لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنډۍ: په وسله وال بريد کې يو پوليس سرتيری وژل شوی، دوه نور ژوبل


د پاکستان د پلازمينې اسلام اباد سره جوخت راولپنډۍ ښار کې په يو وسله وال برید کې يو پوليس سرتيری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي، لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې ده.

د راولپنډۍ پوليسو تاييد کړې چې تير د ګل/دوشنبې (13دسمبر) په شپه ناوخته نزدې 12 بجې د پير ودهايۍ په علاقه کې نامالومه موټر سايکل سواره وسله وال راغلي، په ګشتي يا ګزمه بوخت پوليس موبايل ګاډي باندې يې ډزې کړي، يو پولیس سرتيری پکې وژل شوی، او (اېس ايي) سب انسپکټر منظور شهزاد او سپاهي عمر پکې ژوبل شوي دي.

ويل شوي د پولیسو لوړ پوړي چارواکي موقعې ته رسېدلي او د لټون عملیات يې پېل کړي دي.

ټي ټي پي د دغه بريد زمه واري منلې او د سب انسپکټر په ګډون يې د څلور سرتيرو د وژلو او ټپي کولو دعوه کړې ده.

د پيرودهايي تاڼې يو چارواکي سمير وي او اې ډیوه سره په خبرو کې پېښه تاييد کړه او وې يې ويل، درې تنه په موټر سايکل راغلي او په ګزمه بوخت پوليسو باندې يې بريد کړی دی.

هغه وويل په بريد کې يو سرتيری وژل شوی او پينځه ټپيان شوي دي.

ټي ټي پي د 11 دسمبر څخه وروسته د خېبرپښتونخوا په ټانک، شمالي وزيرستان، بنو او باجوړ کې د بريدونو زمه وارۍ هم منلي دي.

ټي ټي پي دا زمه وارۍ وروسته له هغې منلي چې په نهم دسمبر يې د پاکستان د حکومت سره د یوې میاشتې د ډز بندۍ ختمولو ويلي، او په حکومت يې د معاهدې په ژمنو کې د پاتې راتلو تور لګولی دی.

خو پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ (13دسمبر) د پاکستان د اطلاعاتو مرکزى وزير فواد چودهرى ويلي، د تحريک طالبان پاکستان په اړه د رياست دریځ واضحه دی او هغه دا چې څوک د پاکستان آیين او قانون منونکي نه جوړیږي نو په ضد به یې ریاست د پخوا په شان جګړه کوي.

له دې وړاندې د نومبر په مياشت کې د پاکستان حکومت ويلي وو، د تحریک طالبان سره يې د افغان طالبانو په مينځګړيتوب مذاکرات پېل کړي او د يوې میاشتې د ډز بندۍ يې ويلي وو.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنیو چارو وزير امير خان متقي هم د مذاکراتو خبره تاييد کړې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG