لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: د پوليو د ټيم په ساتونکو د بريد زمه واري ټي ټي پي منلې


د خېبرپښتونخوا په ټانک ضلع کې د پوليو ضد څاڅکو د روان کمپاين په مهال وسله وال بريد شوی، د پوليو ټيم په ډيوټۍ مامور پوليس سرتيری پکې وژل شوی او د اېف ـ سي ځواک سرتيری پکې ټپي شوی دی. لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې ده.

د خېبرپښتونخوا د ټانک ضلعې د پوليسو مشر (ډي پي او) صاحب زاده سجاد وي او اې ډیوه سره په خبرو کې تاييد کړه چې د ټانک په چدرړ علاقه کې د پوليو ټيم په ساتنه مامورو سرتيرو باندې وسله وال بريد شوی دی.

هغه وويل په ترهګر بريد کې پوليس سرتيری اقبال وژل شوی او د اېف سي سرتيری زرتاج پکې ټپي شوی دی.

نوموړی زیاته کړه د بريد وروسته په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي او په علاقه کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين هم روان ساتل شوی دی.

لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دغه بريد زمه واري منلې ده.

ټي ټي پي د دغه بريد زمه واري په داسې حال کې منلې چې يادې ډلې دوه ورځې وړاندې د حکومت سره د يوې مياشتې د ډز بندۍ ختمولو ويلي دي.

په نهم دسمبر ناوخته مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې ټي ټي پي تور لګولی چې حکومت ورسره کړې معاهده نه ده پوره کړې.

پاکستان په رسمي ډول د ټي ټي پي تور ته غبرګون نه دی ويلي، خو له دې وړاندې يې د يوې مياشتې د اوربند خبره کړې او د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري ويلي وو د ټي ټي پي سره د پاکستان د ايين لاندې مذاکرات کولی شي.

په ټانک کې د پوليو ضد څاڅکو د کمپاين په مهال د ټيمونو په ساتنه مامورو سرتيرو باندې بريد په داسې حال کې شوی چې په خېبر پښتونخوا کې پرون د جمعې په ورځ (10 دسمبر) د پوليو ضد څاڅکو څلور ورځنی کمپاين پېل شوی دی.

د خېبر پښتونخوا چیف سیکرټري ډاکټر شهزاد خان بنګش د کمپاين د پرانستې په مهال ويلي، چې په خېبر پښتونخوا کې د یو کال نه په سېوا موده کې د پولیو کېس نه دی رپورټ شوی.

خو هغه ويلي وو په وروستیو کې د ټانک ضلعي نه د پولیو واېرس ماحولیاتي نمونې مثبت راتلل د توجه وړ خبره ده او په جنوبي ضلعو کې به د پولیو مخنیوي د پاره خصوصي کمپاېنونه چلوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG