لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېټو په افغانستان کې په خپل کم رفتاره تللي مشن بحث کړی


ريګا ليټويا - د افغانستان نه د امريکا په مشرۍ د نېټو ځواکونو په بد حال کې د وتلو درې مياشتې وروستو د اتحادي ملکونو خارجه وزيرانو د شورو- چهارشنبې په ورځ ناسته کړې چې په تادۍ کې جوړ کړل شوی هغه رپورټ وسنجوي دوی په اتلس کاله کې د جنګ ځپلي هېواد او هلته د خپل شته والي نه څه سبق اخیستی.

نېټو په کال 2003 کې په افغانستان کې د انټرنېشنل سيکيورټي اسېسټنس فورس مشري شروع کړه چې امريکا او ملګرو يې د طالبانو چې د القاعده مشر اوسامه بن لادن يې ساتلی وو د واک نه ويستلو د پاره نزدې دوه کاله وړاندې افغانستان ته ورننوتلي وو.

اوسامه په کال 2011 کې په پاکستان کې ووژل شو.

د اسوسیېټیډ پریس د خبر له مخې د نېټو شته والي د افغان پوځ په جوړولو کې مرسته وکړه او ويل کيږي 300,000 مضبوط ځواک يې و روزل شو خو د اداري فساد حد دا وو چې د ځواک پوره شمېر معلوم هم نه وو چې څومره دی.

که شمېر او کچه يې هر څومره وه خو دغه ځواک د طالبانو په مقاومت کې په ورځو کې غيب شو.

د اګست په وروستیو کې چې امريکا د ولسمشر بايډن د وينا سره سم چې امريکايي ځواکونه د افغانستان نه وځي د 100,000 نه زيات خلک په د وتلو په اخري ورځو کې وويستل او په زرګونو نور د طالبانو لخوا د غير يقيني راتلونکي سره مخ شول.

د نېټو سيکريټري جنرل ین سټولټنبرګ د غونډې نه وړاندې ويلي وو چې د امنيت د عملياتو په تول تلونکی مِشن د يو غريب ملک په بيا رغونه کې بوخت شو او د حالاتو ښکار شو.

سټولټنبرګ وايي “نېټو افغانستان ته د دې د پاره لاړه چې د ترهګرۍ مخه ونيسي چې بيا په مونږ حمله ونه کړي خو دا دې ومنو چې د کلونو راهیسې نړيوالې ټولنې يو بل معيار ايښی او هغه د بنيادي مقصد چې د ترهګرۍ خلاف جنګ وو د هغې نه اخوا لاړو او په دغه اړه مونږ څه ونه کړل شوو”.

د براون پوهنتون د شمېرو د مخه يواځې امريکا په دې جنګ کې 2.3 ټريلين ډالره خرڅ او د انساني زيان شمېر يې دا دی چې 2324 پوځيان يې وژل شوي چې د اتحاديانو د 1144 مړو نه علاوه دي. نېټو په پوځي عملياتو کې د وژل شوو پوځيانو ريکارډ نه ساتي.

دا شمېر بيا د افغانانو د وژنې زيات دی چې 46,000 عام وګړي او نزدې 69,000 د پوځي ځواکونو پوځیانو پکې ژوند د لاسه ورکړی او د دې سره د مخالفينو د 52,000 نه ډېر وسله وال هم وژل شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG