لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال بانک دافغانستان دکنګل پیسو نه د280 میلیونه ډالرو په خلاصولو اماده شوی


رويټرز خبري اژانس ويلي چې نړيوال بانک په افغانستان کې د رامځته شوي بشري ناورين مخنيوي او د کمزوري اقتصاد سره دمرستې په هدف دغه هېواد ته د 280 میلیونو ډالرو کنګل شويو‌ پيسو په لیږدلو سره موافقه کړې ده۔

خبري آژانس په دې اړه د دوه باخبره سرچينو د خولې ليکلي چې د نړيوال بانک بورډ د دسمبر په ړومبۍ نېټه دوؤ مرستندويه ادارو ته ددغه پېسو د انتقال ملاتړ کړی دی۔

په افغانستان کې دبشري حقونو له پاره کار کوونکي د نړيوال بانک ددې ګام ستاینه کوي او وايي چې ددې پیسو نه به يو شمیر افغان وګړي دبداقتصادي وضعیت نه دځان ویستنې په لړ کې استفاده وکړي.

دبشري حقونو فعالین نظر لري چې دا پیسې باید په روڼ انده ډول وړ افغانانو ته دنغدو په شکل ورکړل شي او يا دې افغانستان کې دننه پرې د ضرورت سامانونه واخستل شي چې ګټه يې د افغانستان اقتصاد ته ورسيږي.

رويټرز خبري ادارې د سرچينو له خولې خپل رپورټ کې ويلي چي د خوراک نړيوال پروګرام او دماشومانو دملاتړ ادارې يونيسف ته به دغه پېسې د هغه 31 مرستندویه هیوادونو له اجازې وروسته ورکول کیږي کوم چي دنړيوال بانک دانتظام لاندې کار کوونکې دافغانستان دبیا ودانۍ (افغانستان ريکنسټرکشن ټرسټ)فنډ سره مرستې کوي.

سرچينو دا هم ويلي احتمال شته چې ددغو مرستندویه هیوادونو غونډه د جمعې په ورځ راجوړه شي.

په کابل کې مېشت د بشري حقونو فعال ميروېس عمرخېل وي او ای ډيوه ته وايي د نړيوال بانک ددغې پرېکړې سره به د يو شمېر افغانانو ستونزې تر ډېره حده کمې شي۔

هغه وايي بايد دغه پېسې دغېر دولتي ادارو دکارمندانو په لويو معاشونو او ددفترونو د لګښتونو پر ځائ د افغان ولس لپاره په روڼ انده توګه مصرف کړل شي.

دی وايي مخکې هم دغه مسله رامنځته شوې ده چې د بهرنیو هیوادونو څخه د افغان ولس لپاره راغلې پېسې به په روڼتیا سره نه کارول کیدې.

نوموړي زياته کړه" مهمه مسله د شفافيت ده چې دا پېسې په کوم ډول چاته او څه رنګه به ورکول کېږي، ايا په رښتيا به هم دا دخلکو لپاره وي يا به يوازې د هغه مسلو لپاره وي چې دوئ غواړي چې دسياسي فشار په توګه ترې استفاده وکړي"

خبري ادارې ليکلي چې د نړيوال بانک بورډ په غېر رسمي ډول د چهارشنبي په ورځ دملاقات پر مهال بحث کړی چې د افغانستان د بيا رغونې د پانګې 5۔1 بيلينو ډالرو څخه 500 ميلينه ډالره بشري مرسته کوونکو ادارو ته ورکړي،

په افغانستان کې مېشت ټولنيز فعال جاويد کريمي وي او ای ډيوه ته وايي بايد دغه پېسې يا خو نغدې خلکو ته ورکړل شي يا مرستندويه ادارې په دې پیسو باید د ضرورت شيان افغانستان کې واخلي چې ګته يې د افغانستان بانک ته ورسي او د هېواد اقتصادي وضيعت ورسره غوره شي.

دې وايي که دغه پېسې د يو قوي سروی وروسته وړ خلکو ته ورکړل شي نو دا به يو ښه ګام وي۔

" که خلکو ته نغدې پېسې ورکړل شي يا که نغدې نه ورکوي او په افغانستان کې خريداري وشي دا به ډېره ښه خبره وي، افغانستان چې دا وخت د ډالرو د کمي سره مخ دی نو دې سره به دا ستونزه څه حده پورې کمه شي او په بازار کې به د ډالرو ارزښت زيات شي او افغانۍ به ثبات پېدا کړي"

په 15 اګست د طالبانو لخوا د افغانستان د واک ترلاسه کولو وروسته امریکا په سمدستي توګه د افغانستان بانک څه دپاسه 9 اربه ډالرو شتمنۍ کنګل کړې وې چې څېړونکي وايي په افغان طالبانو د فشار د وسيلې په توګه یې کاروي۔

په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو کارپوهه استاز درمان وي او ای ډيوه ته وايي د پېسو دانتقال لپاره يا خو دطالبانو حکومت په رسمي ډول پېژندل دي او يا باید دغه پېسې د قطر په مرستې سره افغانستان ته منتقل کړل شي۔

" پېسي څنګه افغانستان ته انتقال شي زما په خيال يې تر ټولو ښه لاره متحد هېوادونه دي چې يو قطر هېواد دي او قطر دا وخت د افغانستان او امريکا په منځ کې د منځګړيتوب اساس لري نو کولی شي چې د قطر په واسطه دغه پېسې افغانستان ته انتقال کړي"

نوموړي زياته کړه بله لار يې هم شته او هغه دا ده چې په افغانستان کې کوم د کډوالو يا دخوراک نړيوال پروګرام فعاليت لري دوئ هم کولی شي چې د افغانستان د خلکو سره ددغې پېسو په اخستو کې د نړیوال بانک څخه مرسته وکړي۔

د خبري ادارې ترمخه په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د درې میاشتنۍ مودې راپدیخوا د هېواد 39 ميليونه وګړي د سختو اقتصادي ستونزو، د خوراک د کمي او د بې وزلۍ د زياتوالي سره مخ دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG