لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوميکرون: پاکستان د کېټ سي هېوادونو نه په راتګ بندېز ولګوو


په پاکستان کې د کرونا وبا کتو دپاره جوړې مرکزي کمېټۍ (اېن سي او سي) د کرونا وايرس د نوي ډول اوميکرون د خطرې له امله په 15 هېوادونو سفري بندېزونه لګولي دي.

اېن سي او سي نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (6 دسمبر) په غونډه کې نور هېوادونه په سي لسټ کې شامل کړي او ويلي يې دي د دغو هېوادونو څخه راتلونکو کسانو به پوره ويکسين لګولي وو.

د اېن سي او سي په بيان کې ویل شوي چې په ننۍ غونډه کې د کرونا وبا نړيوال جاج اخستل شوی او په 15 هېوادونو سفري بندېزونه لګول شوي دي.

دغه هېوادونه چې سفري بندېزونه پرې لګول شوي او په سي لسټ کې اچول شوي، پکې کروشيا، هنګري، نېدرلېنډ، يوکراين، ايرلېنډ، سلوينا، وېتنام، پولېنډ، جنوبي افریقه، موزمبيق، لېسوتو، اېسواتيني، بوټسوانا، زمبابوی او نيميبيا شامل دي.

اېن سي او سي ويلي، د دغو هېوادونو نه راتلونکي کسان به د اېمګرېشن کمېټۍ نه اېمګرېشن سرټيفيکېټ ترلاسه کوي، او دوی به پوره ويکسین لګولي وي.

پاکستان نور هېوادونه جرمني، ټرنډاډ، ټوباګو، ازربايجان، مېکسيکو، سري لنکا، روس، امریکا، تهايي لېنډ فرانس، اسټریا، افغانستان او ترکي په بي لسټ کې شامل کړي دي.

ويل شوي د بي لسټ هېوادونو څخه راتلونکو سره به د کرونا پي سي ار ټېسټ لازمي وي، او د چا ټېسټ چې منفي وي هغوی ته به د جهاز نه د بهر وتلو اجازه وي. او چې د چا ټېسټ مثبت وي هغوی به لس ورځې قرنطين کولی شي.

په لومړي دسمبر په پاکستان کې د ډاکټرانو اتحاديې (پي اېم اې) په حکومت غږ کړی وو چې حکومت دې د اوميکرون د مخنيوي دپاره ګامونه پورته کړي.

پاکستان دا ګامونه په داسې حال کې پورته کړي چې په وروستيو کې په جنوبي افريقه کې د کرونا اوميکرون ډول مخې ته راغلی دی.

د صحت د چارواکو په وېنا د کرونا اوميکرون ډول په تيزۍ سره خوريږي، او د صحت نړیوالو چارواکو ویلي، د کرونا دغه ډول 38 ملکونو ته رسېدلی دی.

هغه کمپنۍ چې د کرونا ضد ويکسين يې جوړ کړي، څيړنې يې پېل کړي چې دغه ويکسين د کرونا د نوي ډول پرضد کار هم کوي که نه کوي.

په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا د نوي ډول اوميکرون د کومې په اړه څه نه دي ويل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG