لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه هنرمندان وایي ریاست یې په حقونو سترګې پټې کړې دي


دپښتو فلمونو،ډرامو اؤ سټیج وتلو ستورو خیبر پښتونخوا کې دهنرمندانو په بده ورځ اندېښنې ښودلي اؤ وایي که یو خوا په دوئ موجوده حالاتو کې دکار روزګار دروازې تړل شوي نو بلخوا یې ریاست هم په حقونو سترګې پټې کړي اؤ دوئ ته هیڅ درناوی نه ورکوي؟

پېښور پرییس کلب ته د زیارت په ورځ دپښتو دتیرو وختونو دفلمونو دهیرو امان خان (چې خپل نوم یې لال محمد دی) دلیکلي کتاب "میں ایک فلاپ ہیرو۔۔ لیکن ؟" دمخکتنې دستورې ته ګڼ شمیر فلمي ستوري،لیکوالان،خبریالان اؤ مدني فعالان ورټول شوي وؤ.

دغه دستورې ته دتیرو وختونو دګڼو کامیابو فلمونو هیرو جمیل بابر پخپله وینا کې دپښتنو فنکارانو په بد وضعیت سخته اندېښنه وښودله اؤ وئ ویل سینیماګانې په ختمیدو دي،په ټي وي هنرمندانو ته دکار موقعې نشته اؤ پېښور نشترهال هم تړلی پروت دی چې له دې امله هنرمندانو ته دخپل ځان اؤ فامیلونو ساتنه ګرانه شوې ده.

هغه دحکومت په رویه هم سختې نیوکې وکړې اؤ وئ ویل "فنکارانو نه یې خیرماران جوړ کړي دي،مونږ حکومتي خیرات نه غواړو، دې فنکارانو ته دې دکار موقعې پیدا کړي چې دوئ دخپل هنر دلارې دځان ساتنه وکړي"

جمیل بابر دا هم وویل چې دپښتونخوا هنرمندانو په ټوله نړۍ خپل صلاحیتونه ښکاره کړي خو له بده مرغه ددې ځائ حکومت دخپلو هنرمندانو درناوي ته تیار نه دی اؤ فنکارانو دپاره سرکاري ایوارډونه اؤ جائزې هم په مخ مروت اؤ سفارشونو ورکوي.

جمیل بابر ته ورته خبرې بیا د ډرامو اؤ سټیج د وتلي هنرمند عشرت عباس هم وې اؤ هغه هم په حکومت سختې نیوکې وکړې چې دفن اؤ‌ هنر نه ناخبره خلک یې په فني ادارو کې کښینولي اؤ هغوئ هیڅ دفنکارونو په قدر اؤ عزت نه پوهیږي.

دغه دستورې ته دمشر میلمه په توګه دصوبې دکلتور وزیر شوکت یوسفزئ دمشر میلمه په توګه رابلل شوی ؤ خو د ژمنې باوجود هم دستوره کې شریک نه شو چې زیاترو فنکارانو خپلو ویناګانو کې د صوبایي وزیر په دې عمل سختې نیوکې وکړې.

دعشرت عباس وینا وه "هغه(شوکت یوسفزئ) ته معلومه وه چې بیا فنکاران یو ځائ ته راټول شوي دي، اوس به راته بیا اورؤنې کوي نو ځکه دې پروګرام ته رانغلو"

فلمي ستوري امان پخپله وینا کې د حکومت نه دومره بېزاري وښوده چې په سټیج یې یې وویل "ما سره دکلتور وزیر ژمنه کړې وه چې دا دمقصد په لحاظ ډيره مهمه دستوره ده چې هرڅه کیږي خو زه به پکې برخه اخلم،خو دا چې په اخر وخت رانغلو نو تر دې وروسته چې زه تر کومې ژوندی یم ،بیا به چرې هم یو حکومتي چارواکی کومې دستورې ته را ونه غواړم"

وي او ای ډیوه د فنکارانو په مایوسۍ دحکومت دنظر معلومولو لپاره دصوبې داطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزئ سره دټیلي فون دلارې دتماس نیولو هڅه وکړه خو دغه هڅه کامیابه نه شوه.

فلمي ستوري اصف خان چې ددې دستورې صدارت یې کولو وویل، فنکار په هره ټولنه کې خپل یو ځانګړی مقام لري اؤ په فن اؤ هنر مئین قامونه دخپلو هنرمندانو سره مینه کوي.

اصف خان وویل حکومتونه نن وي خو سبا نه وي ولې فنکار په ژوند هم یاد وي اؤ‌ له مرګه وروسته یې هم خلک په یاد لري ځکه نو فنکاران باید دحکومتونو په وړاندې ځان وړوکی یا کمتر احساس نه کړي.

ښاغلي اصف خان ،جمیل بابر، عشرت عباس، پروفیسر ډاکټر حنیف خلیل، ښاغلي سیدا جان خان، ناصر علي سید، بشره ،ښاغلي ګلزار جلال اؤ ناصر سیدا جان خان دې دستورې ته ویناوې وکړې اؤ د ژبې اؤ هنر د ودې لپاره یې دامان خان خدمات وستایل.

وینا والو وویل امان خان که یو خوا فلمي نړۍ کې کامیاب وخت تیر کړی نو دلیکوال په توګه یې هم یو داسې کتاب ټولنې ته ورکړو چې دهغه د نیمې پیړۍ دتجربو نچوړ پکې پروت دی اؤ ددې کتاب په لوستلو خلک دفلمي نړۍ دکردارونو ، عروج اؤ زوال یا لوړو ژورو نه اګاهي ترلاسه کولی شي.

هغوئ په پښتنو غږ وکړو چې دخپلو اتلانو اؤ هنرمندانو درناوی پخپله وکړي اؤ دحکومتونو په تمه باید نه کښیني ځکه چې حکومتونه یوازې دخپلو سیاسي ګټو لپاره اقدامات کوي اؤ ژبې،تاریخ، ادب اؤ هنر په ارزښت نه پوهیږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG