لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو وزیراعظم: امارت له خلکو سره د رزق وعده نه ده کړې


واشنګټن ـــ د طالبانو د حکومت وزیراعظم مولوي محمد حسن اخوند د خپلې واکمنۍ په شاوخوا درې میاشتنې موده کې په لومړي ځل ولس ته وینا کړې او ویلي یې دي حکومت به یې د ګاونډیانو په ګډون د نړۍ په هیڅ هېواد کې لاسوهنه ونه کړي. نوموړي ویلي که امریکا د افغانستان کنګل کړې پیسې ازادې کړي نو د هېواد اقتصادي ستونځې به یې حل شي.

که څه هم د طالبانو وزیراعظم یا مشر وزیر مولوي محمد حسن اخوند د خپل واک په څه باندې دوه نیمو میاشتو کې د بېلابېلو غونډو په وېډیوګانو کې لیدل شوی، خو پرون یې ولس ته خپله لومړنۍ وینا د وېډیو پر ځای په ږغ کې خپره شوه.

مولوي حسن په دغه وینا کې- چې د افغانستان سرکاري ټیلیویژن خپره کړې- د ښځو د حقونو، د طالبانو او تېر حکومت، له نورو هېوادونو سره د اړیکو او په امریکا کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو وزیراعظم د نړیوالو دې خبرې ته په اشارې چې ټولګډ حکومت دې جوړ کړي او ښځو ته دې خپل بشري حقونه ورکړي- په ډاډ سره وویل، حکومت یې ښځو ته حقونه ورکړي او هغوی تر تېر حکومت خوندي دي:

"اوس هم د ښځو تعلیم تر ډېره حده روان دی، امید شته نور به هم د تعلیم زمینه د اسلام په چوکاټ کې برابره شي، ښځې په امن کې دي امن به د دوی مهم وي، امید شته په دا نورو حقونو کې چې څه کمزورۍ دي‌ هغه به هم ورکړل شي".

د امریکې او طالبانو تر منځ د قطر په تړون کې ویل شوي چې طالبان به د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي. د طالبانو د حکومت وزیراعظم هم دا خبره تکرار کړه او ویې ویل په هیڅ هېواد کې به نه سیاسي او نه پوځي مداخله وکړي:

"هر چاته اطمینان ورکوو، موږ هیڅ دا پالیسي نه لرو چې د بل چا- که ګاونډیان دي‌ که نور مملکتونه دي- په امورو کې مداخله وکړو، موږ نه غواړو چاته مشکل پېښ کړو یا ورته بدامني راولو".

ملا محمد حسن اخوند د افغانستان د روان بشري او اقتصادي بحران، له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو او د خپل حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه څه ونه ویل او نه یې دا وویل چې حکومت یې څه اقتصادي پالیسۍ او خلکو ته د کار او روزګار په اړه څه پلانونه لري، ده وویل چې طالبانو له خلکو سره د رزق وعده نه ده کړې:

"دا کاختي چې په دې ملک کې موجوده ده دا له امارته سره راغله او که مخکې موجود وو، د رزق وعده خو امارت له تاسې سره نه ده کړې، د رزق وعده خو پروردګارِ عالم له خپل مخلوق سره کړې ده".

د طالبانو مشر وزیر د اشرف غني پر تېر حکومت کلکې نیوکې کړې او په افغانستان کې د خلکو د ژوند د خرابو حالاتو،‌ غربت او بې روزګارۍ ذمه وار یې وباله. که څه هم اشرف غني له هېواده د پیسو د وړلو تورونه رد کړي، خو مولوي محمد حسن اخوند هم پر هغه د بډو رشوتونو او له هېواده د پیسو د وړلو تور پورې کړ.

د طالبانو د حکومت مشر وویل یو اقتصادي کمیشن یې جوړ کړی چې د افغانستان بېنکونه له اقتصادي ستونځو را وباسي، وایي په دې برخه کې له کورنیو او بهرنیو کارپوهانو سره په اړیکو کې دي چې خپلې دا ستونځې حل کړي.

د طالبانو د حکومت مشر په داسې وخت کې ولس ته خپله لومړۍ وینا وکړه چې حکومت یې لا هم د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او د افغانستان شاوخوا نهه نیم اربه ډالر امریکې پخپلو بېنکونو کې کنګل کړې دي، چې له کبله یې افغانستان له اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی.

ملا حسن اخند د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو غوښتنه وکړه او ویې ویل که دغه شتمني د دوی حکومت ته ورکړل شي، باور لري هغه ستونځې به ټولې حل شي چې افغان ولس ورسره مخ دی.

مولوي محمد حسن د کندهار اوسېدونکی دی او د طالبانو د تحریک له جوړوونکو څخه دی چې د طالبانو په تېر حکومت کې هم د کندهار والي، د بهرنیو چارو وزیر او پر نورو حکومتي چوکیو پاته شوی دی او ویل کېږي چې په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو د کوټې شورا په مشرانو کې وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG