لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ادريس خټک د سزا خبر ولې رسنیو کې د سرچينو له خولې خپرول کيږي؟


پاکستاني او زياتره نړيوالو مطبوعاتو دبشري حقونو دفعال ادريس خټک د پوځي عدالت نه د څوارلسو کالو دسزا خبر د سرچينو له خولز خپور کړې دی۔

پوهان وایي دداسې خبرونو پخلی به وړاندې د پوځ د عامو اړيکو دڅانګې ايي ايس پي ار لخوا کيدو خو په دې کیس لا ایي ايس پي ار او حکومتي چارواکو څه نه دي ويلي۔

څيړونکي وايي حکومت ځکه دغه خبر خپله نه تايدوي چې بيا پرې د نړيوالو ادارو لخوا فشار زياتيږي او دغې نه بچ کيدو د پاره يې د سرچينو له قوله دغه خبر ميډيا کې خپور کړی دی۔

د پېښور پوهنتون د جرنلزم څانګې استاذ ډاکټر عرفان اشرف وایي د پوځ په اړه خبرونه د ایي ايس پي ار لخوا خورول کيږي خو د ادريس خټک د سزا په اړه کوم خبر ددغه ادارې لخوا نه دی راغلی،

هغه وایي دوئ ته خپله سرچينو پخلی کړی دی خو دا پکار وه چې د ایي ايس پي ار لخوا جاري شوی وای۔

"ادريس خټک ايمنيسټي انټرنېشل سره کار کولو، د لادرکه تنانو او بشري حقونو په اړه يې کار کولو نو که ایي ايس پي ار ددغه بيان تايد پخپله وکړي نو بيا پرې د نړيوالو ادارو لخوا فشار زياتيږي"

د پاکستان دپوځ لخوا وخت په وخت د ایي ايس پي ار په وېب پاڼه داسې خبرونه خپرول کيږي چې د دوئ عدالتونو کې په جرمونو کې ککړو وسله والو ته سزاګانې ورکړل شوې،

په کال دوه زره اتلسم کې په وېب پاڼه خپره شوې يوه خبر پاڼه کې ويل شوي وؤ چې ۷۱۷ؤ ترهګرو کې د۵۴۶ کسانو په پوځي عدالت کې دقضیو اوریدنه سرته رسېدلې ده خو د ادريس خټک په اړه څه نه دې ويل شوي۔

د ایي ايس پي ار يا بل کوم حکومتي چارواکي لخا لا تراوسه سپيناوی نه دی شوی خو د ادريس خټک رور ډاکټر اوېس خټک وایي دوئ اؤ وکيل ته يې لا تراوسه د پوځي عدالت لخوا د سزا تايد نه دی شوی خو دوئ بيا د ميډيا د لارې خبريږي چې دا دوئ د پاره د تکليف خبره ده۔

"مونږ ته لا تر اوسه څه نه دي ويل شوي خو د ميډيا د لارې خبريږو د کوم له امله چې کور غم او خفګان دی"

په پېښور هایکورټ کې د ادريس خټک وکيل لطيف اپريدی وايي د ادريس خټک د کېس فېصله په انصاف سره نه ده شوې بايد چې پوځ د ادارې په حېث دې ته پام لرنه وکړي

"دې سره د پوځ بدنامي کيږي پکار ده چې داسې ماهران راولي چې داسې مسلي هوارې کړي او د بدنامۍ نه بچ شي"

د پاکستان دپوځ لخوا لا هم د ادريس خټک د سزا په اړه څه نه دي ويل شوي خو عسکري سر چينې وايي په ادريس خټک د قومي رازونو افشا کولو او د ډرون بريدونو د پاره بهرنیانو ته د زمکنيو معلوماتو ورکولو تورونه دي اؤ ددې تورونو په سر سزا ورکړل شوې ده۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG