لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو سره د امریکې او یورپي استازو تر لیدو مخکې یورپي اتحاد وایي حکومت یې نه پېژني


واشنګټن ـــ د طالبانو پلاوي د قطر د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره لیدلي او پر دوه اړخیزو سیاسي او د افغانستان د اقتصادي او بشري حالت په اړه یې خبرې کړې دي. بل لور ته یورپي اتحاد ویلي د طالبانو حکومت به په رسمیت ونه پېژني.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر لیکلي چې د امیرخان متقي په مشرۍ اعلی پلاوي د شنبې- خالي په ورځ د قطر د بهرنیو چارو له وزیر ته ویلي، چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او د ښې حکومتولۍ او تعلیم په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي:

" په ليدنه کې په دوه اړخيز روابطو، په افغانستان کې [پر] امنيت، تعليمي او بشري وضعیت او نور علاقې وړ موضوعاتو خبرې وشوې".

ټاکل شوې وه چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د شنبې- خالي په ورځ ناوخته د افغانستان لپاره د امریکې له ځانګړي استازي ټامس ویسټ سره هم لیدلي وای او ځینې سرچینې وایي دا خبرې به نن د یکشنبې- اتوار په ورځ پیلېږي، خو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

امریکایي چارواکو ویلي له طالبانو سره به د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، له افغانستانه د امریکایي وګړو او افغان مرسته کوونکو د را ایستلو، د بشري مرستو او د افغانستان د اقتصادي حالت په اړه خبرې کوي. طالبان وایي له امریکایي چارواکو سره به د افغانستان د کنګل شویو پیسې پر ازادولو هم ږغېږي.

امیرخان متقي‌ او پلاوي یې وړمه ورځ هم د قطر له نورو چارواکو سره لیدلي او وایي د دې هېواد چارواکو ورته ویلي چې "دوی به د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ وي او راتلونکي وخت کي به مرستي وکړي"، خو دا یې نه دي ویلي چې قطر به د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

بل لور ته په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره تر لیدو مخکې یورپي ټولنې ویلي چې د طالبانو حکومت به په رسمیت ونه پېژني. د یورپي کمیشن مشرې اورسولا وونډیرلین ویلي غواړي په افغانستان کې د اقتصادي‌ او ټولنیز ناورین مخه ونیسي:

"یورپي اتحاد نوی حکومت نه پېژني چې د تشدد له لارې راغلی، خو موږ غواړو په دې هېواد کې د را نیژدې کېدونکې اقتصادي او ټولنیزې تباهۍ مخه ونیسو، موږ غواړو د افغانستان له خلکو سره ودرېږو".

د یورپي کمیشن مشره وایي تېره میاشت یې د یو ارب يورو مرستې اعلان وکړ چې درې سوه میلینه پکې بشري مرستو ته ځانګړې شوې وې، وایي یورپي ټولنه به د سیمې له هېوادونو سره په ګډه کار ته دوام ورکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم پخپل یو بیان کې ویلي، پلاوي یې د طالبانو له پلاوي سره د ترهګرۍ په ضد مبارزې، د بشري حقونو او بشري مرستو په برخه کې د هڅو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د خپل حکومت په درې میاشتنۍ موده کې له اعلی پلاویو سره تر اوسه ترکي، پاکستان او قطر ته رسمي سفرونه کړي خو تر اوسه یې حکومت د دغو هېوادونو په ګډون د نړۍ هیڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG