لاس رسیدونکی لینک

 
دخپل جهاز په جوړولو اؤ پورته کولو مشهور دپېښور قاضي اجمل دجهاز تباه کیدو له امله مړ شوی
تازه خبر

دخپل جهاز په جوړولو اؤ پورته کولو مشهور دپېښور قاضي اجمل دجهاز تباه کیدو له امله مړ شوی


دخپل وړوکي جهاز په جوړؤلو اؤ خیژولو مشهور دپېښور دارباب لنډۍ اوسیدونکی قاضي اجمل دسندهـ اؤ بلوچستان ترمنځ ملیر کنډ ضله کې دجهاز تباه کیدو له امله مړ شوی دی.

دارباب اجمل کورنۍ وایي هغه دتیرو دریوؤ ورځو راهسې لادرکه ؤ اؤ دوئ یې لټون پیل کولو خو دبلوچستان دلسبیله ضلعې دپولیسو مشر یا ایس پی ایوب اڅکزي رسینو ته ویلي چې دقاضي اجمل جیرو کاپټر یا دخپل لاس جوړ وړوکی جهاز په کنډ ملیر ضلعه کې د پولډاټ په سیمه کې یو غر سره دټکر کیدو له امله تباه شوی اؤ قاضي اجمل هم پکې مړ شوی دی.

دپېښور یوې ځایي ورڅپاڼې د قاضي اجمل د تره له خولې ویلي چې هغه خپل وړوکی جهاز ۱۵۰۰ فټه پورته خیژولی ؤ اؤ دهوا نه یې دوئ ته اطلاع ورکړې وه چې نور ورته هیڅ نه ښکاري .

خو هغه وایي له دې وروسته یې بیا دقاضي اجمل سره تماس غوڅ شو اؤ دوئ اندېښنه لرله چې جهاز یې یا خو غر سره ټکر شوی اؤ یا سمندر ته غورځېدلی دی.

دهغه دکورنۍ سرچینې وایي اجمل خپل یو ملګري دچکر په غرض کنډ ملیر ته بللی ؤ اؤ هغه په دې سفر کې خپل وړوکی جهاز په یو ټرک کې کنډ ملیر ته دځان سره وړی اؤ دهلته نه یې هوا ته پورته کړی ؤ.

قاضي اجمل د جهاز پورته کولو نړیوال لائسنس یا جواز لرلو اؤ دهغه لخوا جوړ کړل شوی وړوکی جهاز دپاکستان دهوابازۍ دمحکمې سول ایوي ایشن سره ثبت یا رجسټرډ هم ؤ.

دهغه بل ورور قاضي ارسلان هم دغه جهاز پورته کولو .

قاضي اجمل پخپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي وؤ هغه دا جهاز دسر نه تر ویخه پخپل کور کې جوړ کړی یوازې انجن پکې دبهر نه لګیدلی اؤ نور یې ټول ځایي سامانونه پکې لګولي دي.

هغه به خپل دغه وړوکی جهاز اکثره دسیلګرۍ په سیمو کې پورته کولو اؤ خواهش یې ښکاره کړی ؤ چې په نړیواله کچه غواړي د لوړو غرونو په سرونو خپل دې جهاز کې سلیګري وګرځوي اؤ سیلګرۍ له وده ورکړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG