لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې او طالبانو لیدنه: طالبان وایي د کنګل پیسو د ازادېدو او تور نوملړ ختمېدو غوښتنه یې کړې


واشنګټن ـــ د قطر په پایتخت دوحه کې د امریکې او طالبانو د استازو تر منځ دوه ورځنۍ خبرې نن ختمې شوې دي، چې پکې طالبانو د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادېدو غوښتنه کړې خو د امریکایي لوري نظر لا مخې ته نه دی راغلی.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت عبدالقهار بلخي وایي د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي او د افغانستان لپاره د امریکې د ځانګړي استازي ټامس ویسټ په مشرۍ د دواړو هېوادونو اعلی پلاویو پر ګډو مسایلو تفصیلي خبرې کړې دي.

عبدالقهار بلخي د نهې- سه شنبې په ماښام پر ټویټر لیکلي، دواړو اړخونو پر سیاسي، اقتصادي، بشري، روغتیایي، تعلیمي او امنیتي مسایلو بحثونه کړي او د امریکې له خوا افغانستان ته د اړتیا وړ شیانو او نغدو مرستو په رسولو کې پر اسانتیا برابرولو ږغېدلي دي:

"د افغانستان پلاوي د امنيت ډاډ ورکړ، غوښتنه يې وکړه چې د افغانستان کنګل شوې پيسې بايد بې له قيد او شرط خلاصې شي، تور لیسټونه او بنديزونه ختم او بشري موضوعات له سياسي موضوعاتو بیل شي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت تر اوس له طالبانو سره د لیدنو په اړه تازه معلومات نه دي خپاره کړې خو تېره ورځ یې په یو بیان کې ویلي امریکا په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې خپلو لومړیتوبونو ته ورسېږي.

د وزارت مرستیالې ویاندې جالینا پورټر د نومبر پر 29مه د خبریالانو پوښتنې ته په جواب کې وویل له ترهګرۍ سره مبارزه، بشري حقونو ته درناوی او په خوندي توګه د امریکايي او د هغوی د افغان متحدینو را وتل هغه کارونه دي چې امریکې یې د کولو ژمنه ده:

"د دغو غونډو هدف له طالبانو سره د روښانه خبرو له لارې په افغانستان کې د امریکې د ګټو د تر لاسه کولو په برخه کې پرمختګ دی."

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي په تېرو دوو ورځو کې د امریکې او طالبانو په پلاویو کې مسلکي او تکنیکي ګروپونو د موضوعاتو په برخه کې د ښه پرمختګ لپاره جلا جلا غونډې هم کړې دي:

"مجالس په ټوله کې مثبت وو او طرفيونو هوکړه وکړه چي په راتلونکي کې به هم دا ډول ناستو ته دوام ورکوي".

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د یو اعلی پلاوي په مشرۍ د نومبر پر 25مه تللی او هلته یې د قطر او امریکایي چارواکو په ګډون د یورپي اتحاد له چارواکو سره هم لیدلي او پر بېلابېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د نړۍ هیڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی. د یورپي کمېشن مشرې اورسولا وونډرلین تېره اوونۍ ویلي وو، د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو په افغانستان کې د اقتصادي‌ او ټولنیز ناورین د مخنیوي هڅې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG