لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجمهوریت په اړه دامریکا غونډه،پاکستان یې مننه کړې خو پخپل ګډون غلی پاتې شوی


پاکستان دجمهوریت په موضوع دامریکا له لوري راجوړیدونکې نړیواله سرمشریزه غونډه کې پاکستان ته دګډون په بلنې ورکولو دامریکا مننه کړې ده خو نه یې ده واضحه کړې چې په دې غونډه کې به ګډون کوي که نا؟

دصدر بائيډن په کوربه توب دسبا (۱۰م دسمبر) ـڅخه ۱۱۰ هیوادونو دمشرانو دې راجوړیدونکې نړیواله غونډه کې چین اؤ روس ته دګډون بلنه نه ده ورکړل شوې اؤ غونډې ته د تائیوان په رابللو بیجنګ سخت غبرګون ښودلی دی.

څېړونکي وایي که چرې پاکستان دې غونډه کې برخه اخلي نو چین ترې خفه کیدای شي اؤ که ګډون پکې نه کوي امریکا سره داړېکو ښه کولو فرصت دلاسه ورکولی شي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند عاسم افتخار پخپل یو بیان کې ویلي پاکستان سرمشریزه غونډه کې دګډون په بلنه دامریکې مننه کوي اؤ امریکا سره خپلې شرکت دارۍ ته د قدر په سترګه ګوري.

هغه ویلي دواړه هیوادونه دوه اړخیزه اړیکې اؤ دسیمې اؤ نړۍ په اړه خپلې همکارۍ لاپسې غځول غواړي اؤ پاکستان په بیلابیلو ستونزو امریکا سره په تماس کې دی.

دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي اسلام اباد باور لري چې راتلونکي کوم مناسب وخت کې په دې موضوع خبرې اترې کیدای شي خو هغه خپل بیان کې نه ده واضحه کړې چې دغه سرمشریزه غونډه کې پاکستان برخه اخلي اؤ که نا؟

دخارجه دفتر د ویاند په بیان کې ویل شوي چې پاکستان د ازادې عدلیې،مدني ټولنې اؤ میډیا په لرلو سره یو ستر جمهوریت دی اؤ دجمهوریت لا پیاوړتیا اؤ دبشري حقونو تحفظ ته ژمن دی.

دامریکې دبهرنیو چارو دمحکمې له مخې ددې غونډې راجوړولو مقصد جمهوریت ته دپېښو ننګونو مقابله اؤ داجتماعي اصلاحاتو دلارې د ډیموکراسۍ ثمره ترلاسه کول دي.

خو ځېنې څیړونکي بیا ددې کانفرانس دراجوړولو ګام ته د چین دسیوا کیدونکي نفوذ دمخنیوي دهڅې په توګه ګوري.

دپاکستان دبهرنیو چارو پخوانی سکتر شمشاد احمد خان وایي دا دنړیوالې کچې یو کانفرنس چې امریکا دخپلو موخو اؤ تګلارو په مخکې دبوتللو لپاره تر دې وړاندې هم داسې کانفرنسونه په بیلابیلو عنوانونو کړي دي.

تیره میاشت وي او ای سره خبرو کې شمشاد احمد خان ویلي وؤ چې امریکې دا کانفرانس په څنګه حالاتو کې رابللی، په هغه حالاتو کې امریکې دچین په اړه دځانګړي غبرګون پالیسي خپله کړې اؤ په نزدې وختونو کې چې واشنګټن هره تګلاره جوړوي دهغې مقصد دا وي چې په څه نا څه توګه دچین مخه ونیسي.

هغه وایي په نړۍ کې پرله پسې دچین دمخ په سیواکیدونکي کردار له امله امریکا په دې هڅه کې ده چې خپل ایتلافیان یو ډګر ته راټول کړي اؤ پاکستان هم په عمومي توګه دامریکا ایتلافیانو کې پاتې شوی دی.

دهغه په وینا اوس به کتل دا وي چې ددې کانفرنس موخې زمونږ په ترجیحاتو کې راځي؟ اؤ که چرې په جمهوریټ دټینګار کولو مقصد زموږ دوستان شرمنده کول وي نو بیا به پاکستان ته محتاط پاتې کیدل وي.

هغه وایي کانفرنس کې دګډون پرېکړه به وزیراعظم عمران خان ته کول وي خو دا دصدر بائیډن له لوري کومه رسمي بلنه نه ده بلکې پاکستان ته دغه کانفرنس کې دګډون بلنه ورکړل شوې ده.

هغه زیاتوي یوازې له دې امله باید دې کانفرنس کې دګډون بلنه ونه منل شي چې ګنې دا دبائیډن انتظامیې له لوري پاکستان ته وړومبۍ بلنه ده.

صدر جوبائیډن چې دکله نه واک ته رسیدلی تر اوسه یې دپاکستان وزیراعظم عمران خان سره رسمي خبرې اترې نه دي کړي اؤ که چرې عمران خان دې کانفرانس کې برخه واخلي نو دا به د دواړو هیوادونو دمشرانو ترمنځ وړومبی رسمي رابطه وي.

څېړونکي زاهد حسین وایي کیدای شي روس اؤ چین په دې کانفرانس تحفظات لري خو دا ضروري نه ده ددغو تحفظاتو له امله د نورو هیوادونو پالیسۍ داغیزو لاندې راشي

هغه وایي چین دپاکستان سره دغوره اړېکو لرلو باوجود هم هند سره ښه راشه درشه اؤ اړېکې پالي چې پاکستان پرې کله هم اعتراض نه دی کړ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG