لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک کې پرله پسې په دویمه ورځ هم دپولیو په ډله برید کې بل پولیس وژل شوی


دخیبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې پرله پسې په دویمه ورځ هم دپولیو دڅاڅکو ورکوونکو په ډله وسله والو برید کړی چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی دی.

دسیمې نه دپولیس سرچینو د اتوار په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي چې دپولیو په ډله دا برید دټانک په شاده ګره نومې سیمه کې شوی چې پکې دنزیر احمد په نوم یو پولیس عسکر وژل شوی.

تر دې یوه ورځ وړاندې د ټانک په چدرړ سمه کې د پوليو ټيم په ساتنه مامورو پولیسو باندې وسله وال بريد شوی ؤ چې پکې یو یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ دایف سي عسکر پکې ژوبل شوی ؤ.

دسرچینو وینا ده چې دپولیو په ډله دشوي تازه برید نه وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي اؤ دغلته یې د لټونې عملیات پیل کړي دي.

په سمدستي ډول لا ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو دغه ضلعه کې پرون دشوي برید پړه دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې وه.

په سیمه کې دپولیو دمخنیوي دپیل شوي درې ورځني کمپین نن دریمه ورځ ده اؤ په دې درېوؤ ورځو کې ټانک کې دپولیو دڅاڅکو ورکوونکو په ډله دوه بریدوه شوي دي.

په ټانک ضلعه کې دپولیو په ډلو دا تازه بریدونه وروسته له هغې شوي چې درې ورځې وړاندې دپاکستاني طالبانو تحریک حکومت سره دسولې دشوي تړون ختمولو وینا وکړه.

دنومبر په میاشت کې ټي ټي پي اؤ دافغان طالبانو دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي منلې وه چې دافغانستان دطالبانو په منځګړتوب دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ دسولې خبرې پیل شوي اؤ بیا دپاکستان حکومت اعلان کړی ؤ چې ټي ټي‌ پي سره یې دیوې میاشتې د اوربند تړون کړی دی .

خو دتیر زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ټي ټي پی ویاند محمد خراساني حکومت ددې تړون څخه په سرغړونه تورن کړی ؤ اؤ خپل یو بیان کې یې ویلي وؤ چې دتړون باوجود امنیتي ځواکونه قبایلي ضلعو کې د دوئ په کسانو بریدونه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG