لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبشري حقونو نړیواله ورځ،افغانستان کې دخلکو بشري حقونه دګواښونو لاندې دي


د بشري حقونو ورځ نن په ګرده نړۍ کې په داسې حال کې نمانځل کېږي چې افغانستان کې خراب اقتصاد، بې روزګارۍ او بېوزلۍ دخلکو بنیادي بشري حقونه دنور ګواښ سره مخ کړي دي۔

کارپوهان وايي که اقتصادي وضعه ښه نه شوه نو د مېرمنو او ماشومانو د بنيادي حقونو وضيعت به لا هم نور خراب شي۔

هرکال د دسمبر په لسمه د بشري حقونو نړيوله ورځ نمانځل کېږي،خو په افغانستان کې دبشري حقونو لپاره کار کوونکي وايي چې په هېواد کې د خراب معاشي صورت حال او دخوراک دکمي له امله د انساني حقونو سرغړونه نوره هم سېوا کېدلی شي۔

په دې هکله افغانستان کې مېشت د بشري حقونو فعال برهان الدين سيرت وي او ای ډيوه ته وايي د هېواد نيمایي نه زیاته ابادي د خوراک کمي سره مخ ده چې پکې ګڼ شمېر ماشومان د خوارځوکۍ له امله د مرګ خولې ته رسېدلي دي،

دی وايي د نورو بنيادي ضرورتونو د کمي ترڅنګ د ځايي ولس بشري حقونه هم اغيزمن کېږي۔

هغه وایي په افغانستان کې شاوخوا 300 زره ماشومان دخوراکي موادو د کمښت او د ژمي د رارسېدو له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي،

دنوموړي په وینا ددې ترڅنګ د روغتیا مسله هم ډیره جدي ده او خلک د روغتيا مرکزونو ته په په سمه توګه لاس رسی نه لري

"تعليمي وضعیت هم دلته دومره خوندور نه دی، تر شپږم تولګي پورته د جونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې تړلی شوې دي"

په افغانستان کې دطالبانو له واکمنۍ وروسته د ځايي خلکو په وینا د دوئ د بيان ازادي، مالوماتو ته لاس رسی او د مېرمنو د کار کولو حقوق اغیزمن شوي دي.

د افغانستان ننګرهار ولايت سره تړاو لرونکې د بشري حقونو فعاله مقدسه احمدزۍ وي او ای ډيوه ته وايي چې څومره دافغانستان اقتصادي وضيعت خرابېږي نو هغه هومره به زياتې جينکۍ د تعليم څخه محرومه شي۔

"کله چې يوه کورنۍ او پلار دومره څه نه لري چې وئ خوري نو هغه به لور ته کتاب او قلم په څه واخلي؟ دا خو په دې فکر کوي چې زه ولی خپله لور مثال نه خرڅوم، ولې یې وړه نه واده کوم، ولې یې چاته ورکوم نه چې زه پرې پېسې واخلم او زما به د کورنۍ د يو څو اولادونو نس موړ شي"

نوموړې وايي چې دې سره به په وړوکوالي کې د جينکو ودونه سېوا شي، کورنۍ به وکړل شي خپلې لوڼه بهر خېرات غونډولو لپاره وباسي او يا پرې سخت کارونه وکړي څنګه چې مونږ کتلي چې جينکۍ د خښتو په بټیو کې کارونه کوي۔

هغه وایي خراب معاشي صورت به هلکان هم په دې مجبوره کړي چې د زده کړو پرځائ د کورونو لپاره معاش وګټي۔

" په ډير تعداد داسې ماشومان وؤ چي درسونه يې هم د سختو کارونو سره ويل ولې اوس ماشومان غواړي چې ټوله ورځ کار وکړي او دکورنۍ لپاره رزق پېدا کړي،

داغلې احمدزۍ په وینا "که چېرې اقتصادي وضعيت هم دغه شان دوام وکړي او طالبان ددې ښه کېدو لپاره کوم پلان ونه لري زه فکر کوم چې د هلکانو ماشومانو راتلونکی اخستلی کېږي او دوی به له يو تور او نامالوم سرنوشت سره شي"

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ‌ ترمخه دملګرو ملتونو دکډوالو نړیوالې ادارې یو این اېچ سي ار خبرداری ورکړی چې هغه درې اشاریه پېنځه مېلین افغانان چې د جنګ دلاسه بې کوره شوي دي د ژمي د یخ نه ځان خوندي کولو لپاره مناسب انتظام نه لري۔

د ادارې د شمیرو ترمخه 23 مېلینه خلک چې د افغانستان د نیمايي ابادۍ نه زیاته شمېره ده، په سنګینه کچه د لوږې او نزدې نهه میلینونه خلک د قحط د خطر سره مخامخ دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG