لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:نړیوال بانک دافغانستان دکنګل پیسو دیوې برخې په خلاصولو غور کوي


نړیوال خبري اژانس ای ايف پي خپل يو پورټ کي ويلي دي چې نړیوال بينک د افغانستان د تړل شویو پيسو د یوې برخې يعنې پینځوؤ سوؤ میلينو امريکایي ډالرو د خلاصولو په پلان غور شورو کړی دی۔

سر چيني وایي دغه پيسې به افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو خيريه ادارو دپروګرامونو د ملاتړ دپاره خلاصولی شي.

خو څيړونکي وایي يو خو دغه پینځه سوه میلينه ډالر د افغانستان څلور کروړه ابادۍ دپاره د نشت برابر دي ځکه چې د هيواد د نيمایي نه زیاته ابادي د خوراک کمي سره مخ ده او بل لا دي پيسو خلاصولو کې ډيرې ستونزې شتون لري،

څېړونکي دپیسو په خلاصیدو کې سترې ستونزې دا ښایي چې امريکې لا دکابل حکومت په رسميت نه دی منلی او بل په طالبانو دا تور دی چې حکومت کې یې هغه کسان شامل کړي دي چې د امريکا حکومت ته مطلوب دي.

د پيښور پوهتون د جرنلزم دڅانګې استاد پروفيسر سيد عرفان اشرف وایي نړیوال بينک چې افغانستان ته په بنيادي توګه د خوراکي توکو کمي دپاره دکومو پینځه سوو میليونه ډالرو خلاصولو کار شورو کړی، دې کې لویې خنډان شتون لري.

هغه وایي د افغانستان روانو حالاتو کې د امريکې حکومت د طالبانو په حکومت باور نه شي کولی.

‘‘دا فنډ به افغانستان کې څه ډول تقسيمولی شي اولس ته به د کوم طريقه کار لاندې رسولی شي ځکه چې په موجوده وخت کې خو د متحده قامونو په افغانستان کې داسې مظبوط نيټ ورک نشته چې د هغې د لاري خلکو ته مرستي و رسي او بله دا چې ددې پيسو دمانيټرينګ يعنې څارني به څه طريقه کار وي؟‘‘

وي او ای ډيوه سره خبرو کې سيد عرفان اشرف وویل يو لوري ته هغه هيله مند هم دی چې که چيرته يو وارې دا پنځه میليونه ډالر په سمه توګه مصرف شي نو دا به د افغانستان په راتلونکي ډېر مثبت اغېز ولري او د نورو مرستو راتلو لار به ورته هواره شي۔

دامریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددې پیسو د لګښت د څرنګوالي په هکله د نړیوال بانک او نورو مرستندویه هیوادونو سره کار کوي۔

نړیوال بينک په داسې حال کې ددې بودیجې په خلاصون غور کوي چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان په راراون ژمي کې د خوراکي مواد د کمښت سره مخ دي.

دافغانستان په چارو ژور نظر لرونکی خبريال رفعت الله اورکزئ وایي افغانستان کې په لاندي کچه چې کومي غير دولتي د خيرښيګړې اداري وې هغه د امنیتي حالاتو له کبله هلته نه وتلې دي نو دا به لویې ازمیښت وي چې دغه پيسې به څه ډول په لاندې کچه په ازغيزمنو خلکو مصرف شي

‘‘ يو خو د افغانستان حکومت په رسمي توګه د نړۍ هيوادونو منلی نه دی نو دا فنډونه به افغانستان ته څنګه راځي او که د متحده قامونو د لاري را هم شي نو بيا به لويه ستونزه دا وي چې هلته په لاندي کچه غير دولتي اداري نشته ‘‘

نوموړی ډیوه ته زياتوي چې د افغانستان اولس د يو لویې ناورين سره مخ دی او د ژمني موسم سختيدو سره به ستونزي لا نوري سيوا کيږي.

په افغانستان کي د څو کالونو راهسې پرله پسي خشک سالۍ له امله خلک د خوراک کموت سره مخ دي او په پنځلسم اګست د طالبانو د راتګ وروسته د عام اولس د خوراک ستونزې نورې هم څو چنده سيوا شويدي،

د امريکي د افغانستان د مرکزي بينک شاوخوا نهه نيم بلين ډالر بهرنۍ شتمنۍ کنګل کړي دي.

د کنګل شویو پیسو د خلاصون په هکله دا خبرې په داسې مهال کیږي چې په دوحه کې د طالبانو استازي د اروپایي اتحادیې او متحده ایالاتو سره په خبرو بوخت دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG