لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:دطالبانو خپلسره وژنې به دوئ نه دنړۍ غوښتنې نورې هم سختې کړي


دبشري حقونو دڅار دادارې لخوا دطالبانو په حکومت دعامې بخښنې باوجود د۱۰۰نه د زیاتو پولیسو اؤ استخباراتي مامورینو د وژنې دتور لګول کیدو وروسته څېړونکي وایي دا به دطالبانو په وړاندې دنړۍ غوښتنې نورې هم سختې کړي.

په نیويارک کې د بشري حقونو د څار اداره وايي چې په 15م اګست دافغانستان واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو دعامې بخښنې باوجود د هېواد په څلورو ولايتونو کې د سلو نه زيات پوليس او د استخباراتي ادارو کاروکونکي وژلي او يا يې په زروه بېدرکه کړي‌ دي۔

خو دافغان طالبانو مرستيال وياند بلال کريمي دغه رپورټ رد کړی او وی ای ډيوه ته يې ويلي چې د طالبانو لخوا د پخواني حکومت کارمندانو سره هیڅ رقم زور زياتی نه دی شوی.

طالبان وایي د دوئ د واکمنۍ نه راپدیخوا چې کوم خلک په جرمونو کې ککړ موندل شوي نو هغوئ محکمو ته وړاندې کړل شوي دي۔

په پاکستان کي څېړونکي وايي چې داسې ډول راپورونو رامنځته کېدو سره به نړۍ د طالبانو حکومت په رسمیت دپیژندلو پرځائ پخپلو خبرو او غوښتنو کې نوره هم سختي راولي۔

څېړونکي نظر لري چې د رسميت ترلاسه کولو لپاره بايد طالبان د بشري حقونو خوندي کولو ترڅنګ د يو ټول شموله حکومت بنسټ کېږدي۔

د بشري حقونو د څار تنظيم د افغانستان په غزني، کندوز ،کندهار او هلمند ولايتونو کې د 100 نه سېوا تنانو د وژل کېدو په اړه معلومات راټول کړي دي۔

په دې اړه تنظيم په خپل رپورټ کې ويلي چې د طالبانو د واک لاندې په افغانستان کې سزا ګانې او بې درکه کول"،چې پکې د ملي اردو د47 عسکرو، پوليسو، استخباراتي مامورینو او ملېشا عسکرو وژل او ورکول شامل دي په ريکارډ راغلي دي۔

د رپوټ تر مخه دغه چارواکي د 15م اګست نه تر د اکتوبر 31مې نېټې پورې طالبانو ته تسليم شوي وو يا طالبانو نيولي وو۔

د رپورټ په حلقه د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وایي چې دداسې ډول راپورونو مخې ته راتلو سره به نه يوازې د طالبانو دحکومت په رسمې ډول پېژندل ګران شي بلکې د نړۍ په غوښتونو او د طالبانو سره په خبرو کې به هم سختي راشي۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل طالبانو څخه په غوښتونو کې يو د انساني حقونو خوندي کول هم شامل دي او ددې رپورټ يوازې د انساني حقونو سره تعلق نه دی بلکې سياسي اړخ يې هم ډېر مضبوط دی.

نوموړی وایي هغه خلک چې طالبان د خپلې نظريي خلاف ګڼي نو هغه يې په نخښه کړي که هغه د سياستمدارانو په شکل کې دي اؤ که د پخوانیو امنیتي ادرو سره يې کار کړی دی .

"رپورټ د هغې حوالې سره کافي اهم دی، او دا به دطالبانو سره سره په يورپ او امريکا هم ډېر فشار پېدا کوي چې تاسو خو طالبانو سره په نرمه خبرې کولې اوس به د طالبانو سره ډېرې سختې خبرې کوئ"

د طالبانو مشرانو تسليم شوي افغان عسکرو ته امر کړی چې د خپلې دفاع په خاطر دې ځانونه د طالبانو سره رجسټر کړي، خو رپوټ وايي‌ ځايي طالب کمانډرانو ددغې عمل په وخت يو شمېر پخواني افغان عسکر او پوليس يا خو وژلي او يا يې په زوره ورک کړي دي۔

د طالبانو مرستيال ویاند بلال کريمي دغه رېورټ رد کړی او وي او ای ډيوه ته يې ويلي د طالبانو لخوا چې د عامي معافۍ کوم اعلان شوی نو په هغې پوره پوره عمل کېږي او کوم يو تن سره د دوئ لخوا زياتی نه دې شوی۔

"زه دا راپور جدي ردوم، اسلامي امارت چې دعمومي بخښنې يا معافۍ فرمان صادر کړو د هغې وروسته مجاهدينو له ټولو هغه کسانو سره چې په تېره اداره کې يې کار کولو د هغوئ سره احتياط کړی او هغوئ ته يې کوم زيان نه دی رسولی،

هغه وایي البته په ځينو استثنايي مواردو کې که چا شخصي انتقام جوي کړې وي يا یې د اسلامي امارت دمجاهدينو په نوم بده استفاده کړې وي او چاته يې زيان رسولی وي نو هغه موضوعات پائ ته رسول شوي دي او هغوئ تر تعقیب لاندې دي،

دبلال کریمي په وینا "ځيني داسې کسان هم وؤ چې په تېره اداره کې یې کار کړی ؤ او اوس بيا د وسلو په قاچاق کي يا نورو ناوړه اعمالو باندې نيولی شوي دي نو هغوی محکمو ته سپارلی شوي دي او د هغوی دوسيي د څېړنو لاندې دي"

د پېښور پوهنتون د جېڼډر سټډيز څانګې پروفېسر ډاکټر درويش اپريدی وي او ای ډيوه ته وايي په داسې حال کې چې طالبان ګنې چې يوازې دوئ د افغانستان واکمن دي نو بيا د عام ولس خونديتوب هم د دوئ مسوليت دی۔

"چې طالب دا دعوه لري چې زما سل په سله افغانستان باندې کنټرول دی او زه حاکميت لرمه نو بيا د طالب د حاکميت لاندې ځيني داسې کارونه کېږي او بل څوک يې کوي نو دا هم د ده مسوليت جوړېږي چې د هغه خلکو مخه ونيسي او هغه په ډاګه کړي چې دغه خلک دي او دغه کارونه يې کولو او بيا محاکمه شي"

ښاغلی اپریدی وایي که طالبان داسې نه شي کولی نو بيا به خلک دا وايي چې دا طالب رژيم په خپله دا کارونه کوي.

د بشري حقونو د څار رپورټ کې دا هم ويلي شوي چې طالبانو په ننګرهار ولايت کې هغه افغانان په هدف کړي دي چې د داعش خراسان ډلې سره په مرستو تورن وو.‌

ملګري ملتونه وايي‌ طالبان د عدالت نه پرته سزا ګانې ورکوي او خلک وژني خو وايي‌ زياتره سزاګانې په فرقه ايزه يا د قبيلې په بنسټ ورکړل شوي۔

بلخوا بلال کريمي وايي داعش خراسان سره تورن کوم تنان چې نيولی شوي نو په محکمو کې د جرمونو ثابتېدو وروسته ورته سزا اورول شوي او دا چې دغې ډلې سره په مرستو تورن کوم بې ګناه تن ته سزا نه ده ورکړل شوې۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG