د لوړو زده کړو زمينه ورته برابر کړی شي۔

افغان طالبانو د اګست په 15مه د افغانستان واک ترلاسه کړو او په اووم سپتمبر يې خپل لنډ مهاله حکومت اعلان کړو۔

طالبانو ژمنه کړې چې د بشري حقونو ساتنه به کوي، او ښځو ته به د تعلیم او کار کولو حق او اجازت وي چې په دې توګه د طالبانو حکومت وکړی شي د نړېوالې ورورولۍ برخه وګرځي۔

دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دستمپبر په 21مه ديوې خبري غونډې په مهال رسنيو ته ويلي وؤ چې د تعليم يا پوهنې وزارت هڅه کوي چې زر ترزره د جينکو د تعليم لپاره زمينه برابره کړي۔

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتو ژبې سندرغاړي هارون باچا سندره
please wait

No media source currently available

0:00 0:07:28 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:50 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG