لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان په معامله خبرو لپاره دپاکستان امنیتي سلاکار مسکو ته رسیدلی


دپاکستان دقامي سلامتیا سلاکار ډاکټر معید یوسف د روس چارواکو سره د سیمه ییزو مسایلو په ځانګړي توګه د افغانستان پر روانو حالاتو د خبرو د پاره په دوه ورځنې سفر ماسکو ته رسیدلی دی.

معید یوسف روسیې ته خپل داسفر ددغه هیواد د ملي امنیت د سلاکار نیکولای پاتروشیف په بلنه کړی دی.

د روان کال د اګست په ۱۵ نیټه دطالبانو لخوا د افغانستان د واک ترلاسه کولو وروسته دپاکستان دلوړ پورو چارواکو له لوري د ګاونډې هیوادونو او امریکایي چارواکو سره د خبرو لړۍ روانه ده.

څېړونکي وایي پاکستان که څه هم د طالبانو حکومت په څرګنده په رسمیت نه دی منلی خو هڅې کوي چې دنړۍ له اړخه د طالبانو حکومت په رسمیت ومنل شي.

پخوانی سفارت کار اصف درانې وي او ای ډيوه سره خبرو کې وایي روس هم دافغانستان په وضعیت هغه اندیښنې لري چې ټوله نړې یې لري.

هغه وایي دګاونډیو هیوادونو تر منځ دغه رقم خبرې څرګندوي چې ګاونډي هیوادونه د افغانستان په اړه په یو فکر سلا شي-

پاکستان او روس څو ځله د امریکا څخه غوښتنه کړې چې بشری ناورین څخه دافغانستان ژغورلو لپاره باید دافغانستان کنګل کړل شوې د د ۹.۵ اربو ډالرو اثاثې بیرته خلاصې کړل شي خو د امریکا په شمول نړۍ غواړي چې طالبان افغانستان کې خلکو ته بشرې حقونه ورکړي، دلږکیو دلږکیو حقونو اؤ ازادیو ته غاړه کښیږدي او د ښځو د تعلیم په اړه خپلې ژمنې تر سره کړي.

دافغانستان په اړه دپاکستان او روس نظرونه یو بل ته ورته دي ځکه چې دواړه هیوادونه د طالبانو د حکومت سره د خبرو اترو غوښتونکې هم دي.

په دې اړه د نړیوالو چارو پوهه ډاکټر سرفراز خان ډیوه سره خبرو کې وایي، پاکستان غواړې طالبان چې څه رنګه دې دوئ سره مرسته وکړی شي.

هغه وایي روس تر اوسه دطالبانو حکومت نه دی تسلیم کړی اؤ که چرې تسلیموي یې نو دا به هغه وخت وي چې طالبان ټولشموله حکومت جوړ کړي.

د ډاکټر سرفراز په وینا روس به دا باور هم غواړي چې دتندروه ډلو مخه ونیول شي.

پاکستان خپل وطن کې هم د ترهګرې اوتندروۍ هغه شان مخالف نه دی ، د تحریک طالبانو سره خبرې کوې،خو روس بیا داسې چرې هم نه کوي.

د تیر نومبر د میاشتې په ۱۲مه نیټه په پاکستان کې ترسره شوې د امریکا، روس، چین او پاکستان ټرایکا پلس غونډه کې هم پر طالبانو دیو ټول شموله حکومت جوړولو ترڅنګ، بشري حقونو ته د درناوي او دترهګرو ډلو دمخې نیولو غږ شوی ؤ .

دغه غونډه کې دبشري ناورین څخه دافغانستان دژغورلو لپاره پر نړۍ دغه جګړه ځپلي هیواد سره د بشري مرستو غږ شوی ؤ.

طالبان که څه هم دعوې لري چې د افغانستان د واک ترلاسه کولو وروسته یې په لومړۍ ورځ د عامې بخښنې اعلان کړی ؤ خو د بشري حقونو دنړیوال سازمان هیومن رائټس واچ په یو وروستي رپورټ کې تور لګول شوی چې طالبانو هغه یوشمیر پخواني امنیتي مامورین وژلي یا بې درکه کړي چې طالبانو ته تسلیم شوي وؤ.

دطالبان مرستیال ویاند ډیوه سره خبرو کې دا تورونه په سخته رد کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG