لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا او چين ترمنځ د پاکستان بې طرفه پاتې کېدل به ازمېښت وي، څيړونکي وايي


د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي، پاکستان به د امریکا او چين ترمنځ د دواړو غټو قوتونو ترمنځ د سړې جګړې برخه جوړ نه شي او ترمنځ به يې رول ولوبوي، خو څيړونکي وايي د امریکا او چين ترمنځ د پاکستان بې طرفه پاتې کېدل به ازمېښت وي.

وزير اعظم عمران خان نن د زیارت په ورځ (نهم دسمبر) په اسلام اباد کى د تحقيقيي ادارې انسټيټيوټ آف سټريټيجېک اسټډيز لخوا د پرامنه او خوشاله جنوبي ايشيا په سرخط کانفرنس ته په وينا کى وويل پاکستان به د امريکا او چين ترمنځ په سړه جګړه کې برخه جوړ نه شي، او د دې په ځای پاکستان د دواړو غټو قوتونو ترمنځ د 1970 د ليسزې په څير خپل کردار لوبوولو ته چمتو دى،

خو په دغه کانفرنس کى موجود د دفاعي چارو څيړونکى جنرل ريټايرډ طلعت مسعود وايي اوسنى حالات د هغې وخت نه ډير بدل دي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کى طلعت مسعود وويل هغه نه ويني چې پاکستان کوم داسى کردار لوبولى شي چى له امله يې چين او امريکا په خپلو تګلارو کې څه بدلون راولي.

د نړيوالو اړيکو کار پوهه څيړونکى ډاکټر اعجاز خټک وايي د پاکستان نه خو هغه وخت څه ځانګړى کردار وو او نه اوس د دې توان لري.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې اعجاز خټک وويل پاکستان هغه وخت د دواړو هيوادونو د حکومتي واکدرانو ترمنځ د خبرو اترو او ملاقات لپاره د يو سهولت کار کردار لوبولى وو او هغه هم ځکه ممکن شوي وو چى يو خوا دا د امريکا په ګټه وو نو بلخوا امريکا او چين غوښتل چى د خپل شريک حريف روس په ضد د يو بل سره اړيکې په ځاى کړي.

نوموړي زیاته کړه پاکستان په امريکا او چپن دواړو باندې په دفاعي او اقتصادي برخو کى ډېر انحصار لري او لوي ازميښت به د پاکستان دپاره دا وي چى د امريکا او چين ترمنځ سيالۍ کې څنګه بې طرفه پاتې شي.

کانفرنس ته په وېنا کى وزير اعظم عمران خان د افغانستان په حالاتو هم اندېښنې څرګندې کړې، هغه وويل، امريکا ته به دا احساس ورکول وي که د افغانستان تړلې اثاثې بحالې نه شوې او نړۍ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سره مرستې نه کوي نو افغانستان د انساني بحران سره مخ کېدلى شي.

په دې موقع وزير اعظم عمران خان په غربي نړۍ باندې د پاکستان په ضد پراپېګنډې او د پاکستان منفي مخ وړاندې کولو تورونه تکرار کړل.

عمران خان دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د پنجاب صوبې په سيالکوټ سيمه کى د قهرجنه مظاهرچيانو د لاسه بغېر د کوم ثبوت د مذهب د سپکاوي په تور د سري لنکا وګړي دوژنې د پېښې وروسته د پاکستان حکومت د کور دننه او بهرنۍ کچه هم د سختو نيوکو سره مخ دى.

د بشري حقونو ملکي او نړيوال تنظيمونه د ډير وخت راهسې د پاکستان د حکومت څخه د مذهب د سپکاوي قانون ته د بيا کتنې غوښتنه کوي خو د پاکستان حکومت دا ردوي او د دې دفاع کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG