لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسيايي مشرانو د افغانستان سره د مرستو ژمنه کړې


د څو اسيايي هېوادونو مشرانو اتوار/يکشنبې په ورځ په ترکي کې د اړيکو سېوا کولو او افغانستان سره د مرستو کولو په خبره ټینګار او ژمنه کړې ده.

دغه لس هېوادونه چې د اقتصادي همکارۍ په تنظیم کې شامل دي، پکې ترکي، پاکستان، ايران، افغانستان او شپږ د پخواني سويت يونين غړي هېوادونه دي.

په 28 نومبر ترسره شوې غونډه کې د اقتصاد او په سيمه کې د تجارتي کوریډور په وړاندې د خنډانو لرې کولو په خبره زور راوړی شوی دی. د هېوادونو مشرانو په افغانستان کې په روانو حالاتو اندېښنه څرګنده کړې او د دغه هېواد د مرستو ژمنه يې کړې ده.

غونډې ته په وېنا کې د پاکستان صدر عارف علوي په افغانستان کې د اقتصادي او مالي مشکلاتو خبره کړې او ويلي يې دي اسلامۍ نړۍ بايد د افغانستان د خراب اقتصاد د ښه کېدو هڅې وکړي، کوم څه چې د ګډوډۍ او جګرو سبب کېدی شي.

هغه وویل، د سيمې هېوادونه بايد د افغانستان د اقتصاد د بيا بحالۍ، د صحت او تعلیمي نظام سره د بشري مرستو دپاره فوري ګامونه پورته کړي.

علوي زياته کړې د افغانستان ثبات به د ګېس پايپ، رېلوی پټلۍ او توانايۍ په پروژو کې د سيمې هېوادونه د يو بل سره ونښلوي.

د ترکمانستان صدر قربانقلي بيردي محمدوف وويل، دغه پروژې به د افغانستان او ګاونډي هېوادونو په ګټه وګرځي.

د ترکي صدر رجب طيب اردغان د افغانستان د اقتصاد د بيا جوړولو په خبره ټینګار وکړو او وې ويل د افغانستان خراب اقتصادي وضعيت په غټه کچه کډوالي رامنځته کولی شي د کوم اغېزې به چې په ټوله سيمه وي.

هغه وويل د ترکي بشري مرستندويه ډلو د افغان ولس د مرستو دپاره ګامونه پورته کړي دي.

د ايران صدر ابراهيم ريسي هم د افغانستان سره د خوراک، تيلو او اقتصادي مرستو غږ کړی دی.

د غونډې په څنډه کې د ازربايجان، ايران او ترکمانستان ترمنځ يو تړون لاسليک شوی چې د ترکمانستان څخه ايران او ازربايجان ته ګېس رسولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG