لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان اجازه ورکړې افغان ټرکونه به د هند نه افغانستان ته غنم او دوایانې وړي


د پاکستان حکومت اجازه ورکړې، چې د هند نه افغانستان ته کوم 50زره مېټرک ټنه غنم او درمل (دوایانې) لېږل کيږي، دغه غنم او درمل به افغان ټرکونه د هند سره د پاکستان د واهګه پولې نه د تورخم په لاره وړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزات په درېم دسمبر ويلي، دغه کار د پاکستان د هغو ژمنو څرګندونه کوي، چې د پاکستان حکومت په افغانستان کې په انساني بنیادونو بشري مرستو ته اسانتیاوې برابروي.

ويل شوي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه پرېکړه د هند د ناظم الامور سره شريکه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، پاکستان د هند په حکومت غږ کړی چې څومره زر ممکن وي، د افغانستان د بشري مرستو دپاره ګامونه پورته کړي او دغه مرستې ورسوي.

د ډان ورځپاڼې ترمخه د پاکستان حکومت دا پرېکړه په داسې حال کې کړې چې د افغانستان دپاره د يورپي يونين استازي تومس نيکلېسن په اسلام اباد او نوي ډهلي غږ کړی چې د هند نه افغانستان ته لېږونکو بشري مرستو مسله دې هواره کړي.

د هندوستان حکومت د اکتوبر په مياشت کې د افغانستان لپاره د 50 زره ټنه غنمو ورکولو اعلان کړی وو او د پاکستان څخه يې اجازه غوښتې وه، چې د غنمو لېږلو دپاره د واهګه په پوله اجازه ورکړی شي.

هند غوښتنه کړې وه چې د هند ټرکونه به دغه غنم د پاکستان د لارې افغانستان ته وړي، خو پاکستان د هند د ټرکونو غوښتنه نه وه منلې.

د نومبر په میاشت کې د پاکستان په سفر راغلي د افغان طالبانو د بهرنيو چارو وزیر امير خان متقي هم د پاکستان وزيراعظم عمران خان ته د دغو غنمو د پاکستان د لارې افغانستان ته د اړولو خواست کړی وو.

د پاکستان حکومت دا تازه اجازه په داسې حال کې ورکړې چې ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې نيمايي خلک د لوږې او خوراک د کمي سره مخامخ دي.

د خېر ښېګړې نړيوال تنظيمونه وايي چې د اقتصادي بندیزونو کړکېچ په ځپلي افغانستان کې په پراخه کچه کړاونه رامنځ ته کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG