لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا نوی ډول "اومي کرون" به پاکستان ته هم راځي، اسدعمر


د پاکستان مرکزي وزير او د کرونا وبا کتو دپاره جوړې مرکزي کمېټۍ (اېن سي او سي) مشر اسدعمر وايي "د کرونا وايرس نوی ډول (اومي کرون) به پاکستان ته هم راځي څنګه چې په نوره نړۍ کې خور شوی دی، او زمونږ سره د دوه نه درې پورې اوونۍ دي چې مونږ پکې زیات نه زيات ويکسين ولګوو او د وايرس د دې ډول د خطرې مخنيوی وکړو".

د صحت په چارو کې د وزیراعظم مرستیال ډاکټر فېصل سلطان سره نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (29 نومبر) اسدعمر وويل د ابادۍ هغه برخه چې د کرونا نه ورته ډېره خطره وي، هلته به د بوسټر ويکسين پروګرام پېل کولی شي.

هغه وويل ويکسينېشن د دې وايرس نه د وتلو يواځېني لاره ده.

د نوموړي په وېنا په ډېر اغېزمنو علاقو کې د ټېسټ يا معاينو عمل سېوا کوو، ځکه چې په ځينو ځايونو کې د ټېسټونو کېدو کچه کمه کړی شوې وه.

هغه وويل هغه کسان چې د بهر هېوادنو نه راځي، په هغو بندېزونه لګول شوي دي.

اسد عمر زیاته کړه نور ګامونه اخلو او د نوي ډول د مخنيوي يواځينۍ لاره ويکسين کول دي، د کرونا نوی ډول به په ټوله نړۍ کې خوريږي ځکه چې وړاندې هم د کرونا وايرس نوي ډولونه يا په نوي شکل کې دا وايرس خواره شوي دي.

نوموړي وويل، د کرونا د نوي ډول د مخنیوي دپاره لومړی ګام ويکسين کول دي. ځکه چې دا ډېر خطرناک وايرس دي، خو ويکسين بيا هم زمونږ دپاره موثره ګرځېدی شي د دې په دفاع کې. او هغه درې کروړه پاکستانيان چې د ويکسين لومړی ډوز يې لګولی نن دې دوېم ډوز ولګوي، چې ځان او نور بچ کړو.

د صحت په چارو کې د وزیراعظم مرستيال ډاکټر فېصل سلطان وویل، د کرونا وايرس زور په هغو هېوادونو کې زيات ليدل کيږي چرته چې ويکسين يا نه دي لګول شوي يا کم لګول شوي دي.

د کرونا وايرس د نوي ډول په اړه هغه وويل، دا نوی ډول د تير په پرتله ډېر په چټکتيا سره خوريږي، د دې نه خطره هم دا ده چې کوم وايرس په چټکتیا سره خوريږي هغه په تيزۍ سره اغېزې کوي.

هغه زياته کړه، د دې وايرس ځينې نمونې داسې ښکاري چې په ساخت کې يې دي هغه ډېرې خطرناکې دي.

فېصل سلطان وويل د بهر هېوادونو نه د خلکو راتګ ودرول ناممکنه کار دی ځکه ويکسين ډېر ضروري دي، دا وايرس به خامخا پاکستان ته راځي خو لا د دوی سره يو څه وخت شته چې ويکسين ولګول شي.

هغه دا هم وويل چې د کرونا د مخنيوي يا ځان او بل ژغورنې دپاره د فاصلې ساتلو، ماسک اچولو او ګڼې ګوڼې نه جوړولو سره نور احتياطي تدابير به په خپل ځای وي.

د کرونا نوی ډول

د صحت نړېوال تنظیم (ډبلیو اېچ او) ويلي، د کروناوایرس د خورېدو مخنیوي دپاره لا زیاتو کوششونو ته ضرورت شته. بل اړخ ته ساینسپوهان په دې هڅه کې دي چې د جنوبي افریقې نه راخورشوې د کروناوایرس نوي ډول اومی کرون وېریانټ – خطرې مالومې کړي.

په افریقې کې د یوې خوا که د کرونا د لګول شویو وېکسینونو کچه ټیټه ده، د بلې خوا خلک د تحفظي ګامونو نه په تنګ راغلي، او دا دوه وجې دي چې خلک په افریقې کې د زیاتې خطرې سره مخ دي.

ماهرین وایي، دا د حیرانۍ خبره نده چې افریقې کې د کروناوایرس نوی قسم پیدا شوی دی.

د جنوبي افریقې ساینس پوهانو د کروناوایرس نوې قسم – اومی کرون وېریانټ- تېره هفته ومونده. اوس په دې تحقیق روان دی چې مالومه شي دا نوی قسم څومره په تېزۍ خورېدلی شي او د وېکسین په مقابله کې څومره توان لري.

که څه هم تر اوسه دې پوښتنو ته کره ځوابونه ندي پیدا شوي، مګر برطانیې، امریکا، او یورپي اتحاد د نوي قسم وایرس پیدا کېدو ته په غبرګون کې، د جنوبي افريقې نه راتلونکو مسافرو باندې بندیزونه لګولي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG