لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فرانس مکرون د خاشقجي له وژل کېدو وروسته سعودي ته د خپل سفر دفاع کړې


واشنګټن – د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د جمعې په ورځ ټینګار وکړ چې هغه د سعودي خبریال جمال خاشقجي وژل کېدل نه دې هېر کړي خو خلیج ته د خپل سفر پر مهال یې له سعودي څخه د خپلې لیدنې دفاع وکړه.

په ۲۰۱۸ کال کې په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې دننه د خاشقجي له وژل کېدو راوروسته، مکرون د لویدیځ لومړنی رهبر دی چې نن د خالي یا شنبې په ورځ د سعودي عرب له ولیعهد محمد بن سلمان سره ګوري.

د خاشقجي وژنې نړیواله غوصه راپارولې چې تر ننه هم سړه شوې نه ده. خو مکرون وویل، دا ناممکنه وه چې په سیمه کې ښکېل پاتې شو او ځواکمن سعودي عرب له پامه وغورځوو.

"څوک د یوې شېبې لپاره هم فکر کولای شي چې مونږ دې له لیبنان سره مرسته وکولای شو او په منځني ختیځ کې دې سوله او ثبات راولو خو بیا دا ووایو چې مونږ له سعودي عرب سره خبرې نه کوو کوم چې په خلیج کې تر ټولو ګڼ مېشته او ځواکمن هېواد دی."

مکرونه دغه خبرې خلیجي هېوادونو ته د خپل سفر په لومړۍ دمه کې په دوبۍ کې خبریالانو ته وکړې.

هغه زیاته کړه، "دا دا معنی نه لري چې ما څه تایید کړي وي او یا مې څه هېر کړي وي او یا یې له خپلو شریکانو څخه نه غواړو."

هغه دا هم وویل، چې دی د خپل هېواد او د سیمې د امنیت لپاره کار کوي.

مکرون نن د خالي یا شنبې په ورځ د سعودي عربستان جدې ښار ته ولاړ وروسته له دې چې په قطر کې یوه دمه وکړه.

قطر د خلیج یو بل بډایه هېواد دی چېرې چې فرانسه به په راتلونکې کال کې د فوټبال په لوبه کې له خپل نړیوال کپ څخه دفاع کوي.

جمال خاشقجي د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر په دوهمه نېټه په استانبول کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته تللی وو تر څو له خپلې ترکۍ نامزدې سره د واده اسناد تیار کړي.

د امریکايي او ترکي چارواکو په وینا، د سعودي ایجنټانو لومړۍ قاشجي خپک کړی او بیا یې بدن ورته ټوټه کړی چې هېڅ درک یې تر پایه څرګند نشو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG