لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې افغانستان لپاره خپله سټراتیژیکي پالیسي په تجارتي پالیسۍ بدله کړي،دڅېړونکو نظر


څيړونکي وايي پاکستان که د افغانستان په اړه په پخپله سټریټيجکي پاليسۍ کې بدلون راولي او يوه داسې تګ لاره خپله کړي چې په دغه هېواد او منځنۍ ايشيا کې يې اثر رسوخ سېوا شي نو دې سره د ناامنۍ پرځائ دسیمې دهیوادونو ترمنځه تجارت وده کولی شي۔

څېړونکي وایي که چېرې پاکستان داسې ونه کړي نو د پاکستان او افغانستان ترمنځه دوه اړخيزه تجارت کې کمي راتلو سره به دمنطقې دسوداګرو او ولس اقتصادي وضيعت نور هم اغېزمن شي۔

پېښور پوهنتون کې دپاکستان اؤ افغانستان دسرحدي سیمو د ارتباط د اهميت په اړه د سياسي زده کړو د څانګې لخوا دوه ورځنۍ غونډه ترسره شوې چې پکې د ملک د بیلابیلو پوهنتونو استاذانو او زده کوونکو ګډون کړی ؤ۔

دپېښور پوهنتون دسياسي زده کړو د څانګې استاده ډاکټر نورين نصير وي او ای ډيوه ته وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځه دوه اړخېزه تجارت کې کمي راتلو سره په خاصه توګه پښتانه سوداګر زيات اغېزمن کېږي۔

"د پاکستان او بياد خېبر پښتونخوا او نويو ضم شويو ضلعو چې زياتره کومې هلې ځلې دي هغه تجارت سره تړلي دي نو چې کله تجارت ودريږي نو تاسو ګورئ چې زمونږ د سټاک اېکسچېنج څه حال دی، زمونږه تجارتي خساره روانه ده، نو که دا تجارت ودرېږي او هم دغه شان حالات په افغانستان کې خرابېږي نو د هغې چې کوم منفي اثرات دي هغه بيا نه صرف په پښتونخوا بلکې په ټول پاکستان پریوځي"

دغونډې په جریان کې د لاهور يو ايم ټي پوهنتون د سياسياتو او نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر ارشد علي وي او ای ډيوه ته وويل په دې منطقه کې تجارت ته ودې ورکولو لپاره بايد پاکستان د افغانستان په اړه په خپلې سټريټيجک ډپت پالېسۍ کې بدلون راولي او يوه داسې تګلاره مخې ته راوړي چې بنسټ يې تجارت وي۔

هغه وایي افغانستان اؤ دمنځنۍ اسیا په وچه کې پراته دي اؤ هغوئ لپاره دتجارت اسانه لار پاکستان ده نو ځکه پاکستان ته پکار ده چې افغانستان دپاره خپله تګلاره په تجارت اډاڼه کړي.

دهغه په وینا" چې دپاکستان، افغانستان او منځنۍ اسيا ترمنځه اړيکې سېوا شي نو د هغې په وجه دا دواړه ملکونه به په يوبل معاشي لحاظ سره منحصر وي او د دوئ ترمنځه چې کومې شخړی دي هغه به تر ډېره حده کمې شي"

نوموړي زياته کړه که چرې پاکستان دغه پالېسي بدله نه کړه نو د چين او نورو هېوادونو معاشې تګلارو او پروژو څخه به اقتصادي ګټې پورته نه کړی شي۔

" او که مونږ دا نه کوو نو څنګه چې سوړ جنګ ختم شو او د هغې نه وروسته هم مونږ د هغه سوړ جنګ واله پالېسۍ جاري وساتلې او د هغې نه وروسته بيا مونږه وکتل چې کوم نيو اکنامک ارډر يا نوی اقتصادي نظم راغلی چې په هغې کې دامريکې زياته توجو په ګلوبلايزېشن او جمهوريت باندې وه نو د هغې نه مونږ ګټه پورته نه کړه او زمونږ سره نزدې هندوستان د هغې نه ګټې واخستې او نن چې مونږ ګورو نو تېرو دريو لسيزو کې د هغوئ معاشي حالت ډېر ښه شوی دی"

وي او ای ډيوه سره دخبرو پر مهال د پېښور پوهنتون د سياسي زده کړو د څانګې مشر پروفېسر ډاکټر عبدالروف وویل چې د افغانستان څخه تجارتي ګټو پورته کولو او په سيمه کې د ناامنۍ دمخنيوي په عرض بايد علاقايي ملکونه د افغان طالبانو حکومت په رسمي ډول پېژندلو لپاره په ګډه يوه لار خپله کړي۔

" ترهګري به نوره هم سېوا کېږي که چېرې په افغانستان کې استحکام رانغلی، لکه دمثال په طور که دا ګاونډي هېوادونه يوه لاره خپله نه کړي او څه خلک طالبان تسليم کړي او څه خلک يې تسليم نه کړي او چې کوم خلک يې تسليم نه کړي نو هغوئ باندې به دا الزام راځي چې دوی د (طالبانو) حکومت چې کوم مخالفه ډلې دي د هغوی مرستې کوي"

څېړونکي وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځه دوه اړخيزه تجارت د روانو حالاتو له کبله ډېر اغېزمن شوی،

د دوی په وینا د کال 2016 او 2017 پورې د دواړو هېوادونو ترمنځه تجارت خواوشا 2.5 اربه ډالرو ته رسېدلی ؤ خو دڅېړونکو په وینا اوس یواځې 600 میلینه ډالرو ته راکم شوی دی

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG