لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بشري ناورین نه ژغورلو لپاره مرستندویه ټولنې افغانستان ته د۲۸کروړو ډالرو‌ په ورکولو سلا شوي


نړیوال بینک پخلی کړی چې د ژمي په یخ موسم کې دافغانستان دنیمایي نه د زیاتې ابادۍ دخوراک کمي سره دمخ کیدو داندېښنې له امله نړیوالې مرستندویه ادارې افغانستان ته د۲۸کروړو ډالرو په مرستو ورکولو رضا شوي دي.

دجمعې په ورځ دنړیوال بینک لخوا خپور شوي بیان کې ویل شوي چې چې دافغانستان دبیا ودانۍ په اړه دای ارټي ایف دا پنګې به په دې نازکه موقعه افغان ولس په ښېګړه راشي.

فرانسوي خبري شبکې ای ایف پي پخپل رپورټ کې ویلي چې دا پنګې به یونیسیف اؤ دخوراک نړیوال پروګرام ته ورکولی شي څوک چې دافغانستان زمکنۍ سرچینې په لاس کې لري.

د۲۸کروړو ډالرو دا پنګې به دافغان ولس دپاره د عامې روغتیا اؤ خوراکي موادو په اړه روانو هغو پروژو یا پروګرامونو کې مصرفولی شي چې دپنګو دکمي سره مخ دي.

دبیان له مخې یونیسیف ته به د روغتیایي اسانتیاؤ برابروؤلو په موخه ۱۰ کروړه ډلر اؤ دخوراک نړیوال پروګرام ته به ۱۸کروړه ډالر ورکول کیږي.

تر دې وړاندې دنړیوال بینک انتظامیې د روانې میاشتې په پیل کې دبیا ودانۍ کارونو دپاره هم دځانګړو پنګو د ورکولو وړاندیز کړی ؤ.

مرستندویه ادارو افغانستان سره د۲۸کروړو ډالرو دمرستې دا پرېکړه په داسې حال کې کړې ده چې په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو پرله پسې خبرداری ورکړی دی چې افغانستان د نړۍ دسخت بشري ناورین په درشل ولاړ دی.

دملګرو ملتونو له مخې دافغانستان دوه کروړه اؤ شل لکه یا نیمایي ابادي د ژمي په یخ موسم کې دخوراکي موادو د بحران سره مخ کیدای شي اؤ په داسې حالاتو کې به یا خو افغانان نورو سیمو یا وطنونو ته کډوال کیي اؤ یا به بیا دخوراکي موادو نشتوالي سره مخ کیږي.

دملګرو ملتونو یو وروستي رپورټ کې دافغانستان ددې روان وضعیت علتونه که یوخوا خشک سالي یا سوکړه ښودل شوې ده نو بل خو داګست په میاشت کې دطالبانو لخوا دافغانستان نیولو نه وروسته دنړیوالو ادارو لخوا دافغانستان دپنګو کنګل کیدل یې هم د روان وضعیت ستر لامل بللی دی.

په افغانستان دطالبانو له واکمن کیدو وروسته امریکې دخپل هیواد په بینکونو کې پرتې دافغانستان نزدې د۱۰اربو ډالرو پنګې کړې وې اؤ ددې ترڅنګ ایي ایم ایف اؤ نړیوال بینک هم دغو پنګو ته لاس رسی ځنډولی ؤ.

امریکا اؤ لویدیز هیوادونه په طالبانو نیوکي کوي چې دوئ د ټوپک په زور واکمن شوي اؤ دټول شموله حکومت ،دښځو،لږکیو اؤ دنجونو دتعلیم دحقونو په اړه یې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.

خو طالبان بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي حکومت یې ټول شموله دی اؤ دافغانستان ټولو طبقو ته یې دهغوئ حقونه ورکړي دي.

(د وي او ای اردو په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG